سیاسي لېکنې

د مظلومو افغانانو ازار امریکایانو ته په څو لحظو کې ۱۱۵ میلونه ډالر زیان واړاوه

د پنتاګون له اعلان سره سم سم تیره ورځ د امریکایي پوځ «اف- ۳۵ بی» ډوله جنګي الوتکه د هغه هیواد په کارولینا ایالت د «بیفورت» په هوايي ډګر کې سقوط وکړ او خاورې ایرې وګرځیده.

دا ړومبی ځل دی چې د امریکا هغه پرمختللې جنګي الوتکه چې هر ډول رادارونه خاموش او غافلولی شي او ارزښت یې ۱۱۵ میلونه ډالره اټکل شوی، د تخنیکي عوارضو له امله سقوط کوي.

په دې ورستیو کلونو کې امریکايي پوځ په دې هڅه کې وو چې (F-35 Lightning II) الوتکي د سرعت او دقیق هدف ویشتنې په برخه کې په بیسارو پرمختللو سامان الاتو باندې مجهزه کړي؛ نو د تمرین او ازمویني په نیت یې وړمه ورځ نوموړې الوتکه په ړومبي ځل په افغانستان کې د لسګونو مظلومو افغانانو د وژنې او تباهي په لار کې وکاروله او یو لړ مسکوني سیمې یې پرې بمباردمان کړې.

د الله تعالی قدرت او حکمت ته په کتو او د مظلومو بې دفاع افغانانو د ازار په نتیجه کې قاتلي امریکا د خپل جبر او بربریت انجام ډیر ژر او د سر په سترګو وکوت او په افغانستان کې یې د F-35 الوتکې د بمباردمان په سبا یوه بله F-35 الوتکه د امریکا په داخل کې له پرواز څخه لږ ورسته په ځمکه راولویده، په بشپړه توګه د اور خوراک او په څو سانیو کې امریکایانو ۱۱۵ میلونه ډالر زیان وګاللو.

دا هم ولولئ  خونخوارو جنرالانو ته سزا!

پنتاګون په خپله اعلاميه کې په داسې حال کې چې د نوموړي الوتکي په نسکوریدو یې ژور خپګان ښودلی، په تبصره کې یې ویلي چې دوی له څو کلونو راپه دې خوا د F-35 الوتکې په ښه تجهیز ملیاردونه ډالر ولګول او داسې په اساني یې فکر نه و کړی چې پرته له کومې لويې پیښې او حادثې دې د امریکا د پرمختیا او غرور دغه مهم څلی راوغورځي.

امریکایانو نږدې ۱۸ کاله په افغانستان کې د خپلې پوځي او قاتلې ټکنالوجي په مټ هر ډول تمرینات او ازموینې تر سره کړي، هر ډول الوتکو او ډول ډول بمونه یې استعمال کړل، حتی د نیمه اتومي او فاسفورس بمونو او نورو و زهریله وسلو له کارونې یې مخ وانه ړاوه، که څه هم په ترڅ کې به یې مظلوم افغانان کړول شوي وي او مرګ ژوبله به یې وراړولې وي، خو د مقتدر رب جل جلاله په فضل او نصرت یې مجاهد افغانان له خپل باغروره دریځ او موقف څخه یو څپک او لویشت هم نه دي په شا کړي.

دا هم ولولئ  اتلس کلنه جګړه کې ټول جنرالان امریکا ایران او پاکستان وژلي!!

مونږ امریکایانو ته وایو چې ستاسې ټولې ستراتیژي، ټکنالوژي او حربې په افغانستان کې نامراده او په نطفه کې شنډې دي، تاسې که دلته له دې وروسته هره وسله او الوتکه کاروئ، نتیجه او انجام به یې د F-35 په څیر وي، چې د افغانستان فضا ته په محض ورښکاره کیدلو به مو په خپلو هوايي اډو کې نورې F-35 الوتکې نسکوریږي او په څو لحظو کې به لسګونه میلونه ډالر زیانونه ویني.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close