ټولنيزې ليکنې

د عربي ژبې د زدکړې لارښوونې (عربي څنګه زده کړو)

لیکنه: س. ج. سادات

په افغانستان کې د عربې ژبې مېنه وال پخوا دومره ډېر نه وو خو په دې تېرو دوه لسیزو کې او په تېره بیا د طالبانو د غورځنګ له پرزیدو وروسته چې سمدستي د انټرنټ، تلویزیون او رادیو ګانو آسانتیاوې په هېواد کې ډېرې شوې او تقریبا ټولو ولایتونه ته وغځېدې او بیا وروسته ورسره ټولنیزو شبکو هم زور واخیست او خلګ یې نور هم سره نږدې کړل او ورسره له افغان پلازمېنې کابل څخه عربي نړۍ ته د الوتنو لړۍ نوره هم وغځېدله، نو تقریبا له همدې وخت څخه وو چی د عربې ژبې مينه وال په افغانستان کې دېر شول او خلګ د عربې ژبې په اهمیت او قدسیت نور هم پوه شول او دې ژبې ته یې نوره هم مخه کړه خو نور لاملونه هم ول لکه په سعودي کې د حج او په عراق کې د مقدسه عتباتو زیارت چې دېری افغانان یې وهڅول ترڅو عربي ژبه زده کړي او خپلې ستونزي حل کړي.

تقریبا دوله لسیزې کيږي چی په افغانستان کې عربي ژبې ته د پخوا په پرتله یو څه ډېره پاملرنه کیږي او زموږ ځېني خوندي او ورونه ېې په خوند لولي خو بیا هم دېرې نیمګرتیاوې شته چې باید هغو ته د حل لاړې ولټول سي. البته ددې نیمګرتیاوو د پوره کولو په هکله به بیا په راتلونکي کې هرو مرو یو څه ولیکم.

ټولو ته جوته ده چې د عربي ژبې د زدکړې لپاره دېرې لارې چارې شته خو زه غواړم په لنډه توګه د ګرانو هېواد والو لپاره دغه لاندې څو لارښوونې ولیکم:

1- انټرنټ د هر ډول معلوماتو لپاره یوازنې ستره او لویه سرچینه ده او د عربي ژبې د زدکړې لپاره باید هرو مرو وکارول شي.
2- قرآن کریم او نبوي احادیث (صحیح مسلم او صحیح بخاري) د عربي ژبې او فرهنګ یو تل پاتې سرچینه او معجزه ده او د عربي ژبې مینه وال دې له هغو څخه تل ګټه اخلي او دا کار به إن شاء الله د دوی د عربي ژبې مهارتونه نور هم پیاوړي کړي.

3- د عربي صرف او نحو کتابونه تر لاسه کول او د هغو پوره ویل او ځان پرې پوهول. البته په الکتروني او آنلاین توګه ېې له http://arabiforall.com/ تر لاسه کړئ.

4- د عربي ژبې د زدکړې د ځیني مهمو کتابونو اخستل او تر لاسه کول لکه، تعلیم اللغة العربیة لغیر الناطقین بها، العربیة للیافعین، العربیة بین یدیک، الکتاب الأساسی فی تعلیم اللغة العربیة لغیر الناطقین بها، لغة الضاد او داسې نور کتابونه چې د ګران هېواد په ګود ګود کتاب پلورنځیو کې تر لاسه کیدی شي. همدارنګه دا کتابونه او داسې نور هر ډول عربي معلومات او محتویات د العربیة للجمیع وبسایـټ یا http://arabiforall.com/ څخه تر لاسه کړئ چی یو له ډېرو مهمو او اړینو وبسایټونو څخه ګنل کیږي.

5- د عربي مجلو، جریدو او ورځپاڼو تر لاسه کول او پوره مطالعه کول چې د عربي ژبې مینه وال کولای شي له عربي نړۍ څخه یې تر لاسه کړي او یا یې هم په آنلاین توګه د خپل موبایل او کمپیوټر له لیارې له انټرنټ څخه ولولي خو د ځینو مهمو نومونه یې په دې ډول دي… الشرق الأوسط، الحیاة، القدس العربي، المجتمع، المسلمون، الفکر العربي، المجلة او داسې نورې مجلې او ورځپاڼې خو د عربي نړۍ د ټولو ورځپاڼو د معلوماتو لپاره دغه لېنک کېکاګئ https://ar.wikipedia.org/wiki/قائمة_الصحف_العربية

دا هم ولولئ  شهادت پالې کورنۍ، د منبع الجهاد سټوډيو په زړه پوري اصدار

6- تلویزیون ته کتل او رادیو ته غوږ نېول ستاسو له عربي ژبې سره ډېره مرسته کوي. الجزیره یوه ستره عربي تلویزیوني شبکه ده. البته په عربي نړۍ کې لکه د نورو هېوادو په شان ډېري تلویزیوني او رادیویي شبکې شته خو ټولې یې د لیدو او اوریدو وړ ندي. د عربې نړۍ تقریبا ټولې تلویزیوني او رادیويي شبکې د دوو نامتو سپوږمکیو له لیارې خپرېږي. عرب سټ په ۲۶ درجې ختیځ او نایل سټ په ۷ درجې لویدیځ تر لاسه کیدی شي خو له بده مرغه عرب سټلایټ په افغانستان کې پوښښ یا بیم نلري او نایل سټلایټ یوازې په جنوب لویدیځه ولایتونو کې پوره نیول کیږي. کیدی شي دا ستونزه په راتلونکي کې حل شي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره دغه لینکونه کېکاګئ. https://www.flysat.com/nilesat.php او https://www.flysat.com/e8wb.php او https://www.flysat.com/26e.php

7- ډېره هڅه وکړئ چې له معاصرو عربي قاموسو نو څخه کار واخلئ. پخواني او زاړه عربي قاموسونه مثبت اړخونه هم لړي خو ډېري نیمګرتیاوي هم پکې شته. د نوي او معاصرو عربي قاموسونو يو دېر غټ او مثبت اړخ دادی چې په بریښنایي او آنلاین توګه هم تر لاسه کیدی شي او په اصطلاح دخیلې او معربه عربي کلمې هم لري. البته یو ډېر ستر، پوره، معاصر او ریښتنی عربي قاموس د المعاني په نامه یادیږي چې د ډېرو ژبو آسانتیاوې لري او په آنلاین توګه یې کولای شئ له دې وبسایټ https://www.almaany.com/ څخه یې تر لاسه کړئ.

که په انګریزي ژبه پوهیګئ نو د انګریزي – عربي لپاره تر ټولو ستر قاموس د منیر البعلبکي دی چې په چاپ شوي او الکترونیکې بڼه او د CD/DVD له لیارې هم تر لاسه کيدی شي. د المنجد په نامه عربي – عربي قاموس هم مه هېروئ چې له تاسو سره به ډېره مرسته وکړي. البته د المنجد قاموس یو دېر ستر اړخ دادی چی د تورو او جملو د جورښت او ترکیب او کارونې په هکله هم ډېر معلومات او مثالونه درکوي.

په پښتو او دري (فارسي) ژبو هم عربي قاموسونه دېر لیکل شوي دي خو هڅه وکړئ چې په الکترونیکې او آنلاین بڼه یې تر لاسه کړئ تر څو مو لګښت کم سي. پښتو او دري – عربي قاموسونه مو په هر وخت کې ډېر په درد خوري خو هغه وخت به یې په قدر پوه شئ او ډېر به ګتور درته تمام شي چی تاسو له یوې ژبي څخه بلې ژبي ته ژباره کوئ.

8- د ويکيپيدیا په نامه الموسوعة الحرة چې یو وړیا پوهنغونډ دی او هرڅوک پکښې د سموني سره سم کولای شي لېکنې وکړي. دا پوهنغونډ په عربي ژبې په انټرنټ کې شتون لري او تاسو کولای شئ په هغه کې ليکل او لوستل وکړئ. دغه یې نېغ لینک دی https://ar.wikipedia.org/wiki/الصفحة_الرئيسية
که په عربي ژبې ډېر پوهیګئ نو مهرباني وکړئ له پښتو او دري ژبو څخه عربي ته پکې ژباړې وکړئ او خپله عربي نوره هم پیاوړې کړئ.

دا هم ولولئ  بین الافغاني خبرو کې ځنډ، د څه لپاره؟!

9- په ټولنیزو شبکو کې له عرب ژبو خلګو سره بانډار کوئ تر څو مو د عربي ژبې لیکل او لوستل نو هم پېاوړي شي.

10- په خپل شخصي کمپیوټر او موبایل کې مو د عربي ژبې د زدکړې سافټ ویر او اپلیکشنونه واچوئ تر څو مو هر وخت په درد وخوري.

11- يوازې په یوه ارخ کې د عربي مطالعه او څيړنه مکوئ او تل هڅه وکړئ چې په هر اړخ، مضمون او محتوا کې مطالعه وکړئ تر څو مو د لغاتو زېرمه او کچه پورته شي. د تورو یا لغاتو زېرمه یو له ډېرو مهمو لاملونه څخه ده او که په ډېرو لغاتو پوه شئ، نو به له ستونزو سره کم مخامخ شئ بیا په ځانګرې توګه هغه وخت چې تاسو نېغ په نېغ لفظي ژباړه کوئ. البته غواړم د یوه ډېر مهم ټګي یادونه وکړم او هغه داده چې په افغانستان کې خورا ډېر خلګ او بیا په ځانګړي توګه ملایان، امامان، مولویان، د اسلامي مدرسو طلاب او داسې نور مذهبي شخصیتونه په عربي پوهیږي خو یوازې په یوه محدود اړخ کې او که ترېنه غوښتنه وکړئ چې په عربي ژبې خبرې وکړه او یا هم یو څه ولیکه او یا هم په عربي ژبه یوه طرحه جوړه کړه او یا دا مطلب یا مقاله مثلا ماته وژباړه، نو عاجزه به پاته شي. دغه حالت باید ختم شي.

12- په عربي ژبې کې باید هڅه وکړئ تر څو مو د لوستلو، لیکلو، خبرې کولو او اوریدلو کچې په یوه اندازه وي او یو شان په مخ ولاړې شي. که یوازې مثلا په صرف او نحو باندې دېر تمرکز وکړئ او د عربي ژبې نور مهارتونه کم یا هېر کړئ نو له لویې ستونزې سره به مخ شئ، کوم حالت چې همدا اوس په افغانستان کې روان دی.

13- په عربي فرهنګ او دود ځان ښه بلد کړئ تر څو مو له عربي ژبې سره په ټولو اړخونو کې مرسته وکړي ځکه چې په دېر لحاظ ژبه او فرهنګ سره یو او نه بېلیدونکي دي. د دي کار لپاره یوه ښه سرچینه د انټرنټ کارونه او د عربي تلویزیونو مستنده خپرونې دي لکه الجزیرة الوثائقیة او داسې نور.

14- د عربي نړۍ په حال او احوال او په لنډه توګه په ټولو اړخونو لکه تاریخ، جغرافیه، سیاست، اقتصاد، صنعت، فرهنګ، لهجې، عربي ټولنه، اوسنی جګړو او عربي پسرلي ځان خبر او پوه کړئ. دا کار به له تاسو سره بې کچه مرسته وکړي او عربي ژبه به مو نوره هم پخه او پیاوړې شي. د دغه لینک محتویات به هم له تاسو سره یو څه مرسته وکړئ. https://ar.wikipedia.org/wiki/الوطن_العربي

15- له عربي نړۍ او ایران څخه مو د دوستانو له لیارې ځان ته کتابونه، ورځپاڼې، مجلې، جریدې، روزنیزې سي دي ګانې او هر ډول نور عربي محتویات را وغواړئ. البته که یې په افغانستان کې لټوئ، نو په کابل او هرات کې د نورو ولایتونو په پرتله یو څه ډېر موندل کیږي.



مهم ټکي
Close