سیاسي لېکنې

د مسعود لمانځغونډه کې ولې په امریکایي اشغال سترګې پټیږي؟

له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې هرکال د سنبلې په ۱۸مه نيټه د مسعود لمانځغونډې ترعنوان لاندې د کابل د لويې جرګې په امریکایي خیمه کې ستره غونډه دائریږي او د یو څو نورو پخوانیو جهادي قومندانانو د عکسونو نصبولو ترڅنګ په مشخص ډول د پخواني جګړه مار احمدشاه مسعود کړنې او ستاینې بيانيږي او د هغه ترڅنګ په نورو ويناوالو سربيره د ایساف لوی مفتي سياف هم يادې غونډې ته له تزویر، چاپړوسۍ او دیني تحریف څخه ډکه وینا اوروي.

په ړومبي قدم کې دا خبره بايد په خورا جرأت او صراحت وکړو، چې د روسانو او کمونیستانو خلاف مقدس جهاد او معرکه کې ټولو افغانانو له قومي او سمتي توپيرونو پرته ستره ونډه لرله، کوم انځورونه چې په امریکایي خیمه کې د مجاهدینو او جهادي قومندانانو په نوم او ادرس لګول کيږي، له یو څو تنو پرته یې نور ټول هغه داغدارې او کرغیړنې څيرې دي، چې د افغانانو د برحق جهاد ارزښتونه او ثمرې یې خاورې ایرې کړې، د جهاد په لوړو ارمانونو یې له روسانو او هر ګبروترسا سره ناولې معاملې وکړې، د غلامۍ پروتوکولونه یې ورسره لاسلیک کړل، د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته یې افغانستان د خپل منځي تباه کونکو جګړو میدان وګرځاوه او په لسګونو زره بې ګناه افغانان یې ووژل، د واحد افغانستان د تجزیې لپاره یې مټې بډوهلې او د افغانستان ملي شتمنۍ یې چور او چپاول کړې.

دا هم ولولئ  د افغانستان اسلامي امارت د کرهنې، مالدارۍ او عشر و زکوة کميسيون

کله چې د طالبانو اسلامي خوځښت په افغانستان د نجات وزرې وغوړولې او د امن، ثبات او ملي وحدت په کوشیر سربیره یې یو سوچه اسلامي نظام رامنځ ته کړ، د دين او هيواد دغه غداران يې په وړاندې پنځه کاله د خپلو بادارانو په قومنده وجنګيدل.

په دغو جنايتونو یې هم زړه یخ نشو، امریکا او اروپا ته یې سفرونه وکړل او له هغو یې وغوښتل چې په افغانستان سل په سله اسلامي نظام نافذ دی او ممکن شغلې يې نورې هم پراخې او تر غرب او امریکا در ورسیږي؛ نو بايد مخه يې په افغانستان کې ونيول شي.

هماغه و چې افغانستان یې د امریکا، ناټو او ټول کفري ایتلاف غیږې او هجوم ته وروسپاره، دوی یې پلي عسکر او جاسوسان جوړ شول او دا دی تر ۱۷ کلونو پورې یې دغه کفري اشغال مټور وساته.

په نورو زیانونو سربیره یې پنځه لکه افغانان ووژل شول او عملي کفر او بې دیني یې افغانستان ته د دوی په منافقانه توجیهاتو او انحرافاتو راوارده کړه.

نن ورځ د مسعود لمانځغونډه کې د تزویر او تحریف لوی امام سياف يوازې د کابل په امریکایي رژيم دا نیوکه وکړه چې په بینکونو کې سود زیات شوی او په ښارونو کې فحشا ډېره شوې ده.

یعنې د سیاف په شمول یوه ويناوال هم، چې په عین حال کې ځانونه د جهاد او اسلام ټیکداران بولي، دې ته ګوته ونه نیوله چې دا سود، فحشا، ايډز، قومي، مذهبي او لساني تفرقي او ډول ډول بدبختۍ او ناورينونه افغانستان ته چا او د چا په لمسون راوړي؟
کابل ښار کې له ۳۰۰ سوو څخه زیاتې کلیساوې چا ودانې کړې دي؟
هره ورځ د افغانستان په مظلوم ولس په سلګونو بمونه څوک غورځوي؟

دا هم ولولئ  د هاوان په مرمیو ځب ځب ولس

ولې سياف او نورو ګډونوالو دا بحث راپورته نکړ چې امریکایانو به اخیر تر کومه وخته د افغانستان ملي حريت او حرمت یرغمل کړی وي؟ او تر کله به د ټولو قضایاو او ستونزو د حل مرجع جان کیري، پمپيو، جنرال نیکلسن او جنرال سکاټ میلر وي؟

ښکاره ده چې د مسعود لمانځغونډې په نیت هر کال راټولیدونکي خلک، ويناوال او له یو څو تنو پرته نور وژل شوي قومندانان چې لوی-لوی عکسونه یې هلته ټومبل شوي وي، له یوې مخې هغه بدکرداره او ناولې څيرې دي چې افغانانو ته يې له يادولو هم تکليف رسيږي.

رښتیني افغانان د دې پر ځای چې دغو جعلي کالبوتونو ته کوم له درناوي ډک لقب او اعزاز ورکړي، له شک پرته یې پلورل شوې څېرې، جهاد، هیواد او د شهيدانو ارمانو سره ستر خائنین او غداران ګڼي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close