سیاسي لېکنې

د مسلمانانو اوسنی حالت له تېر سره پرتله کول

ليکنه: نورجمير بهار

مونږ مسلمانان له هغې ورځې د ذلالت په ټغر کېناستو، کله چې د ترکي فوځ ظابط چې نوم یې مصطفی کمال اتاترک وو په ۱۹۲۴م کال کې اسلامي حکومت رانسکور کړ او په ځای یې کوچني دولتونه رامنځ ته شول لکه ترکیه، افغانستان،ایران،سعودیه او نور…

حال داچې مخکې اسلامي هېوادونه یو هېواد وؤ، او مسلمانان د یو اسلامي دولت تر چتر لاندې وو، خو اوس په دوه پنځوسو هېوادونو ویشل شوي یو.

مخکې مو یو امیر یا یو سرلاری درلوده، خو اوس دوه پنځوس امیران لرو، مخکې مو فوځ او اوردو یوه وه، اوس مو فوځ او اوردو په دوه پنځوس ټوټو ویشل شوې، مخکې مو سیاست یو و، اوس مو سیاست په دوه پنځوسو ټوټو ویشل شوی، مخکې اوبه، تیل،معدنی کانونه د تولو مسلمانانو شریک وو، خو اوس  دا هر څه په دوه پنځوسو ټوټو ویشل شوي، مخکې مو یوه کرښه لرله هغه هم د کفارو سره ، اوس دوه پنځوس ډوله کرښې لرو. لکه د افغانستان اوپاکستان ترمنځ ډیورنډ کرښه، دیمن او سعودی ، الامارت او مسقط او داسې نورو اسلامي هېوادو ترمنځ کرښې او همدا کرښې دي چې په خپل منځیو جنګو یې اخته کړي یو.

مخکې به د پاکستاني وینه د افغاني وینه وه او بالعکس د افغاني وینه به د پاکستاني وینه وه همداسې د فلسطیني،ترکي،عربي، اوس د کبرجن دښمن امرېکا پر ځای په خپلو کې وینې تویوو، پاکستانی وایي افغانی زما دښمن دی او همدارنګه افغانی وایي پاکستانی زما دښمن دی همداسې سعودي او ایران، قطر او سعودي،ترکیه او سوریه… خو جابر ،ظالم او اصل دښمن مو د امن په ټغر ناست دی په خپلو کې یې په جنګ اچولي یو ددې په خاطرچې مسلمانان بېرته یودولت نشي.

دا هم ولولئ  و یشف صدور قوم مومنین …!

مخکې مو بیراغ یو  وو او د یوه بیراغ لاندې مو ژوند کاوه.  خو اوس د دوه پنځوسو بیراغونو لاندې د ذلالت ژوند کوو. مخکې د اسلامي دولت په دور کې ژبپالنې او قومپالنې نه وې ځکه په اسلامي دولت کې به د هر مسلمان حقوق خوندي وو او قومي نومونه خاص د پیژندګلوې په خاطر پالل کیده. خو اوس په قومپالنې او ژبپالنې سرونه ماتوو. او غرب همدې ته کار کوي ترڅو د مسلمانانو انرژي وويشل شي او بېرته پخواني واک ته ونه رسیږی.

مخکې به اسلامي دولت له کفارو جزیه اخېسته مثلآ له همدې امرېکا، روس، چین او نورو کفري هېوادو، خو اوس داسې نده اوس خو جزیه هلته پرېږده چې جزیه واخلو مکمله اسلامي نړۍ یې د استعمار تر چتر لاندې راوستلې. او په خپله خاوره واک نه لرو.

مخکې ټول مسلمانان یو وو په هېوادونو نه وو ویشل شوي نو په ټولو مسمانانو به د دولت لخوا همغه یو اسلامي نظام پلی کیده. خو اوس په دوه پنځوسو هېوادو کې مختلف نظامونه لکه شاهي، ډیموکرات او داسې نور… پلي کېږي. چې دا ټول یې غیر اسلامي دي او زموږ په عقېده پورې هیڅ تړاو نلري.

که په لېکنه مو یو څه سر خلاص شوی وي نو حتمي به پوهیدلی وی چې ایا هغه اسلامي دولت چې ټول مسلمانان تر یو چتر لاندې را تول کړي څومره ارزښت لري؟!

دا هم ولولئ  هو! امریکا دي فکر وکړي……

همدارنګه که اوس وخت ته پام وکړو موږ څومره د بدمرغی، سرټیټی او حجالت ژوند تیروو د تولو اسلامي ممالکو واک د غرب په لاس کې دی، پداسې حال کې  چې نه خاوره چا رانه وړې او نه هم مسلمانان کم شوي دي.

د یو سپین ږیري سړي کيسه به مو اوریدلي وي چې نهه زامن یې درلودل نو د ځنکدن په شېبو کې یې نهه لښتې راخېستې وې او بیا یې سره یو ځای کړې وې او یو ځای شوې لښتې یې یو زوی ته ورکړې وې او ورته ویلي یې چې دا ماتې کړه نو د زوی یې زور نه وو پرې رسېدلی او کله یې چې یوه یوه لښته ورکړې وه نو ټول یې ماتې کړې وې نو په اخېر کې یې زامنو ته ویلي وو چې که بې اتفاقه شی داسې یو یو به ماتیږی که په اتفاق شی د هیچا زور به نه درباندې رسیږي.

کله چې مسلمانان یو وو د یو نظام لاندې یې ژوند کاوه نو په هغه وخت کې مسلمانانو ډیر لوی برم او عزت دلوده او د نړۍ پرمختللي خلک همدوی وو او په هغه وخت کې مسلمانانو دومره لوی توپ درلوده چې حرکت لپاره یې ۲۰۰غوایان او ۶۰ کسانو ته ضرورت وو. او له همدې توپ څخه به ټوله اروپا ویريدله.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close