تازه او عاجل خبر

د غزني په ده یک کې د دښمن لویه قراګاه فتحه، ۳۰ عسکر مړه او ژوبل دی

د الخندق عملیاتو په جریان کې تیره شپه د غزني ولایت ده یک مفتوحه ولسوالۍ په تاسنګ سیمه کې د دښمن یوه لویه قرارګاه د تعرض په نتیجه کې فتحه شوه.

د ابتدايي معلوماتو له مخې د جګړې په جریان کې د دښمن ۳۰ تنه عسکر وژل شوي او ټپيان دي.

همدا ډول ۵ ټانکونه (هاموې) او ۴ عرادې رینجر موټر ویجاړ شوي، ۵ عرادې نور ټانکونه (هاموې) او ۳ رینجر موټر، ۱ عراده لوی په مهماتو بار موټر، ۲ میله زیکویک، ۲ میله هاوان، ۱ میل دهشکه، ۲ قبضې راکټ، ۲ میله پيکا ماشیندار او ګڼ شمیر خفیفه وسلې له ډيرو مهماتو سره یو ځای مجاهدینو نیولي دي.

دا عملیات داسې مهمال ترسره کیږي چې د غزني، میدان وردګو او زابل ولایتونو په مربوطاتو کې د کابل کندهار او د پکتیکا غزني لویې لارې د دښمن د هر ډول تحرکاتو په مخ تړلې دي او په نورو ساحو کې هم دښمن له سختو بریدونو سره مخ دی.

دا هم ولولئ  کندز: قلعه زال کې مهمه قرارګاه فتحه، ګڼ اربکیان مړه، مهمات ولجه شول

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۲۹/۱/۱۴۴۰هـ ق

۱۷/۷/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/10/9م



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close