سیاسي لېکنېمحترم خالص بابا (رحمه الله ) دیارلسم تلين

د محترم مولوي محمد یونس خالص بابا رحمه الله د لیکني ( ولې به یواځې نه پاتې کېږم؟ ) په اړه تبصره، شننه او نتیجه

لیکوال: محترم مولوي انوارالحق مجاهد

دغه لیکنه محترم والد صاحب مولوي محمد یونس خالص بابا رحمه الله هغه مهال لیکلي، کله چې د روسانو د وتلو شیبې را نزدې او هیواد د یوه نوي راتلونکي یا په اصطلاح نوي افغانستان را منځ ته کیدلو هيلي را ټوکیدلي وي.

دا طبیعې خبره ده چې کله هر زیار کشه انسان د خپل زیار او کوشش د ثمرې اخستو ته نزدې کېږي که له یوې خوا یې زړه پسخېږې او خوشحاله لېواله وي، خو له بل پلوه به ددې سېمې او نړۍ پس منظر ته په کتلو او ځینو تارېخي واقعاتو په نظر کې نیولو سره دا تشویش حتمي وي داسي نه چې د خاینو یا ناپوهو څهرو له کبله ثمره له لاسه ور کړم.

نو دا مضمون د محترم بابا رحمه الله د همغه طبیعي احساس له مخې لیکل شوي او ټول تشویش یې له خپل خوا کې ملګرو څخه دی، نو ځکه وایي: من از بیګانه ګان هر ګز ننالم ـ که با من چه کرد آن اشنا کرد، له کوم حالته یې چې تشویش درلود د همغه حالت سره لاس او ګریوان شو.

نو ددې لپاره چې زمونږ مسلمانه او افغاني ټولنه بیا د داسي غمژن حالت سره مخ نه شي، نو لازم مو ولیدل چې د فایدي لپاره خپلو مسلمانانو ورڼو ته په پوره وضاحت دا لیکنه تقدیم کړو.

کله چې په هیواد کې کمونستانو د پردیو په مټ واک تر لاسه کړ او د مسلحانه جهاد نه پرته بله لاره مسلمانانو ته پاتې نه شوه، نو په داسي حساس وخت کې د اسلامي نهضت د تأسیس د دعوه دارو، محدودو تحریکي مسلمانانو تر منځ جنجال او د بې وسه قیادت او مشرۍ پر سر لانجو سر را پورته کړ او په ډیر لږ وخت کې په رهبرۍ انتقاد او بې اعتمادئ را منځته شوي، چې د مزید کشمکش او یو پر بل د اتهاماتو تر سرحده ورسیدي، په دغسې یوه حالت کې په دې هېله چې یو داسی څوک چې دیني بیداري، د ایثار جذبه او په اسلامي تحریک کې یوه اندازه سابقه ولري او هم په جسماني لحاظ ځوان او غښتلی وي د قیادت لپاره غوره شو، خو د هغه تصرفاتو ددې پر ځای چې دا جهادي اجتماع تنظیم او پیاوړي کړي، له ابتدایي مرحلې څخه د انحراف په خوا روانه کړه، نو همغه وو لکه څنګه چې هیڅکله هم مسلمانان په باطل نشي جمعه کیدلای د دغه تحریکي مسلمانانو صف د وحدت پر ځای د تفرقو او بې اعتمادیو ښکار شو.

له دې وروسته د تنظیمونو بازار ګرم او د جهاد په نامه ډیرو خلکو سیاسي دکانونه خلاص کړل، حتی یواځې دا نه چې جهاد یې نه کاوه، بلکې نه یې جهاد پیژانده نه یې د جهاد اهداف او مقتضیات، د ( جهادي رهبران ) یوه اصطلاح وګرځیده چې په دې اصطلاح کې هغه څوک هم راتلل چې خپله به د جهاد د سنګر قائد وو، او هغه څوک هم چې د کمونستانو د بم او مرمۍ شنګ یې تر غوږو نه وې تېر شوی، د جهادي رهبرانو تر منځ دیني، اخلاقي، سیاسي، منطقي، او ملي احساس دومره متفاوت وو چې هیڅ ګراف یې سره نه برابریده، یوه رهبر به د حجاب په عنوان د ښځو مکتبونو ته اجازت نه ورکاوه خو بل بیا خپله لور لوڅ سر اروپا کې د مجاهدینو د نماینده په توګه منلای شوه، یوه به په ټول تنظیم کې ږېره خریلی مامور نه پرېښوده خو بل به بیا هر سهار ږېره تراشله، یو به ځان دومره ملي پېژانده چې ملیت له اسلامه مخکې کړي خو بل بیا د اسلام په بهانه ملي مقدرات او د خپل ملت سیاسي او مادي حقوق تر نورو قربانول او داسي نور.

دا هم ولولئ  د استقلال د سلمې کلیزې په مناسبت د الاماره سټوډیو ځانګړی اصدار نشر شو

خو په همدې هیله او امید چې د نفاق او تفرقو طوفان اخستی ملت به مو د یوې واحدې او سالمې رهبرۍ په برکت د نجات ساحل ته لاره پیدا کړي، نو د هر نوي او نا تجربه شوي لاپو په سر د اعتماد لنګوټه کېښودل شوه، چې وروسته ډیر یې د پوچ کارتوس مثال وګرځیدل.

محترم بابا رحمه الله به د دښمن له چال نه دومره نه زوریده لکه د جهاد په نامه د خپل خوا کې بې باکو یا ناپوهو ملګرو نه، ځکه نو که د هغوی نثر او شعر وګورئ همدا تشویش پکښې ډیر تکراریږي، د پوچ کارتوس، کوڅه ډب، رغړي، مار او لړم او نور داسي اشعار یې وګورئ په همدې محتواء را څرخېږي.

همداسی یې نثر، ماته نن د امیرالمؤمنین حضرت عمر رضی الله عنه دا قول را په زړه شو چې وایي: لا أخاف علی الاسلام من اعدائه و انما اخاف علیه من ادعیائه.

دوی رشتیا هم د یوه جهادي تنظیم د رهبر په توګه هر چاته نه بلکې هغه چاته زړه ور وړه چې فکر کیدو د جهاد، علم، اسلامي تحریک کې د سابقې او تقواء په لحاظ به ورسره هدف ته د رسیدو تر پایه یوځای لاړ شي.

خو هله ډیر نا هیله شو او دا لیکنه یې وکړه چې کله یې په یوه علم او عمر کې له دوی څخه کم ته د امیر په توګه د بیعت لاس ورکړ، خو هغوۍ په مجلس کې د دین د علماؤو په اړه توهین امېزه خبرې وکړي او د وخت په تیریدو سره یې د دین په باره کې داسې مواقف او نظريې را څرګندې شوې چې اسلام او د دین علماء ورڅخه بریئ دي.

یو بیا دومره غرور او کبر واخیست چې د بل جهاد ته یې د جهاد په سترګه نه لیدل، خپله یې پاټکیانو او غلو د مجاهدینو مقدس صف بدنام کړ او دومره لویو سیاسي غلطیو ته یې لاس واچوو چې د جهاد ثمرې ته نه بلکې د جهاد ټول صف او ډډ ته یې ټکان ورکړ.

بل چې له زندانه نوی راغی، د جامعة الأزهر نابغه او د اخوان المسلمین عضوء ارشد بلل کېده، په پوره اعتماد د خپلې غاړې توفنګچه او د موټر کیلۍ یې ورته ورکړي چې استاد محترم زمونږ ډیر لوی ارمان دا وو یو څوک زمونږ قیادت وکړي او دا جهادي صف تنظیم کړي، اما په ډیره لږ موده کې یې ولیدل چې دا خو په یوه لاس رفع الیدین کوي او په بل حنفي لمونځ او د یوه مجلس په پیل کې یو څه او په پای کې بل څه وایي، د مال او اکمال د راټولولو لپاره له شخصیت، مذهب، افغانستان حتی له جهادي هدفه هم تیریدای شي، نو مجبوراً بیا د خپل هدف په لور رهي شو، چې هدف ته تر رسیدو مخکښې اخر د فتنو دومره خطرناکو څپو او موجونو وویراوه چې العیاذ بالله د نورو ډیرو په شان به له ایمان خلاص شي، نو ځکه یې خپله راتلونکې یواځې ولېده او د هغې علتونه یې هغه مهال د وضاحت او نصیحت مګرم راتلونکو ته د وصیت په توګه د یوې مقالې په شکل خپاره کړل.

دا هم ولولئ  له تخاره د فتحو زیري

مضمون خورا واضحه دی، که څوک د هغه وخت جریانات په زړه ولري او یا مالومات ولري نو د مضمون په غرض او هدف ښه پوهیدلای شي.

اوس هم د لوی خدای جل جلاله په مرسته هیواد او جهاد ته هغه څوک نجات او بریاء ورکولای شي چې افغانستان خپل وطن او اسلام خپل ایمان او عقیده وبولي، څوک چې دا خودي ولري او ځان وپېژني نو همدا رښتیا ددې هیواد مخلص او رېښتینی مجاهد دی.

محترم بابا رحمه الله چې کوم شکایت لري، له دې نه د یو چا ټکول او کوم بل غرض نه دی، بلکې له دغې وضعیت نه ځوریدلی چې د جهاد په ټوله دوره کې یې داسی خود شناس او خود اعتماده د لارې ملګری پیدا نه کړو چې دا اغزن مزل ورسره تر پایه وکړي او نه خو له خپل اسلامي او افغاني مسیر تیریدلای شو، لا چاره یې خپل یواځې والی انځور کړی.

او هو همداسې شو، رحمه الله.

خو ګورو چې د هیواد راتلونکی بیا هم اندیښمن دی، الله دی هغه افغانان مسلمانان سره یو لاس کړي چې د جهاد او هیواد په درد دواء شي، اوس لا هم ددې خطر شته، هغه څوک چې د پردیو ګټي نه ساتي او د بابا رحمه الله په څیر حق ته حق ووایي او ناروا ته ناروا، اګر که زوراور یې نه مني هم، نو که دا حق پرست خلک سره لاسونه یو نه کړي بیا به هم پایله مایوسې او بې نتېجي وي.

تر اوسه لا تش په قواره افغانان او مسلمانان لاس په کار او فعال دي.

دې کې شک نشته چې تاریخ او سنه د یرغل او د مقاومت خلک نور دي خو د ډیرو خویونه او ستونزي همغه دي او حالات سره ډیر توپیر نه لري، ځکه نو لا هم ګورو د خالص بابا رحمه الله لاروي په خپلو ځینو مواقفو کې یواځې والی احساسوي.
والله المستعان و علیه التکلان.

محمد نبي خېل
عکس د ۱۹۸۹ م کال.



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close