محترم خالص بابا (رحمه الله ) دیارلسم تلين

د قلم د تېرې څوکې او ځلاندې تورې اتل

کابل ټکی کام سرليکنه

ارواښاد مولوي محمد یونس خالص د افغانستان د وروستیو درې-څلورو لسیزو نامتو څېره وه. دی دیني عالم و، ادیب و، لیکوال و شاعر و، رهبر و، مجاهد و، جهادي قومندان و او…

پر بابا الله تعالی د څو بعدي سټې لورېینه کړې وه. په هره برخه کې د سر له سړیو ګڼل کېده. دی د پښتو ژبې پیاوړی لیکوال و شاعر و. داسې جهادي لارښود و چې ځانګړنو یې له نورو هغو تر ډېره ځانګړی کړی و. بابا یواځینی جهادي رهبر و چې عملاْ د روسي ښکېلاک پر ضد جنګېدلی و. دی دیني عالم و. خو د وخت د علماو په پرتله د ځانګړي ځای څښتن و. الله دی په یادو برخو کې په ځانګړو پېرزوینو پسوللی و. د ده تېره قلم، ځلانده توره، سپینه وینا، ساده ژوند، زړه سوانده وطندوستۍ، سهي اسلامي فکر او … هغه څه و چې نن یې مینه وال دومره زیات دي، چې د نن سبا د نورو ورته څېرو په خلاف د ده مینه والو تنظیمي پولې ډېر پخوا نړولي دي او خالص بابا ته یې د یو رښتیني مسلمان مجاهد لارښود او درمن وطنپال مشر په توګه د مریدۍ زنګون لګولی دی.

خدای بښلی مولوي محمد یونس خالص د مولوي عبدالاکبر زوی او د مولوي عبدالکریم لمسی و، چې په ۱۲۹۸ل کال چې له ۱۹۲۰م سره سمون خوري، د ننګرهار په شاعرانه او عالمانه سیمه کې د خوګیاڼو د ولسوالۍ د شېرزادو د سیمې په ګندومک کلي کې په یوه اسلامپاله او پوهنپاله کورنۍ کې زېږېدلی دی. د مولوي صاحب روزنه او پالنه په ځانګړي علمي او دیني چاپېریال کې تر سره شوه چې د بابا په وروسته ژوند یې د پام وړ اغېز ښندلی و. مولوي صاحب لومړنۍ زده کړې له خپل مرحوم پلار او د هغه له وفاته وروسته له ماما مولوي صاحب عبدالرازق څخه ترلاسه کړې. بابا هم د نورو طالبانو په څېر د زده کړې لپاره تر لرو سفرونه وکړل. لومړی یې د پېښور، سوات ، بونير ، او نورو سیمو علماو ته د طالبۍ زنګون ولګاوه او د حدیثو دوره یې د اکوري خټک په سیمه کې د مولوي عبدالحق سره تر سره کړه او د زده کړو تر بشپړتیا وروسته وطن ته راستون شو.

هېواد ته له ستنېدو سره سم یې د هېوادوالو د دیني خدمت لپاره هڅې پیل کړې. له ۱۳۲۰ل نه تر ۱۳۲۸ل کاله پورې په غیر رسمي ډول په ښوونه، وعظ او امامت بوخت و.

په ۱۳۲۸ل کال د حکومت غوښتنه یې ومنله او د کابل په دارلقضاء کې د قاضیانو د ښوونکي په توګه په دنده وګومارل شو.

بابا د افغانستان د ډېری دیني عالمانو په خلاف د پښتو ژبې پیاوړی لیکوال او خوږ ژبی شاعر و. د همدې خدای ورکړې موهبې پر مټ په ۱۳۳۰ل کال د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د تبلیغاتو په تربیه افکار مدیریت کې په دنده وګومارل شو او کله نا کله به یې د هېوادوالو د قران پوهنې په هیله له کابل راډیو تفسیر شریف خپراوه.

په ۱۳۳۷ل کال د افغانستان د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پرېکړې پربنسټ مولوي صاحب د پیام حق د مجلې مسؤول و ټاکل شو. پیام حق مجله د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې یواځینۍ اسلامي مجله وه، چې د پوهنتون استادانو او د مدارسو استادانو او شاګردانو ورته لیکنې کولې چې له سانسور وروسته به خپرېدې. له دې وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې په پکتیا کې د خپرېدونکې وړانګې مجلې مسؤول مدیر و ټاکل شو. د دې دندې پرمهال بابا د پښتورګیو په رنځ اخته شو، دنده یې پرېښوده، تر ښه کېدو وروسته یې رسنیزې دندې پرېښودې او د کابل په عربي دارلعلوم او وروسته بیا د ملکیار هوتک په لېسه کې په دنده وګومارل شو.

هغه همدا راز د ننګرهار ولايت د حصارک غلجايي د ولسوالۍ په منځني ښوونځي او د خوګياڼو د ولسوالۍ د هاشم خيلو په لومړني ښوونځي کې هم د ښوونکي په توګه دندې تر سره کړي دي.

که له یوې خوا د ډيموکراسۍ لسیزه په هېواد کې د مشروطه پاچاهۍ د بنسټ تیږه او د ولس د افکارو د آزادۍ دوره ګڼو، چې دې آزادۍ ښې اغېزې هم لرلې؛ خو له بلې خوا د همدې لسیزې پرمهال د هېواد په سیاسي لوبغالي کې ګڼ شمېر غیر ملي او غیر اسلامي ګوندونه منځ ته راغلل، چې هېواد یې له اوږد مهاله ناروین سره مخ کړ او د کمونيزم کندې ته يې د ځان او وطن د ټېل وهلو نيمګړې هڅه وکړه. دا هغه مهال و، چې د آزادیو نه په استفادې او د وخت د حکومتونو د بې کفایتۍ په پایله کې مارکسستي، ماویستي او نشنلسټ ګوندونه منځ ته راغلل. د افغانستان د وخت د حکومت بې کفایتۍ له یوې خوا او له بل لوري د شوروي اتحاد له خوا د دغو ګوندونو هر اړخیز ملاتړ، د دغو افکارو د خپرېدو زمینه برابره کړه. د دغه ډول افکارو په غبرګون د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د استادانو او محصلینو په نوښت اسلامي نهضت را څرګند شو. دوی د پوهنتوني لاریونونو له لارې د کمونیستانو د مخنیوي هڅې کولې. له پوهنتونه بهر د شهید منهاج الدین ګیځ، «ګیځ» اوونیزه وه، چې خالص بابا یې د یوسترګور قلموال په توګه فعال غړی و. دا د بابا د مبارزې پیل و. څرنګه چې مخکې یادونه وشوه بابا د تورې او قلم د ډګرونو اتل و، ده خپله مبارزه د قلم له تېرې څوکې پیل او دټوپک په تودې شپېلۍ سره پای ته ورسوله. ما داسې ګومان کاوه چې بابا هغه مهال یواځې د قلم له لارې مبارزه کوله او د «جوانان مسلمان» له غورځنګ سره یې اړیکې نه وې. په دې باب استاد یاسر له النور جریدې سره په خبرو کې وایي:«کله چې ګهیځ صاحب شهید شو، نو «ګهیځ» د ځوانانو اسلامي تحریک ته وسپارل شو او یو راز باید رابرسېره کړم، چې خالص بابا په هغه وخت کې د ځوانانو د تحریک غړی و.»

د اساسي قانون د لسیزې له پای او واک ته د داوود خان او پرچمیانو له رسېدو سره سم، کمونیستو جلادانو د داوود خان له حکومت نه په استفادې خپل حریفان یو-یو په نښه کول. دوی د ١٣٥٣ل کال د وري د مياشتې په څوارلسمه نېټه په مزارشريف کې د بابا مشر زوی او داسدیې مدرسې استاد، مولوي محمد نسیم عابد ونیوه. بابا چې کلونه د کمونیستانو پر ضد قلمي مبارزه کړې وه، په هېواد کې ورته نور ژوند نا شونی و. اسلامي حکم ته د لبيک ويلو او  ناچارۍ له امله يې په ۱۳۵۴ل کال په داسې حال کې چې د دوبي موسم ، سخته ګرمي او د روژى مبارکه مياشت وه د هجرت او بې وطنۍ لار ونيوه. بابا، لکه پورته چې مو یاده کړه په ۱۲۹۸ل کې زېږېدلی و، په ۱۳۴۵ل کې یې عمر ۵۶ کاله و، خالص بابا د وسله والې مبارزې له پیله په بوډاګانو کې شمېرل کېده، ده په خپل دغه نادر اقدام سره که له یوې خوا ځوانان او بوډاګان په کورناستې ورټل، له بل لوري یې د وخت پوهان او روڼ اندي او د کاغذ او قلم والا هم په خپلې ناغېړۍ وننګول.

د هجرت پر مهال په پېښور کې د نورو مجاهدینو ترمنځ له بده مرغه د ډلبندیو او تنظیم بازیو بازار تود و. بابا په سپینه ږیره د پېښور خوندي چاپېریال پرېښود او له یو شمېر ځوانانو سره وطن ته د وسله وال جهاد د پیل په موخه را ودانګل. خالص بابا یواځینی رهبر و چې عملاْ یې له دښمن سره د جګړې ویاړ لاره او تر پایه یې ځوانو هیلو په زړو هډونو هم په آرامه پرې نښود.

فکر کيدو چې مولوي صاحب خالص نوي نسل د بابا په ویاړلي لقب نومولی دی. د شوروي اتحاد سره د جهاد پر مهال  د خالص بابا د ګوند مرستیال حاجي دین محمد په خپل مونوګراف کې مولوي صاحب ته د بابا د لقب ورکولو په باب کاږي:«۱۳۵۸ل کال کې چې کله روسان افغانستان ته راغلل او مولوي خالص د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې خلک راټول او د روسانو پرخلاف یې عملي قیام وکړو د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې یې قومونه منظم کړل او د سره رود پر لور یې وخوځول، په سره رود کې غلام محی الدین خان جبارخېل او د سره رود نور ولسي مشران ورسره یو ځای شول او د جلال آباد په لور لښکرې وخوځېدې چې په سره رود کې قوماندان جبار، زراب ګل خمیني، مولوي مفتاح الدین او ډاکټر محمد آصف چریکي حملې په جلال آباد ښار کې په دولتي مرکزونو باندې کولې، همدارنګه د مولوي خالص تر مشرۍ لاندې د اګام ولسوالۍ او د چپرهار ولسوالي او هسکې مېنې ولوسوالي د ولسونو له خوا فتحه شوې، ډېرې اسلحې هم ورته په لاس ورغلې، په دې وخت کې چې مولوي خالص به په سپینه ږیره چره دار ښکاري ټوپک په اوږه، او ګردنۍ به یې تر ملا تړلې وه او دلښکرو مشري به یې کوله نو دننګرهار خلکو «بابا خالص» وباله.

په کلو او بانډو کې به ښځو او ماشومانو کوښښ کاوه چې بابا خالص وګوري، او دعا ورڅخه واخلي، په دغه وخت کې د ننګرهار ټول ولسونه ورسره وو او د بابا خالص حرکت یو بشپړ ولسي حرکت و، نو ځکه ولسونو خپل ولسي مشر ته بابا وویل.»

د افغانستان په معاصرو مشرانو کې ښایي تر مولوي خالصه ښه بل څوک ددې ویاړلي لقب وړ نه وي. مولوي صاحب د هېڅ حکومت یا بل کوم رسمي ارګان له لورې په دې لقب نه دی پالل شو، بلکې د ولس په زړه کې د ځانګړي مقام له امله ولس دی په دې ستر لقب ونوماوه. هغه چې د ولس په زړه کې ځای نه لري او دحکومتو د مصلحتونو په نتیجه کې په لقبونو نومول کېږي د هغوی لقبونه د هماغو حکومتو له عمرونو هم لنډ وي. په داسې حال کې چې نن خالص بابا د ځمکې پرمخ ځای نه لري ولس یې «بابا» بولي، چې دا په خپله ددې لقب د تلپاتې والي اوڅاره نښه ده.

خالص بابا منځلاره فکري لیکه خپله کړې وه. په هېڅ ډله، هېڅ وخت او هېچا تر فشار لاندې یې خپل آر فکري مسیر له لاسه ورنه کړ. بابا یو دیوبندي ملا و. خو د ډېری هغو ملایانو په څېر د وچ فکر څښتن نه و. اخوانیان یې خوښېدل، خو غړیتوب یې وانه خیست. د بابا د ژوند او مبارزې په باب نامتو لیکوال او شنونکي استاد محمد زمان مزمل یووړوکی خو خورا په زړه پورې کتاب کښلی دی. مزمل صاحب د بابا د فکري لیکې په اړه لیکي:«خالص بابا د اسلام د سنتي فهم او نهضتي فهم د دواړو په منځ کې د یوه پله حیثیت درلود او که په رښتیا مې پوښتې، نو په دې باب یو نوی حل و.»

همدا راز ښایي خالص بابا د اسلامپالنې او وطنپالنې ترمنځ هم د یوه پله رول ولوبوي. بابا د دین او قوميت ترمنځ د معتدل پیوستون دريځ رامنځ ته کړی و. چې متدین نشنلېزم یې باله. بابا له یوې خوا د داوود خان د رژیم په رامنځ ته کېدو خپل زوی له لاسه ورکړ او خپله د داوود او ظاهر خان له کړنو سره مخالف و، داسې یې هم نه کول چې د ځینو مسایلو له امله د ځینو په څېر د کفر فتواوې ورکړي. خالص بابا د ډیموکراسۍ د لسیزې پرمهال د حکومت پر کړنو نیکوې کولې، خو له بلې خوا بابا کلونه وروسته د ظاهر خان راتګ حل وباله. کله چې پرتګالي خبریال د مرکې په پلمه پر پخواني پاچا د چړې ګوزار وکړ، بابا په پېښور کې د خپلو هغو ملګرو ترڅنګ چې پر ظاهر خان یې سهر او بېګا د کفر ټاپې لګولې، د پرتګالي خبریال عمل وغانده. بابا تر پایه په خپل دریځ ولاړ پاتې شو، ولې هغو، چې هغه مهال ګرمې-ګرمې فتواوې ورکولې، د وخت زورورو سیلیو ډېر ژر ساړه کړل او خپل تېر موقفونه یې په عمل کې رد کړل.

بابا له خپل پراخ لیدلوري په سیاسي پرېکړو کې هم ګټه پورته کوله. کله چې خان عبدالغفار خان وفات شو، سره له دې، چې بابا د کابل رژیم پر ضد  په جهاد بوخت و او پاچاخان د هماغه رژیم ملاتړی و؛ بابا هغه مهال د مجاهدينو د اوه ګوني اتحاد د رئيس په توګه د عبد الغفغار خان د  مړینې لپاره یې د خواشینی پیغام خپور کړ او خپلو مجاهدینو ته یې امر وکړ، چې د پاچاخان د جنازې د لېږد پرمهال د تورخم-جلال آباد د لویې لارې په اوږدو کې عملیات ونه کړي. دا کار په خپل ذات کې د بابا د پاخه سیاسي تدبیر ښکارندوی هم و. خالص بابا نه غوښتل په هغو ستونزمنو شرایطو کې ځانته په بیه دښمنان وپېري.

کله چې نامتو افغان سیاستپوه او ډیپلومات استاد عبدالرحمن پژواک د کابل رژیم سره خپل مخالفت څرګند کړ او پاکستان ته راغی او پېښور کې مېشت شو، ګردو رهبرانو هغه ته په ښه نظر نه کتل، د دې بد کتو لاملونه به ډېر وي خو جوت هغه یې ښایي دا وي چې د پژواک شتون د دوی مشري ننګوله!! بالاخره داسې وخت هم راغی، چې د پاکستان حکومت له پژواکه وغوښتل چې له پاکستانه ووځي. په پېښور کې له پژواک سره د بابا د اړیکو په بابا ښاغلی شهرت ننګیال لیکي:«دغه وخت سخت دریځه ملا، مولوي، حافظ او رهبر، پژواک سره آشنایي پالله، له هغه سره یې لیدل د هغه د پوهې، تجربې او شخصیت معترف و، هغه وخت چې پاکستان پژواک رټلی  او تنظیمونو ترټلی و، یو سخت دریځه لیډر یې په پوښتنه ځان اړ ګاڼه.» بابا د یو رښتیني ملي مشر په توګه د خپلو هېوادوالو پوښتنه پرځان لازمي ګڼله. له وطن او وطنوالو سره د ده چلند د نورو په څېر د حالاتو تابع نه و.

خالص بابا د روسانو پرضد په توده جګړه لګیا و، ولې له روسانو يې د حفيظ الله امین غچ اخیسته، هغه به ويل روسان حق نه لري چې افغان ووژني که چيرته زموږ وس ورسېږي نو له روسانو به د حفيظ الله امين د وژلو پوښتنه هم وکړو. همدا راز مولوي صاحب به ويل، حفيظ الله امين د افغاني ټولنې غړى و، کله چې د بدن کوم غړى فاسد شي، د هغه سړي له اجازې پرته يې هېڅوک د غوڅولو حق نه لري نو حفيظ الله امين که وژلو نو افغانانو به وژلی واى نه دا چې روسانو وواژه.

ارواښاد خالص بابا د افغانستان د یو روڼ اندي ملي مشر په توګه د افغانستان ځمکني حقایق په نظر کې نیول. د څو ورځنیو سیاسي ګټو لپاره به یې په یوه او په بل بې ځایه تورونه نه پورې کول. د دې خاورې هر بچی پرې ګران و. بابا د افغانستان شموله مشرۍ ښه وړ و. ده پردو ته اجازه نه ورکوله چې د سني اوشیعه به نامه زموږ د متحد ملت په منځ کې د بېلتانه بدغونې کرښې وباسي او له دې لارې خپلو ناوړه موخو ته ورسېږي. د شیعه او سني په اړه ډاکټر فاروق اعظم د بابا د دریځ په باب لیکي:«د روسانو د دورې په اخرو ورځو کې کله چې ایران په افغانستان کې د شیعه ګانو لپاره ډېر امتیازات غوښتل او پاکستان څه چې حتی زموږ ځینو رهبرانو هم ورسره سرخوځاوه؛ مولوي صیب مرحوم د هغه سخت مخالفت کاوه او ویل یې، چې لس وزراتونه شیعه ګانو او هزاره ګانو ته ورکړﺉ، خو دلیاقت او اهلیت پربنسټ؛ زه یو وړوکی مدیریت هم د پردو د فشار په نتیجه کې چاته نه منم.» د بابا ملي غرور اجازه نه ورکوله چې په ملي چارو کې د بهرنیانو مصلحتونه په پام کې ونیسي.

د پورته ګڼو یادو شوو ځانګړنو په څېر د خالص بابا ساده ژوند هم دی له نورو هغو څخه بېل کړی و. د نږدې کسانو په روایت هر چا چې غوښتل، له خپل مشر سره یې خپلې ستونزې شریکولې. په داسې حال کې چې د نورو رهبرانو دربارونو ته تګ څه ساده خبره نه وه.

بابا د مهاجرت پرمهال د مهاجرینو په پنډغالي کې د خپلو مهاجرو وطنوالو سره ګډ ژوند درلود. د خپلو خلکو په څېر خوراک، پوښاک او هستوګنځی یې و. د بابا د کورني حالت په اړه استاد مزمل کښلي:«…مولوي بابا په دې رابطه تر ټولو زیات عادي ژوند درلود او ډېر کرته د هغه له کوره راغلې ډوډۍ د سړي تر ستوني نه تېرېدله.»

که څه هم د تنظیم پرمهال یې له تنظیم سره مرستې کېدې، خو ده دا هرڅه پر مجاهدینو لګول. په کوېټ کې د جمعیت اسلامي د ګوند د جهاد د و خت استازی ښاغلي دوکتور قرشي ویل:«کله چې مولوي صاحب خالص کوېټ ته راغی او د افغانستان د وضعې په باب یې وینا وکړه، خلکو چنده راټوله کړه؛ مولوي صاحب وپوښتل، دا څه دي؟، وې چنده ده، مولوي صاحب ورته کړه، زه ستاسو چندو ته نه یم راغلی، زما هدف دا دی چې تاسو راویښ کړم چې که په افغانستان کې د شوروی مخ ډپ نه شي، سباته به تاسې هم ترې خلاص نه شئ. بې له دې چې پیسې واخلي له جوماته ووت. بیا وروسته ها پیسې موږ پېښور ته واستولې.»

له دغو مرستو سره-سره بابا خپل فقیرانه ژوند درلود. له مرګه وروسته یې کورنۍ هم د نورو رهبرانو د زامنو په څېر کاروباریان نه شول. استاد مزمل لیکي:«دا اوس اوس چې مولوي بابا په رښتینه دی، د هغه کورنۍ د هغه په ډله کې تر تولو غریبه او بې وزله ده او د نورو رهبرانو له ژوند سره دومره تفاوت لري، چې که په حرام مال زکات جایز وای، نو باید د مولوي بابا کره یې ولېږي.»

شهرت ننګیال، چې د بابا لیدو ته ورغلی و، په دې اړه داسې وایي:«…خټین کور و، دیوالونو یې درزونه کړي وو، خالص ویل په دې ونو بوټو بوخت یم، مطالعه کوم، اخبارونه، مجلې او کتابونه لږ ډېر رارسېږي. په زړه کې مې وګرځېدل دا هغه خالص دی، د یوه جهادي تنظیم مشر، یو رهبر، یو جنګیالی.

ده له دې ټول تنظیم او شونتیاوو دومره څه ونه شوای سپمولی چې د خپل ژوند وروستۍ شپې د هغې په تکیه سوکاله تېرې کړای شي؟؟؟»

ننګیال صاحب بیا د خالص بابا په باب د یو امریکایي لیکوال، جراون ډایک لیکنه راخلي:«موږ د برتاکال پر واټ پلي روان وو، غوښتل مو یونس خالص وګورو، د یوې ودانۍ پر وړاندې دوه ځوانان له کلاشینکوفونو سره ولاړ وو، په خیرن انګړ کې لس دولس تنه سیوري ته ناست وو، وړاندې درې خونې وې، پر دوړنو زړو مېزونو کاغذونه دوسیې او د لیکلو یو ماشین د شنه چای له ډکو ګېلاسونو سره ایښي وو، زه یې یوې وړوکې خونې ته چې څو زړې څوکۍ په کې پرتې وې بوتلم، یونس خالص پر یوه زړه څوکۍ، زاړه مېز ته ناست و، خړبخونه ږیره یې وه، سپین څادر یې له ځانه تاو کړی و، اویا کلن برېښېده، ببرلاسونه یې پر مېز ایښي وو، زړې او بې بنده پلاستیکي چپلکې یې پښو وې، جرابې یې نه لرلې، په غاړه کې یې د مرمیو ډک کتار او څنګ ته تومانچه ځړېده. د ده لیدل ماته په زړه پورې وو، همدا خړه پړه څېره له همغو دریو کوټو له شوروي زبرځواک سره په ډغره و.

جراون ډایک له یوه نړیوال زبرځواک سره دغسې خړ پړ پوځي قیادت او دغسې سیاسي سادګي د خپل پایښت او ازادي ډغره بولي، که دغه ډغره بریالۍ شي دا به د شلمې پېړۍ معجزه و ګڼل شي.»

خالص بابا سپينه وينا کوله، د حق په څرګندولو کې يې له هېچا سترګه نه سوځېده. په ځوانۍ کې يې د ظاهر شاه او داوود پر منفي کړنو د قلم په تېره څوکه نیوکې کولې، د کمونيستانو له راتګ سره يې توره راپورته کړه. د جهاد پرمهال بابا له څو لوريو سره په اخ و ډب لګيا و؛ د روسانو او کمونيستانو جنايتونه، د پاکستان خپلسرۍ، د رهبرانو ډلبندۍ، د عربي او غربي مرستندويه هېوادونو بې ځايه لاسوهنې او … دا هغه څه و، چې بابا ورسره په ډغره و. د جهاد له پای سره چې کله وطن ته راستون شو بیا يې د مجاهدينو د قدرت له جګړو زړه چاود و، په دې اړه بابا د (حقيقت، خ….) تر سرليک لاندې خوږ شعر کښلی چې د مجاهدينو له کړنو يې خپله نا رضايتي څرګنده کړې ده. د طالبانو دواکمنۍ پرمهال يې حتی ملا محمد عمر مجاهد صاحب ته هم سپينه وينا کړې او د امارت منفي ټکي يې ورته په ګوته کړي وو.

د بابا پورته دريځونو ته په کتو سره د امريکا په مشرۍ او د  نړیوال ائتلاف په مرسته د حامد کرزي حکومت خالص بابا ته د زغملو نه و. حال داچې د کرزي دحکومت په لومړیو کې د جلال آباد د ښار امنیت د بابا د تنظیم د پخوانیو ملګرو په غاړه و، د کرزي په شمول د مؤقتې ادارې ډېری چارواکي د بابا حضور ته د احترام د ادا لپاره ورغلي وو. خو دغو ټولو د بابا پر وسپنيز عزم هېڅ ډول اغېز ونه کړ. که بابا کابل ته تللی وای د نظام له لورې يې ښايي ډېر درناوی شوی وای، ولې خالص بابا دا هرڅه د خپل وجدان سره په ټکر کې وليدل، دې وجدان په زړو هډونو، رنځور ځان او سپينه ږيره په آرام پرې نښود. که يې هډونه زاړه او بدن رنځور و، هيلې او امېدونه يې ځوانې او تاندې وې چې دغو ځوانو هيلو بابا اړيست چې په سپينه ږيره د بهرنيو ځواکونو د شتون پرخلاف د جهاد اعلان وکړي.

د بابا د جهاد اعلان ښايي هغه مهال ځينو ته نا آشنا ښکاره شوی وي، خو نن په خپله ولسمشر کرزی د بهرنيانو شتون اشغال بولي او اشغالګر د افغانانو د تېر تاریخ په یادولو سره يې ګواښي، نن بهرنیو پوځونو په افغان ولس هغه نادودې وکړې، چې د ولسمشر د صبر کاسه ډکه شوه او دا زغم يې نور له لاسه ورکړ. که مبالغه ونه کړو نن ولسمشر هم له بابا سره هم انده شوی دی. په رښتيا سره  بابا له نن څخه اته کاله دمخه هغه پيښيدونکي حقايق او د نړيوالو سياستونه درک کړي وو، چې د ډېرو پوهانو او سياستوالو سرونه  پرې نه خلاصېدل . که بابا له یوې خوا په دې اعلان سره ځان له خپل تېر تاریځ سره پېيلې وساته، له بلې خوا يې د امريکایانو پر ضد د جهاد پلويانو لپاره یو قوي دلیل او برهان په لاس ورکړ او د دې لارې د مخالفينو دريځ يې متزلز کړ!

خالص بابا یو بېلګه لارښود و. دی یو ایډیال رهبر و. ځوان پښت ته د ده پېژندنه ډېر څه ورښودلی شي. لیکوالو او څېړونکو ته ښایي، چې ټولنې ته د دې سترې سټې په پېژندنه کې خپلې هڅې وکړې، څو د سبا پښت خپل دغه نامتو مشر هېر نه کړي.

د بابا د ژوند، اند او مبارزې په باب تر دې دمه ماته درې کتابونه معلوم دي:

۱. خالص بابا د ابدیت په لور: دا کتاب په ۱۱۶ مخونو کې د بابا تر مړینې لږ وروسته خپور شو. هغه مهال به ډېرو لوستی وي. د بابا لنډ ژوندلیک یې ګڼلی شو.

۲. د مولوي خالص ژوند، اند او فن: دا کتاب په ۱۳۸۶ل کال، د د شوروي اتحاد پر ضد د جهاد پر مهال  د ارواښاد خالص بابا مرستیال حاجي دین محمد لیکلی دی.

کتاب په اعلی کیفیت په ۲۵۷مخونو کې لیکل شوی دی.

دغه پنډ کتاب له بابا سره د حاجي دین محمد د مختلفو وختونو په زړه پورې یادونه په ځان کې خوندي کړي دي.

۳. د کار سړی (د خالص بابا ژوند او مبارزه): دا کتابګوټی په ۵۹ مخونو کې، په ښکلي سپین کاغذ، د استاد محمد زمان مزمل له لورې لیکل شوی دی.

که څه هم کتاب مختصر لیکل شوی، ولې مزمل صاحب په رښتیا د بابا د فکر تل ته کوز شوی دی.

دې کتاب کې د بابا تر پېژندګلوۍ، د هغه پر فکري لیکې ډېر بحث شوی دی.

له پورته کتابونو پرته، د بابا په اړه ځینې مقالې هم لیکل شوي، چې ښایي د بابا په پېژندنه کې ګټور رول ولوبوي.



دا هم وګورئ

Close
Close