سیاسي لېکنې

د علماوو له نامه څخه غلطه استفاده (د سترګو ليدلی حال)

ليکوال: مولوي نصیر احمد روحاني

د څه موده وړاندې غونډې په اړه چې د لويې جرګې په تالار کې د افغانستان د علماوو د فتوا قطعه نامې تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، زه هم یو د همدې غونډې ګډونوالو څخه وم، باید هغه حقایقو ته اشاره وکړم چې د دواړو خواو مطبوعات په څرنګدو الفاظو ورباندې بحث نکوي.

– علماء په کوم نامه دې غونډې ته را غوښتل شوي وه؟

– دا کډونوال علماء څوک او تعداد يې څومره وه؟

– علماوو په تالار کې په کومو اړینو مسایلو او موضوعاتو بحث وکړ؟

– مطبوعات ولي کمرنګه ښکارېدل؟

– دا فتوا او قطعه نامه چېرته او چا ليکلې وه؟

– چاودنه په کومو علماوو او په کوم وخت کې وشوه؟

– علماء په کوم نامه دې غونډې ته را غوښتل شوي وه؟:

زما خپل حال، د سهار سبا ناري څخه وروسته یو ملګري دوست چې د پوهنې وزارت اسلامي تعلیماتو په معاونیت کې دنده لري، ټېليفون يې راته وکړ وای جناب مولوي صیب سبا د اوه بجو څخه تر دولسو بجو د لويې جرګې په تالار کې د علماوو یوه ډېره رنګینه غونډه ده ګډون پکې وکړه!

پوښتنه مې ترې وکړه د غونډې اجنډا او چا ترتیب کړې؟ ځواب يې راکړ: ما ته هم مالومات نشته خو نن په دفتر کې ملګرو راته وویل چې سبا د لويې جرګې په تالار کې د علماوو یو غونډه ده تاسو هم په کې ګډون وکړئ او ملګرو دوستانو مولوي صاحبانو ته هم د ګډون خبر ورکړئ، ځواب مې ورکړ سمده: زه په دې آند وم چې کېدایشي د روژې مبارکې میاشت ده د کوم حسن قراءت او یا ورته کومه بله علمي سيمينار غونډه به وي.

سهار اوه نیمې بجې مو ځان تالار بېرونۍ دروازې ته ورساوه په دې وخت کې په لار او سرک هېڅ موانع کشمکش نه وه موجود، د دروازې عسکرو تالاشي ډېره جدي خو په ډېر ښه سلوک سره پای ته ورسېده، د عسکرو دا ښه سلوک ما ته شکونه راپیدا کړل چې نن ولي نظامي عسکرو په تالاشۍ کې دومره ښه سلوک کوي، چې زه هېڅ کله هم ورسره مخ شوی نه وم، تالار ته نږدې دهلېز کې موجود ولاړ مؤظفین کسان د ګډون والو ظاهري څېرو ته په کتو بند پاکټونه ورکول، تالار ته دا خل شوم په خپلو ملګرو مولوي صاحبانو مې سترګې ولګېدي سره جرګه شو مال یارانو څه کيسه روانه ده؟

وای کيسه خرابه ده خو لمړی دې بند پاکټ وګوره چې څه او څومره پیسې پکې دې، بند پاکټ مې پرانسته لمړی مې سترګې په یاده فتوا قطعه نامې ولږېدې چې ليکلي يې وه” فتوای متفقه علمای کشور در رابطه با وضعیت موجود افغانستان” مال ملګرو پلورل شوي یو خو قیمت مو هم ندی مالوم چې پر څو؟

یو ملګري رابندي غږ کړ چې خیر مه ورخطا کېږه قیمت دې په دې بل بند پاکټ کې شته سمدلاسه مې دا بل پاکټ هم پرانسته ومې کتل چې لس زره افغانۍ پکې بندې دي، یو ملګري راباندي غږ کړ چې خیر د پکول همدمره قیمت وي، مال تاسو پر څو پلورل شوي يئ: وای زما پکړۍ ده زه په پنځلس زره افغانۍ او دا بل ملګری چې په موږ کې لږ پنډ او چپن لري، دی په شل زره افغانیو پلورل شوی، د ملګرو مې وپوښتل چې تاسو په کوم نامه او څنګه رابلل شوي يئ؟ او په هغه ملګري چې زه يې دعوت کړی وم غږ کړ چې یار زما سره دې دوکه وکړه زما ستا څخه دا امید هیله نه وه، وای مولوي صیب په الله قسم چې زه هم خبر نه وم ځکه دا زموږ سره لمړۍ کړنه وه، قطعه نامه مې ولوسته چې یو اړخيزه او مشکلات په کې ډېر وه، هېڅ اساسي موضوعات چې افغانستان پکې ښکېل دی نه وه څېړل شوي، لکه په افغانستان کې د خارجیانو شتون، د شپنیو عملیات، سوله په کوم شرایطو آو څنګه سوله او داسي نور اړین موضوعاتو شتون درلود.

د هر ګډونوال څخه چې پوښتنه کوم په څه نامه او څنګه دعوت شوی يې؟ اکثریت ګډونوال په مختلفو بهانو را بلل شوي وه، په ملګرو مې غږ کړ چې ستاسو خوښه زه درنه ولاړم هغوی هم په یو خوله ځواب راکړ چې موږ هم در سره یو، د تالار دروازې ته په رسېدو امنیتي عسکر رابندي غږ کړ: ” كجا ميري” مال صیب زموږ سره خیانت شوی موږ د غونډې له اجنډا څخه نا خبره وو” واي بروبرو فعلا اجازيه بیرون برآمدن نیست؟ ” د خپلو ملګرو سره بېرته تاوشو، هر ګډونوال چې راځي همدا پوښتنه ورسره مل ده وای څنګه چل دی لکه چې خبره خرابه ده، د ګډونوالو تعداد په زیاتېدو وه، یو څو شېبې وروسته غونډه رسما د قاري عبیدالرحمن په تلاوت پیل شوه.

دا هم ولولئ  دجنرال رازق مړینې امریکایانو ته ټکان ورکړ

– دا کډونوال علماء څوک او تعداد يې څومره وه؟:

د تالار ګډونوال په درې برخو وېشل سوي وه.

لمړی: هغه بې طرفه ناخبره علماء چې زما په څېر يې هېڅ دولتي دنده هم نه درلوده.

دویم: هغه دولتي علماء چې اکثریت يې د سولي کمسیون او حج اوقاف وزارت کې دندې درلودې.

درېيم: هغه شاړ تش په نامه کسان چې نه يې پر مخ ګېرې درلودې او نه هم چېرته د دیني مدرسې ترڅنګ تېر شوي وه، سپینې پټګۍ يې پر سر کړې وي چې اکثریت ګډون وال له همدې جملې کسانو څخه وه، د تالار تنظیم کونکو کسانو کوښښ کاوه چې په ظاهري څېرو برابر ګډونوال په لمړیو او کامرو ته مخامخ څوکیو کېنه وي، او د دريم ډلې ځای ناستی په وروستویو څوکیو کې وه، تر څو تالار د ګډونوالو څخه ډک وښيې، ټول تعداد د ګډونوالو اته سوه شا او خوا ته ورسېده، داچې اوس اعلان د درې زره او دوه زره کېږي ما ته ډېر د خندا وړ او جالب خبره ښکاري.

– علماوو په تالار کې په کومو اړینو مسایلو او موضوعاتو بحث وکړ؟:

د غونډې د پیل سره سم علماوو شور غالمغال جوړ کړ چې موږ ته دې د بحث وخت راکړای شي په یاده قطعه نامه کې زیات مشکلات دې چې ورباندې آزاد بحث وکړو، په دې کې یو سپین ګيری مولوي صاحب چې په پښتو ژبه يې خبرې کولي په څوکې ودرېده وویل: ما ته د خبرو کولو وخت راکړئ تر څو په اړینو او بېطرفه مسایلو بحث سره وکړو، په دې کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد او پلخشتي مسجد خطیب ملا امام عنایت الله بلیغ او داسې نورو کسانو هم د خبرو کول وخت وغوښت، د تالا انانسر غږ وکړ چې خیر مولوي صاحبانو لږ حوصله وکړئ تاسو ته د خبرو کولو اجازه شته وخت درکوو مه ورخطا کېږئ، لږ وروسته يې استاد عنایت الله بلیغ ته بلنه ورکړه، استاد په مختلفو موضوعاتو مختصر بحث وکړ او په ښکېلو ډلو يې د روژې میاشتې په خاطر د اوربند غوښتنه وکړه، خو د خارجیانو شتون ته يې ډېره مختصر اشاره وکړه چې په افغانستان کې د ټولو ناخوالو اوبد بختیو عاملین دا خارجي ځواکونه دي، یو بل مولوي صیب ته يې هم وخت ورکړای شو خو هغه هم د استاد بلیغ په څېر د حکومت په رسمي دنده بوخت ملا وه، د هېواد مخلتفو پېښو ته يې مختصر اشارې وکړې لکه د قندوز په حافظانو بمبار، د زمبق څلور لارې او د جمهوریت روغتون ترمخه، او وې ویل چې د افغانانو لوی ارمان هغه په وطن کې سوله راتلل دي او له دولت څخه يې وغښتل چې د یادې غونډې په څېر دې علماوو ته وخت او اختیار ورکړای شي ترڅو یادو پېښو او ناخوالو ته د حل لار پیدا کړي، خو اساسي موضوعات چې د خارجیانو شتون او داسي نورو مهمو مسایلو ته يې هېڅ کومه اشاره نه درلوده.

په غونډه کې هېڅ یو بېطرفه عالم ته وخت ورنکړای شو چې دوی خپل نظریات شریک کړي، انانسر وویل: مولوي صاحبانو د وخت کمښت پخاطر موږ ته به ګرانه وي، چې هر مولوي صاحب ته د خبرو کولو وخت ورکړو، خیر تاسو دا قطعه نامه په غور له ځان سره ووایاست ستاسو نظرونه او اعتراضات د احترام وړ دي، زموږ سره يې شریک کړئ چې ورباندې غور وکړو، ګډونوالو مختلفو موضوعاتو ته، په کتو خپل نظریات اوعتراضات ولیکل چې ما هم په خپله اعتراض نامه کې ځنې مسایلو ته اشارې وکړې، د خارجیانو شتون، د شپنیو عملیات، د خارجیانو بمبار، په محاکمو کې د شرعي احکامو سم نه تطبیق اوداسې نورو اړینو مسایلو ته په کتو خپل اعتراضات او وړاندېزونه ولېږل.

دا هم ولولئ  اشرف غني د کارمل په رول کې

له دې څخه وروسته انانسر غږ کړ: چې تاسو ته به اوس د دوه کسانو لخوا یاده قطعه نامه په پښتنو او دري ژبو ولوستلای شي، یاد کسان راغلل او د قطعه نامې په لوستلو يې پيل وکړ، ځنې ګډونوالو د اعتراض لاسونه وچت کړل، وې غوښتل چې په یاده قطعه نامې دې ورسره بحث وشي، او ځنې نور بیا زما په شمول د تالار څخه وتلو لار غوره کړه، د تالار دروازې څخه بهر عسکرو کوښښ وکړ چې زمږ د وتو مخه ډب کړي، دا چې د وتونکو کسانو تعداد زیات وه، عسکرو ونشو کړای چې د دوی وتو مخه ډب کړي.

– مطبوعات ولي کمرنګه ښکارېدل؟:

د غونډې له پیل څخه په ټول تالار کې دوه درې کامرو شتون درلود چې د هغوی ظاهري څېرې هم د ژورنالستانو په څير نه وې، زیاتره کامريي انځورنه د تالار د منتظمینو لخوا اخیستل کېده، کیداسي د مطبوعاتو کمرنګۍ یو علت دا هم وي چې په تالار کې تېر شويو حقایق د بېطرفه مطبوعاتو څخه بهر ته ظاهر نشي، لکه د استاد بلیغ هغې مامولي خبري چې د خارجیانو مسلې ته يې اشاره کړیوه په هېڅ رسنیو کې ما تر دې دمه نه دي اورېدلي او نه هم د ګډونوالو اعتراضاتو او د دوی ليکونه ته کوم خبر ورکړلای شو.

– دا فتوا قطعه نامه چېرته او چا ليکلې وه؟:

قطعه نامه وړاندې له ګډونوالو څخه په تیاره کمپیوتري او چاپ شویو ورقو کې ترتیب اوپه بند پاکټونو کې په ګډونوالو وویشل شو، هيڅ ګډونوال په دې خبر نه وه چې دا قطعه نامه چېرته په کوم ځای کې او ليکوالان او بحث کونکي يې څوک دي، د قطعه نامې د لمړۍ صفحې څخه نيولې تر پای پوره يې هغه شرعي نصوصو ته په کې اشارې شوې وې، چې جکړه په مکمل ډول په خپلو ارادو د مسلمانانو په مینځ کې وي، باید سوله هم د مسلمانانو په لاس وشي، په دې کې نه د سولې شرطونه او نه هم چې د سولې مصلحین څوک وي، او نه هم د خارجیانو شتون او داسې نورو اړینو مسایلو ته چې د افغان جکړې اساسي عاملین دي اشارې موجود وې، زیات احتمال دا وه چې کیداسي یاده قطعه نامه د سولې کمسیون کسانو په لاس ليکل شوې وي، ځکه د غونډې رهبري هم د دوی پر غاړه وه.

– چاودنه په کومو کسانو او په کوم وخت کې وشوه؟:

کله چې د یادې قطعه نامې لوستل پيل شول ګډونوال په دې وپوهېدل چې د دوی شتون په یاده غونډه کې هسې سمبولک بڼه لري او دوی نه د هېڅ کومې پرېکړې حق او توان لري هر څه لا تر مخه برابر شوي، دوی د ناخوښۍ او د اعتراض په ډول له تالار څخه پښې سپڅکې کړې او بهر ووتل، کله چې بهر راووتو، د سرک څلور طرفه قوي کمربندنو مې سترګې ولګېدې، تر کوټه سنګې چوک پورې پر پیاده پښو لاړو، ښار ته رسېدو سره سم یو دوست ملګري تليفون را وکړ، چېرته او له چاودنې څخه پخیر روغ ووتئ، هک حیران شوم چې داسې قوي تالاشیو او کمربندونو څخه ځان وژونکی څنګه هدف ته ورسېده.

د چاودنې وخت:

د غونډې پای وخت دولس بجې ښودل شوی وه، خو غونډه لا روانه وه پای ته نه وه رسېدلې چې په یادو اعتراض کونکو یولس بجو شا او خوا چاودنه وشوه، د چاودنې سره سم موږ او نورو خلکو ته شکونه پیدا سوه، چې دا چاودنه چا او ولي په دې بېطرفه کسانو وکړه؟

اوس دوه درې ورځي تېرې شوې، د یادې چاودنې مسولیت نه هېڅ کومې وسلوالي ډلي پرغاړه اخیستی او نه هم تر دې دمه دولت د مجرمینو کوم مالومات ورکړل، چې دا علماء چا او ولي شهیدان کړل؟

دا شکونه اوس په حقیقت بدل شوي چې د یادو معترضینو شهیدانو علماو د قتل عاملین خپله دولت دی، دا د علماوو سره د دولت ډېره بي انصافي وه، چې هم يې له دوی نومونو څخه غلطه استفاد او هم يې شهیدان کړل. اوس پر علماوو هم د مړ او هم پړ کیسه ده.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

1 thought on “د علماوو له نامه څخه غلطه استفاده (د سترګو ليدلی حال)”

  1. خدای تعالی مو وشرموه. هغه د آخرې زمانې حدیث درباندې ثابت دی چې داړونکي خنځیران به د علماو په جامو کې پټ وي.دامریکا په پيسو فتواګانی ورکوی زنده باد مولوی خالص بابا مجاهدین زنده باد توره بوړه زنده باد اتل انوارالحق مجاهد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close