سیاسي لېکنې

د لاسپوڅو ۱۸ کلنې لاسته وروړنې څه دي……؟

د ورځي خبره:

پرون په کابل کې د عسکرو یوې غونډي ته د کابل د ګوډاګۍ ادارې د دفاع وزارت سرپرست قومندان اسدخالد وویل: «افغانان دي د قطر له مذاکراتو اندیښنه نه کوي، په وینا یې، افغان ځواکونه به اجازه ورنکړي، چې اتلس کلنې لاسته راوړنې مو د سولې د خبرو قرباني شي».

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل د ګوډاګۍ ادارې چارواکي له سولي سره خپله کرکه څرګندوي، بلکي په ځلونو وړاندي هم هغوی د ۱۸کلن دست آورد په بهانه د سولي په وړاندي د خپلي بدنیتۍ اظهار کړی دی.

د بهرنیو اشغالګرو د پاتي کیدلو په تکراري غوښتني سره یې د جګړې پردوام او د افغانانو پر قتل عام تاکید کړی، په داسي حال کې چې د افغان ولس عاجله اړتیا ژوندي پاتي کیدل دی، له بمبار، چاپې، ډرون، وحشت او ظلم څخه د سر، مال، اولاد، کورکلي او جومات ساتنه ده، په خپلواک، هیواد کې د سولي او ثبات سره ژوند تیرول یې آساسي اړتیا ده.

د افغان ولس ضرورت دا نه دی چې د کابل دا بې کفایته، مفسد، ولس وژونکي، پردیپال ګوډاګي چارواکي دي پرځای پاتي وي. د افغان ولس غوښتنه دا ده چې سوله دي راشي که څه هم په قیمت کې یې دا ظالم چارواکي له منځه ولاړ شي، ولس دا نه غواړي چې سوله دې د ګوډاګیانو د موجودیت او د هغوی د خواهشاتو قرباني شي. دا هغه حقیقت دی چې د کابل چارواکي خپله هم ښه پري پوهیږي.

دا هم ولولئ  د هندو مندر جوړوي خو د مسلمان مسجد نړوي…!!

دا چي اسد خالد اتلس کلني لاسته راوړني څه ګڼي؟؛ په دې سړی نه پوهیږي، ښایي هدف یې دا اتلس کاله د افغانانو قتل عام وي، ښایی هدف یې دا شپه او ورځ د افغانانو پر کورونو چاپې او بمبارونه وي، ښایی مطلب یې هغه مالي فساد وي چې ګران افغانستان ته یې د نړۍ په کچه لومړۍ مقام ور په برخه کړ، ښایی هغه مخدرات یې مقصد وي چې د دوی او د دوی د بادارانو له برکته یې کچه له صفره تر۸۲٪ سلني پورته شوه، او یا ښایی د بلیک واټر او سی آی ایې د ملیشو هغه خودسرانه وحشتونه یې لاسته راوړنه وي چې د ارګ په څومترۍ (خیرخانه) کې د آمرستار په نوم ارګ پلوی اربکی قومندان له خپلو خلکو سره په علني ډول ورته ووژني خو په اصطلاح سرأعلی قومندان/ رئیس جمهور یې نه ورباندي خبر وي او نه یې د پوښتني جرأت لرلای شي. او یا ښایی مقصد یې د ولسمشرۍ هغه بریالي انتخابات وي، چې که د دوی پرځای یو بل څوک ذی شعوره انسان وای؛ په نوم اخیستلو به یې د شرم احساس کاوه.

دا هم ولولئ  افغان اولس تر خپل منځ نه شلیدونکی یووالی لري

او یا ښایی اسدخالد ۱۸کلني لاسته وروړني هغه آډیو کلیپ ګڼي چې نوموړی له یوې فاحشې وکیلي سره د اسلامیت، افغانيت، پښتونولۍ او انساني مروت خلاف د بربنډي فحشا خبري کوي. او یا ښایی هدف یې د ارګ په دننه کې د فحاشۍ هغه بربنډه دوسیه وي چې خپله ارګ میشتو میډیا ته وړاندي کړي.

له دې پرته خو دا اتلس کاله افغانانو پخپلو سترګو نور څه نه دي لیدلي، که څه هم ټریلیونونه ډالر راغلل، خو٪۷۰ سلنه افغانان لا د فقر تر کرښې لاندي د ژوند سا اخلي، په لسګونو زره بین المللي عسکر د امنیت په نوم راغلل خو د کابل په ښار کې خلک په رڼا ورځ د وسلوالو غلو له لاسه وژل کیږي.

دا سي بې کفایته او پرديپال ګوډاګي چارواکي به طبعاً د ۱۸کلن دست آورد په نامه د افغان ولس د امیدونو او سولې په وړاندي د خپلي کرکي اظهار کوي. خو دا ارمان به یې هیڅکله پوره نشي. سوله به راځي، که څه هم په قیمت کي یې د سولي دا دښمنان قرباني کیږي. ان شاء الله

پای ……….!



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close