تازه او عاجل خبر

 د فراه لپاره د اسلامي امارت د والي شهید ملا فضل الرحمن د شهادت په اړه د اسلامي امارت پیغام

د الله تعالی په لاره کې د قربانیو په سلسله کې د فراه ولایت لپاره د اسلامي امارت والي شهید ملا فضل الرحمن (ملا مشر اخند) تیر ماښام د امریکايي اشغالګرو په یوه ناځوانمردانه هوايي برید کې د شهادت لوړمقام ته ورسید. انالله واناالیه راجعون
الله تعالی فرمايي: مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّـهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا ﴿٢٣﴾ الاحزاب
ژباړه: له مؤمنانو څخه ځينې داسې شخصیتونه شته چې له الله سره يې کړې ژمنه ريښتیا کړې ده، له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلوته انتظار باسي، هغوی په خپله کړنلاره کې هيڅ تبدیلي رانه وستله.
شهید ملا فضل الرحمن د اسلامي امارت یو له تکړه، با همته او خورا زړورو مشرانو څخه وو چې د الله تعالی په لاره کې يې خورا سترې او نه هیریدونکې ستړې ګاللې وې.
شهادتونه زموږ لپاره افتخار دي، د اسلامي امارت دا ستر بنیاد د همدا ډول سپيڅلو او سرښندونکو شهیدانو په وینو بنا شوی او ان شاءالله په وینو سره به پالل کیږي.
موږ د شهید ملا فضل الرحمن (ملامشر) د شهادت په اړه خپل ټول ولس، د فراه ولایت مجاهدینو، د هغه ټولو نیږدې ملګرو، متعلقینو او کورنۍ ته د زړه له کومې تسلیت وایو.
زموږ د دغو بې دریغه قربانیو په برکت به الله تعالی له افغانستان څخه د اشغال لمن ټولوي، فساد به له منځه وړي او دلته به د غرا محمدي شریعت سره مطابق اسلامي نظام حاکم کوي.
اسلامي امارت بزدله دښمن ته یادونه کوي چې د الله تعالی په لاره کې شهادتونه زموږ د امارت د هر مشر او کشر لپاره د ژوند تر ټولو ستر آرمان دی، موږ به له قربانیو ستړي نشو، موږ به په شهادتونو باندې له خپل شرعي مسیر څخه راونه ګرځو؛ بلکې لا به مو آرمانونه راته قیمتي شي او لا به هم په لوړه حوصله او متانت سره جهاد ته دوام ورکوو. ان شاءالله تعالی
ستاسو محاسبه غلطه ده چې ګواګې زموږ د مشرانو په شهادت رسولو سره به تاسو کومه ګټه تر لاسه کړئ، یابه خپل شوم هدف ته ورسیږئ، د تیرو کلونو تجربو ثابته کړې چې د هیڅ مشر په شهادت سره په جهادي صف کې کمزروي نه ده راغلې، بلکې د الله تعالی نصرتونه راغلي او د مجاهدینو جهادي جذبات او روحیات لا قوي شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت
۲/۱۲/۱۴۴۰هـ ق
۱۲/۵/۱۳۹۸هـ ش ــ2019/8/3م

دا هم ولولئ  د پوهنې کميسیون تر کنترول او څار لاندې د هیواد د سړو سیمو د ښوونځیو کلنۍ ازموينې پای ته ورسیدې (انځوريز)


Close