پیغامونه اورسمي بیانونه

د لوي اختر(عیدالأضحی) د رارسیدو په مناسبت د مولوي صاحب انوارالحق مجاهد حفظه الله د مبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
الله اکبر الله اکبر لا اله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد، الله اکبر کبیرا ، والحمدلله کثیرا وسبحان الله بکرة واصيلا. والصلاة والسلام علي خير الوري ، محمد واله ومن بهديه اقتدي.
وبعد: الله تعالی ته د نزديكت او تقرب دلسو مبارکو ورزو په خوشحالئ کې چې نن مسلمانان د لوی اختر(عيدالأضحي ) په نامه كومه خوشحالي لمانځي، او دابراهيمي سنتو اتباع د حج په مراسمو او د څارویو په قربانئ تمثيلوي، اسلامي امت ته د ايثار او قربانيو لوړ مقام ور په ګوته کوي او هغوي ته قوي ایماني او روحي تربیه ورکوي ، كه وگوروننی حالات له مسلمانانو یقینا ابراهیمي قربانې او ایثار غواړې ، الحمدلله د اسلامی امت یوه ډیره برخه له خوبه راویښه شوې ،او د همداسې قربانیو په وړاندې کولو سره یې د طاغوت او شیطانې دجالانو لښکرې له اوږدمهالې وارخطایئ او تشویش سره مخ کړې، او لری نه ده ، چی مسلمانان به ان شاالله هغه ورځې له نږدی ووینې، چې د مهدی اخر الزمان د لښکرو په مقابل کې به د صلیب بنده ګان رانسکور شې ،دا چی اسلامی امت له سختو امتحانې مراحلو څخه تیریږي ، نو ترټولو د مخه تقوی او په دین منګولو کلکولو ته اړتيا لري، او بیا بايد د دجالی جالونو ،فریبونو مقابله په ایمان ،سالم تدبیر ، متانت، او د دنیوی هوسونو په قربانئ سره ورکړې ،د قربانيو په پایله کی د دشمن دشکست پر مهال خپلو مسلمانانو مجاهدینو وروڼو ته ور په زړه کوم، چی الحمدلله اسلامي امت د فتحو تاريخ لري بايد د هغو فتوحاتو تاريخ او نقشه ددشمن د شكست او ماتي په وخت کی تعقیب کړو، که نه نو شکست خوړلی دشمن به العیاذ بالله بیرته په مونږ راوګرزیږې.
په پای کې عالیقدر اميرالمؤمنين او دسنگر أتلو مجاهدینو ، مظلومو اسيرانو او دهغوي كورنيو او دحق دلاري دشهداوو د كاروان ورثه وو او د اسلام په لاره کې مهاجرینو او د افغانستان عام ولس ته داختر مبارکې تقدیموم او له لوی الله جل جلاله سخه په هرمیدان کی ورته بریالیتوب غواړم او الله نه سوال کوم چی زمونږ د بندیانو په راتلو مو سترګې یخې کړې او دا مسلمان ملت مو د یوه ریښتونی اسلامي نظام په قیام ونازوې، د نړئ د مسلمانانو غمیزو ، دبیت المقدس د اشغال او د کشمیری مسلمانانو په سر د وحشی ظلم او ستم ته د پای ټکی کیږدي او یهود ، هنود، او د اسلام ټول دښمنان د نابودئ سره مخ کړې ( رب لاتذر علی الأرض من الكافرين ديارا ) .  وما ذلك علي الله بعزيزمولوي انوارالحق مجاهد د اسلامي حزب د محترم امير مولوي صاحب محمد يونس خالص بابا رحمہ اللہ زوي او ځای ناستی

دا هم ولولئ  له انګریزي ښکیلاکه د استقلال سلمه کلیزه

د ذوالحجی ۱۰ مه ۱۴۴۰هـ ق

د زمري ۱۶مه ۱۳۹۸هـ ش

11/08/2019 م



دا هم وګورئ

Close
Close