اسلامي لیکنې

د قدر د شپي فضايل، وخت او عبادات

د روژې په مياشت کي يوې شپي ته د قدر شپه ويل کېږي چي ډيره د خير او برکت شپه ده په قرآن کريم کي دا شپه تر زرو مياشتو غوره بلل سوې ده د زرو مياشتو څخه درواتيا کاله څلورمياشتي جوړيږي هغه سړى ډير نيکمرغه دى چي ددغه شپې عبادت ورنصيب سي .

څوک چي په دغه شپه کي عبادت وکړي داسي ثواب لري ګويا تر درواتيا کلو او څلورو مياشتو زيات عبادت يې وکړى .

زيات نو هم نه دى معلوم چي څومره به زيات وي دا په حقيقت کي د الله جل جلاله  لوى انعام دى چي د قدر شپې عبادت کونکو ته يې ورکړى دى په درمنثور کي يو حديث راغلى دى چي انس رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه رانقل کړى دى هغه دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : الله جل جلاله  زما امت ته شب قدر ورکړى دى نورو امتو ته يې نه دى ورکړى .

دا چي دې امت ته دغه شپه ورکړل سوې ده سبب به يې څشي وي؟

په دې اړه مختلف روايتونه راغلي دي يو دادى چي د نورو امتونو عمرونه ډير وه او د نبي صلی الله علیه وسلم  د امت عمر لږ وو او ددې امت د نيکو عملونو اندازه د هغو سروه برابرول ممکن نه وه نو د نبي صلی الله علیه وسلم  سره غم پيدا سو الله جل جلاله  و خپل نازولي پيغمبر ته دغه شپه ورکړه چي د امت د نيکو عملونو اندازه يې د نورو امتونو سره برابره سي.هغه سړى به ډير نيکمرغه وي چي په دغه شپه عبادت وکړي که څوک لس شپې د قدر عبادت وکړي نو عبادت يې تر اتو سوو درو ديرشو او څلورو مياشتو زياتيږي . په يوه روايت کي راغلي دي چي نبي صلی الله علیه وسلم  د بني اسرائيلو ديوه سړى بيان وکړى چي زر مياشتي پرلپسي يې دالله جل جلاله  په لاره کي جهاد کړى و اصحاب کرام رضی الله عنهم   ډير غمجن سوه چي داسي کارونه خو موږ بيخي  نسو کولاى نو الله جل جلاله  دغه شپه نازله کړه .

په بل روايت کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بني اسرائيلو د څلورو مبارکو انسانانو يعني زکريا علیه السلام  ، ايوب علیه السلام  ، حزقيل علیه السلام  ، او يوشع علیه السلام  بيان وکړى چي تر اتياوو کالو پوري مسلسل يې دالله جل جلاله  عبادت کاوه او د سترګو يو رپ نافرماني يې د الله جل جلاله  څخه نه کول اصحاب کرام رضی الله عنهم   په دې سره حيران سوه دستي جبرآئيل علیه السلام  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خدمت کي حاضر سو او سورة قدر  يې نازل کړى .

ددغه روايتونو د اختلاف وجه ده چي کله يو شى دډيرو واقعاتو وروسته پېښ سي نو هري واقعې ته يې نسبت کېږي خو په هر صورت دغه شپه د الله جل جلاله  د لوري څخه و محمدي امت ته يو لوى انعام دى. او دا د الله جل جلاله  ورکړه ده او په دغه شپه کي عبادت هم دالله جل جلاله  په توفيق سره کېداى سي که نه نو …..

دا هم ولولئ  د اشغال د تداوم په مقصد د پیل شوې دسیسې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

تهىدستان قسمت را چه سود از رهبر کامل            که خضر از آب حىوان تشنه مى آرد سکندررا

ژباړه: د کم نصيبو لپاره د کامل رهبر څه ګټه ده چي خضر  علیه السلام  سکندر تر آب حيات تږي تېر کړى

څومره د غبطې خبره ده چي بزرګان فرمايي چي زموږ څخه تر بلوغ وروسته شب قدر نه دى تېر سوى .

البته ددغه شپې په تعين کي د علماو تر منځ اختلاف دى نژدې پنځه سوه ويناوي پکښي سوي دي د ټولو يو ځاي کول خو ګران کار دى مګر هغه مشهوري ويناوي يې رانقلوم :

دحديثو په کتابو کي ددغه شپې فضيلتونه په ډول ، ډول او په زياتو حديثونو کي راغلي دي خو لکه څرنګه چي ددغې شپې فضيلت په قرآن کي راغلى دى يو مستقل سورة ددغه شپې په اړه نازل سوى دى نو مناسبه ده چي اول ددغه څخه پيل وکړو او تفسير به يې وليکو چي د حکيم الامت حضرت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله  د تفسير بيان القرآن څخه رااخيستل سوى دى :

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ(۱) إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ (۲) 

ژباړه : شروع کوم په نامه د الله جل جلاله  چي ډير مهربانه او پوره بخښونکى دى بېشکه موږ قرآن د قدر په شپه کي نازل کړى دئ .

فايده : يعني قران کريم د لوح محفوظ څخه ددنيا و اسمان ته د قدر په شپه کي نازل سوى دى ددغه شپې لپاره دومره فضيلت بس و چي دومره لوى د عظمت شى په دغه شپه کي نازل سوى دى او لا دا چي په دې شپه کي نور فضيلتونه هم شامل دي ورپسې د تشويق په موخه الله جل جلاله  فرمايي :

وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ (2)

ژباړه : تاته څه معلومه ده چي دقدر شپه څومره لوى شى ده او څومره فضيلتونه پکښي سته ددې وروسته الله جل جلاله  ددغه شپي څو فضيلتونه بيانوي :

لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ (3)

ژباړه : د قدر شپه تر زرو مياشتو بهتره ده يعني ددې شپې عبادت تر زرو مياشتو تر عبادت زيات دى دا هم نه ده معلومه چي زياتوالى به څومره وي.

تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ   په دغه شپه کي ملائکي راکښته کېږي .

  علامه رازي رحمه الله  ليکي : ته چي ملائکو اول ځل وليدي ستا څخه يې کرکه کول او ستا څخه يې الله جل جلاله  ته شکايت کاوه چي دا به داسي مخلوق وي چي په مځکه کي به فساد کوي ويني به تويوي .

همدا ډول ستا مور او پلار چي اول ځل ته دمنيو څاڅکي وي ستا څخه يې کرکه کول آن تر دې چي د کالو سره به وموښتي کالې به يې پرېولل کله چي په تا باندي الله جل جلاله  ښايسته شکل واغوستى نو مور او پلار ستا سره محبت شروع کړى او ملائکي د عذر غوښتلو په موخه راکښته کېږي .

وَالرُّوحُ فِيهَا 

ژباړه : او روح القدوس يعني جبرائيل علیه السلام  هم په دې شپه راکښته کېږي د روح په معنى کي د مفسرينو څو قوله دي لومړى قول د جمهورو علماوو دى چي پو رتنۍ وينا کوي يعني دا چي د روح څخه جبرائيل علیه السلام  مراد دئ.

دا هم ولولئ  د افغان جګړې عاملين څوک دي؟

علامه رازي رحمه الله  فرمايي : چي هم دغه قول زيات غوره دئ. جبرائيل علیه السلام  يې د فضيلت له وجهي په خصوصي ډول تر ملائکو وروسته   ذکر کړى.

دوهم قول دادى چي د روح څخه يو لويه ملائکه مراد ده چي ټول اسمانونه او مځکي د دې په پرتله لکه يوه ګوله داسي دي .

دريم قول دادى چي د روح څخه مراد يوه خاصه ډله ملائکي دي چي نوري ملائکي هم يوازي د قدر په شپه ويني .

څلورم قول دادى چي د روح څخه يو خاص مخلوق مراد دى چي نه خوراک کوي او نه چيښاک کوي او نه انسانان دي او نه ملائکي دي .

پنځم قول دادى چي ددې څخه عيسى علیه السلام  مراد دى چي د محمد صلی الله علیه وسلم  د امت د کار نامو د ليدلو لپاره د ملائکو سره راکښته کېږي.

شپږم قول دادى چي ددې مراد دالله جل جلاله  يو خاص رحمت دى چي د ملائکو سره نازليږي .

ددې څخه علاوه نور قولونه هم سته خو مشهور قول يې اول قول دى .

سنن بيهقي د انس رضی الله عنه  په روايت د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه  ارشاد رانقلوي چي فرمايي : د قدر په شپه جبرائيل علیه السلام  د يوې ډلي ملائکو سره يو ځاي و مځکي ته راکښته کېږي او څوک چي په ذکر اخته وي د هغه لپاره د رحمت دعا کوي.

بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ (4) .

ژباړه : د خپل خداى جل جلاله  په اجازه هر د خير امر رااخلي او د مځکي و لوري ته راکښته کېږي .

مظاهرالحق ليکي : په دغه شپه ملائکي پيدا سوي دي ، په دغه شپه د بني آدم ماده جمعه کېدل شروع سوې ده او په دغه شپه د جنت درختي ايښودل سوي دي او ددعا قبليدل خو په دغه شپه په ډيرو روايتو کي راغلي دي.

ددرمنثور په يو روايت کي راغلي دي چي په دغه شپه عيسى علیه السلام  و اسمان ته پورته سو او په دغه شپه د بني اسرائيلو توبه قبوله سوه.

 سَلَامٌ .

ژباړه : دغه شپه سراسر سلام دئ يعني ټوله شپه د ملائکو دلوري پر مؤمنانو باندي سلام ويل کېږي يوه ډله ځي بله ډله راځي لکه د ډيرو روايتو څخه چي څرګنديږي يا مراد دا چي دا شپه سراسر سلامتيا ده د هر شر او فساد څخه امن دى .

هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ (5)

ژباړه: دغه شپه به (دبرکتونو سره وي ) د سهار تر ختو پوري .

داسي نه ده چي ددې شپې يوه برخه د برکت ده او نوره نونه ده بلکي دا ټوله شپه د برکتونو څخه ډکه ده د سهار تر ختو پوري .

په پورتني سورة کي الله جل جلاله  ددې شپې ډير فضائل بيان کړي دي د حديثو د بيان اړتيا نسته خو بيا هم ددې شپې په فضائلو کي ډير حديثونه راغلي دي نو ځکه يو څو حديثونه رانقلوم.

 



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close