تقريرونه

د مولوي عبدالرحمن اخندزاده حفظه الله صوتی بیان (( أوفو بالعقود ))

الحمدلله رب العالمین والصلوة والسلام على سيد المرسلين محمد واله وصحبه اجمعين
امابعد
قال تعالى: بعد أعوذ بالله من الشيطان الرجيم
(وقاتلوهم حتى لاتكون فتنة ويكون الدين كله لله) البقرة: 193
صدق الله العظيم
قدرمنو او محترمو وروڼو
لله الحمد دالله په فضل او کرم سره د جهاد ددې عظیم کاروان سره او په همدې مسیر باندې روان یو، داهرڅه د الله په فضل او کرم سره دي، په دې مقام باندې غواړم ستاسو توجه یوې خطرناکې دسیسې طرف ته را واړوم هغه دسیسه او هغه خطرناکه منصوبه چې د هر جهاد په پایله کې د لکونو شهیدانو ورکولو نه وروسته یې دشمن په لاره باندې اچوي، وروڼو د تاریخ په اوږدو کې امت مسلمه په هرځای کې قربانۍ ورکړې دي، خو کله چې جهاد خپلې اخري مرحلې ته رسیږي نو دشمنان ددې کوشش شروع کوي چې د جهاد ثمرې ترلاسه کړي د شهیدانو وینو سره خیانت وکړي، ددنیا په تاریخ کې تاسې وګورئ وروڼو که هغه د عربو نړئ ده که مغرب اسلامي دی که هغه برصغیر دی او که د افغانستان پاکه او مجاهد پروره خاوره ده په دې ټولو منطقو کې هروخت چې متجاوز تجاوز کړی، لله الحمد په دې امت کې داسې ځوانان موجود دي داسې میندې موجودې دي چې داسې اولادونه یې زیږولي چې د دشمن او متجاوز کبر او غرور یې په خاورو کې سره برابر کړی او داسې شکست یې ورکړی چې تاریخ یې بیا یاد ساتي، د امت اسلامي په تاریخ کې په هردور کې کله هم داسې ندي شوي چې د متجاوز په مخ کې سر ټيټ کړی وي، په هردور او هرزمان او مکان کې د دنیا په هره خطه کې یې قرباني ورکړې ده، متأسفانه چې کله جهاد اخري درشل ته رسیږي او د کامیابۍ درشل ته رسیږي، دشمنان خیانت کوي، کفار خیانت کوي، د چل او نیرنګ نه کار اخلي او د مسلمانانو په مینځ کې منافقین راپیداکوي او د هغوی سره یوځای د جهاد دا عظیمې قربانۍ ضایع کوي، تاسو وګورئ په مغرب اسلامي کې تاسو وګورئ په برصغیر کې وګورئ په دې لنډ تاریخ د افغانستان کې هرځل دشمن او متجاوز شرمناک شکست خوړلی، افغانستان کې دوه امپراطوریو ددې نه مخکې ماتې خوړلې خو تاسو وکتل چې د هرځل قربانۍ نه وروسته قرباني چا ورکړه او د کوم مقصد لپاره یې ورکړه او اخري نتیجه څه شوه؟ قرباني د شریعت په خاطر باندې ورکول کیږي خو وروسته د متجاوز د ماتیدو څخه په ځای ددې چې شریعت راشي د کفر نظام برلاسی کیږي، مغرب اسلامي کې قرباني د شریعت لپاره ورکړل شوه خو قابضه ترننه ورځې یا دیکتاتوري ده او یا پکې ملعون جمهوري نظام دی، برصغیر کې قرباني علماوو ورکړه مسلمانو ورکړه خو تراوسه پورې د برصغیر په ټولو ملکونو کې ملعون بشري نظام د انسانانو جوړ کړی نظام دغرب جوړ کړی نظام د فرانسې جوړ کړی جمهوري نظام قابض دی، په افغانستان کې ددې نه مخکې که هغه قرباني د انګریز په خلاف باندې جهاد وو که د روسانو په خلاف باندې جهاد وو قرباني ملت ورکړه قرباني امت ورکړه، د هیڅ قربانۍ نه یې مخ نه ده اړولی داسې تاریخي قربانۍ یې ورکړې چې په تاریخ کې یې ساری نه درلوده خو نتیجه یې بیا همغه کیدله چې ګدۍ نشین بیا هغه کفري نظام، او له هغه سره مل هغه مرتدین دی، نن وروڼو بیا دغه قصه تکراریږي،
لله الحمد هغه مغروره امریکا هغه مغروره ناټو چې څوارلس کاله مخکې یې … (نعره تکبیر…الله اکبر، زمونږ ارزو زمونږ هدف… شریعت یا شهادت)  د نن نه څوارلس کاله مخکې د یولسم سپتمبر نه وروسته کله چې امریکا د وخت طاغوت او فرعون د خدایي ناره ووهله او د صلیب بیرغ یې پورته کړ او د کبر او غرور نعره یې پورته کړه چې [دنیا به یا نن له ماسره وي او یا به ددهشت ګردو یعنې مجاهدینو سره وي] …(نعره تکبیر… الله اکبر، سبیلنا سبیلنا… الجهاد الجهاد، طریقنا طریقنا… الجهاد الجهاد) په هغه وخت کې وروڼو د وخت فرعون قسم خوړلی وو په صلیب باندې چې یو یو مجاهد که هغه د امارت اسلامي مجاهد دی که د القاعدې مجاهد دی زه به یې عدالت ته چې دوی ورته عدالت وایي د ظلم مرکز چې دوی ورته عدالت وایي ویلې به یې چې دلته به یې راولمه یو یو به یې راولمه سرکوزی به یې راولمه، خو په هغه وخت کې لله الحمد چې مونږ او تاسو بلکه ټول امت اسلامي داسې یو غیرت مند داسې یو شجاع داسې یو دردمند داسې په ولاء او براء باندې پوه مجاهد امیر المومنین حفظه الله درلود چې هغه ددې فرعون په سترګو کې سترګې واچولې ددوی د خدایي دعوه یې ماته کړه او په جرئت سره یې اعلان وکړ چې نن بوش دعصر فرعون دخدایی دعوه کړې ده او مونږ ته یې تهدید کړی دی او چیلینج یې راکړی دی چې تاسو به زه ماتومه خو زما د په رب باندې قسم وي یوه بله وعده ده چې هغه د رب السماوات والآرض وعده ده او زما د په رب قسم وي چې زما د رب وعده رښتوني ده او زمونږ د رب وعده داده چې زه به تاسو کامیابومه (کم من فئة قلیلة غلبت) البقرة:249 ډیرې وړې وړې ډلې د غټو طاقتونو په خلاف باندې کامیابې شوې دي، نو دنیا ته وایي زه اعلان کوم، دا د ولاء او براء بنسټ او بیرغ په افغانستان کې امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد پورته کړو، او د فرعون په مقابل کې  دا اعلان وکولو چې یو طرف ته تهدید او ددې فرعون مغرورانه وعده ده او بل طرف ته زمونږ د قدیر زات وعده ده وبه ګورو چې د چا وعده رښتوني کیږي خو زما د په رب باندې قسم وي چې زما د رب وعده ترټولو رښتوني وعده ده مونږ به غالبه کیږو دوی به مغلوبه کیږي، لله الحمد څوارلس کاله نه وو تیر وروڼو څوارلس کاله هیڅ  شی دي، ددنیا او د بشریت په تاریخ کې د ټولو نه قوي طاقت، د ټکنالوژی له لحاظه د قوت له لحاظه د اقتصاد له لحاظه او د وسایلو له نګاه نه دومره قوي قوتونه چاته نه وو ټول شوي، او بل طرف ته (ناره تکبیر… الله اکبر، لاشرقیه لا غربیه… اسلامیه اسلامیه) او بل طرف ته وروڼو ددغه بشري قوت په مقابل کې یو مظلومه ډله یو کمزورې ډله خو د الله په زور باندې نازیدلي خلک، دالله په زور باندې ایمان راوړونکي خلک، چې د کم من فئة مثال یې قایمه کړو وروڼو الله رب العزت خپل ایت په دوی باندې صادقه وګرځولو، څوارلس کاله تیر شوي نه وو چې هغه مغروره امریکا چې دغه دعوه یې کوله چې یو یو مجاهد به لاس نیولی افغانستان ته نه بلکه امریکا ته زلیله راوړم او دامریکا په عدالت او محکمه کې به یې محاکمه کوم، سرکوزي به یې محاکمه کوم، خو نن څوارلس کاله وروسته هغه مغروره امریکا او هغه مغروره نیټو او هغه مغرور غربیان وروڼو دغه مظلوم طالب ته خو دقربانۍ واله طالب ته د امارت اسلامي مجاهد ته کچکول په غاړه باندې کچکول په لاس باندې کلى په کلى ګرځي وطن په وطن باندې ګرځي پایتخت په پایتخت باندې ګرځي نورو ته وایي چې راشئ دغه د امیرالمومنین لښکر زمونږ سره صلحې ته نه کیني, تاسو یې مجبوره کړئ تاسو منت ورته وکړئ تاسو زاري ورته وکړئ مونږ ورته زاري کوو دا خپل کچکول ددوی پښو ته ږدو چې مونږ معاف کړئ راشئ مونږ سره کینئ تباه شو برباد شو ذلیله شو، وروڼو دغه دالله رب العزت وعده صادقه شوه، لکه څنګه چې به صادقه وي په هر زمان کې وروڼو خو داوایم یاد لرئ وروڼو چې په دغه څوارلسو کالونو کې دامریکا په مشرئ باندې، د ناټو د بشریت د ټولو نه قوي ترین لښکر ته دا شکست دا خبرو ندی ورکړی وروڼو، دا په تشو خبرو باندې ندی ورکړ شوی، دا په تشو دعاګانو باندې ندی ورکړ شوی، دا په اوښکو باندې ندی ورکړ شوی، وروڼو ددې شاته قربانئ دي، ددې شاته د لکونو شهیدانو وینې دي، ددې شاته د بګرام او ګوانتانامو د اسیرانو اهونه دي، ددې شاته د کونډو او یتیمانو اوښکې دي، ددې شاته د تهجد اهونه دي، ددې شاته  وروڼو د امیرالمومنین غوندې امیر او مدبرانه قیادت دی څوک چې تر نن پورې دامریکا او د ناټو هیڅ سوال ته هیڅ  ارزو ته هیڅ پیشنهاد ته یې سرټیټ نه کړو، ددې شاته قربانئ دي، وروڼو ددې شاته د غرونو غوندې صبرناک خلک دي، ددې شاته د غرونو او د بحرونو غوندې صبرونه دي، ددې شاته وروڼو پراخه سینې دي چاچې په دې سینو باندې دهر جابر دهر طاغوت غشي زغملي دي وروڼو او په دې سینو باندې وروڼو دهر بې وفا هرمنافق او هر جفاکار بې وفایي یې هم زغملې ده او لښکر یې تردې ورزې پورې راوستلی دی، وروڼو په اخره کې یو خبره کوم چې متاسفانه وروڼو نن دوه خبرې کیږي نن چې کله جهاد خپل درشل ته رسیږي نن چې امریکا ذلیله کیږي نن چې امریکا ذلیله وزي ان شاء الله ددې ذلت نه وروسته به بیا په امت باندې ذلت نه رازي، ددې نه وروسته به ان شاء الله دشمن د مسلمان کور ته نه ورزي، ددې نه وروسته به په مونږ باندې څوک تجاوز نه کوي، ددې نه وروسته به ان شاء الله مونږ خپلې لښکرې بوزو، د خپلو ټولو شهیدانو انتقام به اخلو، د خپلو تار تار شوو عزتونو او د خپل نبي انتقام به اخلو، وروڼو دوه دسیسې روانې دي یوه دسیسه چې ددشمن پروپیګنډه او ددشمن میډیا یې شپه او ورځ غږوي، هغه داده چې نن افغان ملت ته نن مسلمانانو ته نن امت اسلامي ته په غوږ کې داخبرې کوي شپه او ورځ دا تبصرې کوي پورن خو ای مجاهده پرون خو ای د امارت اسلامي مجاهده، پرونه پورې خو چې جنګیدې د امریکا په خلاف جنګیدې د ناټو په خلاف جنګیدې، نن وایه د چا په خلاف باندې جنګیږې؟ نن خلکو ته دا ورښایي له اوس نه وایي چې افغانستان د خانه جنګئ په طرف روان دی خلکو ته په زهن کې داورکوي چې له دې نه وروسته چې امریکایی وزی نظام به همغه کفري نظام وي، نظام به همغه ډیموکراسي نجاست وي، قانون اساسي به همغه په کفر باندې ولاړ قانون وي، هم د افغانستان مجاهدینو ته هم د امت اسلامي مجاهدینو ته په زهن کې دا ورکوي چې داجنګ خو دامریکا په خلاف وو داخو د متجاوزینو په خلاف وو نو نن چې امریکا وزي نو ته د څه لپاره جنګیږې؟ وروڼو دا یوه دسیسه روانه ده دایو پروګرام روان دی، غواړي چې په افغانستان کې دامارت اسلامي مجاهدین او په افغانستان کې جنګیدونکي دامت اسلامي مجاهدين ددې لارې نه منحرف کړي، خو وروڼو مونږ وایو: آې دنیا واورئ کفار دې هم واوري طواغیت دې هم واوري مرتدین دې هم واوري منافقین دې هم واوري ضعیف الایمان مسلمانان دې هم واوري چې زمونږ دا جهاد كوم بې مقصده جهاد نه دی، دا جنګ نه دی بلکه دا با مقصده جهاد دی، په یو مقصد باندې مو شروع کړی د قران په دې ایت باندې مو شروع کړی، (و قاتلوهم حتی لاتکون فتنة) زمونږ د جهاد داولې ورځې نه مو چې شروع کړی دادوه مقصدونه زمونږ مخې ته دي، دا مقصدونه مونږ په قرآن کې زده کړي دا مقصدونه مونږ ته مشرانو ښودلي، مونږ ته خپلو علماوو ښودلي چې د جهاد دوه سپیڅلي هدفونه دي (وقاتلوهم حتی لاتکون فتنة) ددې کفارو په خلاف وجنګیږئ ترڅو ددوی نظام ختم شي ددوی قوت ختم شي، نن ددوی قوت په دې نجسه ډیموکراسئ کې دی، نن ددوی قوت په دې قانون اساسي کې دی، په دې قانون اساسي او آین کې دی، نن ددوی ټول قوت زور او فتنه په همدغه کې دی، مونږ ته د قران حکم دادی، د رب حکم دادی، د اولې ورځې نه مو چې جهاد شروع کړی په دې نیت او ددې په خاطر مو شروع کړی چې مونږ به دغه نظام ړنګوو، وروڼو ووایئ ایا د امارت اسلامي مجاهدینو اسلحه په هغه ورځ باندې اوچته کړې په هغه ورځ باندې پورته کړې وه په کومه ورځ چې امریکا راغلې وه، هرګز نه وروڼو د اولې ورځې نه چې د امارت اسلامي مجاهدینو د امت اسلامي مجاهدینو په افغانستان کې اسلحه اوچته کړې وه داولې ورځې نه یې مقصد داوو چې د کفر نظام ووهو، د کفر نظام پرون په افغانستان کې د کمونیزم په شکل کې وو، نن د کفر نظام په افغانستان کې د ډیموکراسئ په شکل کې ده د ډیموکراسئ په صورت کې ده، نو وروڼو دغه نظام چې هرڅوک چلوي، ترننه پورې دا څوارلس کاله چې امریکا وچلولو ناټو وچلولو مونږ په دې باندې علم الیقین لرو چې دامریکا د وتلو نه وروسته د ذلیله کیدلو نه وروسته به د هغې ګوډاګیان د هغه نظام ګوډاګیان د هغه مزدوران هغه بیغرته به یې چلوي چاچې د کمونستانو نظام چلولو، مونږ د اشخاصو سره کار نشته مونږ د جنسیتونو سر کار نشته، مونږ که کار ده هغه د نظام سره ده، هغه نظام چې پرون امریکايي چلولو نن به یې افغانی چلوي له دې نه وروسته هغه نظام زمونږ هدف دی څوک چې ددې نظام دفاع کوي څوک چې ددې نظام چلونکي دي هغه نظامي قوتونه څوک چې دغه نظام چلوي هغه قانوني او تقنیني قوتونه چې څوک د ډیموکراسئ غیر اسلامي قوانین نافذوي او هغه پلي کوي په مسلمانانو باندې هغه زمونږ هدف دی د هغې تر ړنګیدلو پورې دهغې ترختمیدلو پورې مونږ جنګیږو د هغوی ترختمیدلو پورې به دغه جهاد روان وي مجاهدینو ته وایو خپل د امارت اسلامي وروڼو ته دا وایو چې مجاهدینو اګاه اوسئ فکر وکوئ ګورئ مونږ دا جهاد د امریکایي په خلاف باندې نه دی شروع کړی مونږ دا جهاد شروع کړی دی د کفر د نظام ختمولو, هغه نظام چې امریکایان یې خپله چلوي هم کفر دی، که د امریکایانو نه وروسته یې څوک چلوي هم کفر دی که مولوي او پروفیسر یې چلوي هغه هم کافر دی که یو غربی یې چلوي هغه هم کافر دی که افغانی یې چلوي هغه هم د کفر نظام دی، ددې ټولو په خلاف باندې مونږ جنګیږو، د خیال او تصور نه مجاهدین باید دا خبره وباسي، باید ملاوې نورې هم مضبوطې کړي نن ددې نه وروسته کوم تاریخ چې امریکا ورته وایي چې په دې تاریخ به وزم، زمونږ جهاد تر دې تاریخه پورې نه دی، بلکه زمونږ جهاد به ترهغه پورې وي ترڅو پورې د کفر دا نظام ونړیږي، او د کفر د نظام نړیدو نه وروسته هم یو مقدس هدف لرو هغه دا چې (ویکون الدین کله لله) چې دا دین دالله لپاره شي شریعت دالله لپآره شي د شریعت لپاره راپورته شوي یو شریعت به نافذوو، شریعت چې کله نافذ شو بیا ټولو افغانانو ته وایو ټول امت اسلامي ته وایو چې افغانستان ستاسې ځای دی ستاسې ټاټوبی دی ستاسې د امن ځای دی مونږ بیا دچا سره هم نه جنګیږو مونږ که جنګیږو د نظام په خاطر جنګیږو (ناره تکبیر… الله اکبر) دوهمه خبره وروڼو دوهمه خبره ددې ګوډاګي مزدور حکومت ددې کفري نظام دارتداد نظام ددې چلونکو ته دا وایو بیغمه اوسیږئ تاسو به دا فکر کړی وي چې مونږ به د صلحې په نوم د صلحې کچکول راواخلو او بیا به د تیر په څیر باندې لکه په افغانستان برصغیر مغرب اسلامي او په نورو دولتونو کې چې لکه د صلحې په نامه باندې د دوکې او د فریب په نامه باندې د جهاد ثمرې مو واخیستې یوځل به بیا داکار وکوئ بیغمه اوسیږي ان شاء الله مونږ خپل هدف پیژندلی دی مونږ خپل دشمن پیژندلی دی مونږ خپل مقصد پیژندلی دی، مونږ هغه د خپل مقصد اخري سرحد پیژندلی دی او هغه ویکون الدین کله لله ترڅو چې دا ټول دین د الله لپاره نه وي شوی نو هغه ټولو ته وایو چې په دې نظامونو کې کار کوي په نظامي ادارو کې کارکوي په تقنیني ادارو کې کار کوي دې ټولو ته وایو چې د توبې دروازه درته خلاصه ده توبه وباسئ یوځل بیا دالله دین ته رجوع وکوی بس دی څوارلس کاله ددې ملت سره بس دی څوارلس کاله د امت اسلامي سره بس دی څوارلس کاله ددې اسلام سره د شریعت سره مو دشمني وکوله اوس هم دتوبې دروازه دالله په دربار کې خلاصه ده اوس هم رجوع وکوی د خپلو مجاهدینو سره د امارت اسلامي د مجاهدینو سره یوځای شئ د اسلامي امارت غیږې تاسې ته خلاصې دي که مو بیرته رجوع وکوله ددین طرف ته مو رجوع وکوله د اسلام په صف کې ودریدلئ د کفر په خلاف وجنګیدلئ زمونږ به همداسې وروڼه یئ لکه پخوا مو چې وئ لکه مونږ چې په خپلو منځونو کې وروڼه یو دا وروري به قایمه وي زمونږ ترمینځ خو که چیرته په خپل ځای باندې باقي پاتې شوئ د کفر نظام موئیدین پاتې شوئ، نو بیا دا واورئ چې ستا او د کافر ستا او د انګریز ترمینځ مونږ هیڅ فرق نه کوو لکه تیر جهاد کې چې مونږ او زمونږ مشرانو زمونږ پلرونو او زمونږ نیکونو د انګریز او دهغه افغاني ترمینځ فرق نه کولو کوم چې د انګریز تر څنګ ولاړ وو د روس په جنګ کې د هغه کمونیست او د روس ترمینځ فرق نه کولو کوم چې د روس تر څنګ ولاړ وو لکه په نن جهاد کې مو چې د امریکایي او هغه افغاني ترمینځ فرق نه دی کړی کوم چې د کفري نظام ترڅنګ ولاړ دی ددې نه وروسته به هم هیڅ کله دغه فرق ونه کوو زمونږ جهاد به ترهغه پورې جاري وي ترڅو پورې د کفر نظام ختم شو ډیموکراسي ختم شي په ځای باندې الهي شریعت او عدل قایم شي ترهغه وخته پورې وروڼو آخري خبره یوځل بیا کومه وروڼو اخري نقطه چې تاسو ته یې یادول غواړم وروڼو هغه دادی وروڼو چې ددغه دسیسې ترڅنګ یوه بله دسیسه روانه ده هغه داده چې غواړي د امارت اسلامي مجاهدین دا غیور مجاهدین د خپل امیر امیر المومنین ملامحمد عمر مجاهد په حق کې کرکجن کړي بدګومانه یې کړي بدظنه یې کړي یا وایي چې هغه نشته یا خو وایي چې اوس یو بل امیر پیداشوی دی چې هغه له ده نه حق دی زه وایم وروڼو ووایئ دالله په خاطر باندې په دا تیره یوه پیړئ کې ددې خلافت اسلامي د نړیدلو نه وروسته داسې شجاع امیر په کوم ځای کې راپیداشوی؟ داسې تجربه شوی امیر په کوم ځای کې… امت اسلامي خو نن په داسې امیر پسې ګرځي چې تجربه شوی وي خیانت یې نه وي کړی خپل مسیر یې نه وي تغیر کړی له قربانیو څخه تیر شوی وي له بندیخانو څخه تیر شوی وي په سختیو سره یې ددشمن مقابلې کړې وي خو خپل مسیر کې تغیر نه وي راوستی نن خو امت اسلامي داسې امیر ته منتظر دی ولې زمونږ دغه امیر امیر المومنین ملا محمد عمر –حفظه الله- د کومې قربانی نه مخ ګرځولی کوم خیانت یې کړی دی؟ وروڼو که د امت سره خیانت وي خو راشي تاریخ یې د امت سره وګورئ چې د مهاجرینو په خاطر باندې د یوڅو مجاهدینو په خاطر باندې کوم چې زمونږ او تاسې وروڼه وو د هغوی په خاطر باندې خپله اباد حکمرانۍ او امارت یې ړنګ کړو د یوڅو مهاجرینو په خاطر چې هغو ته یې ځای ورکړو، وروڼو د افغانیت په اساس باندې نه دشریعت په اساس باندې (المسلم اخ المسلم لایظلمه ولایسلمه) دا دولاء او دبراء یو بنسټ وو چې د مونږ امیر المومنین په دې باندې عمل کړی نن مونږ داسې امیر المومنین څنګه له لاسه ورکړو څنګه دهغې مخالفت وکړو مونږ هغه نادانه مسلمانانو وروڼو ته وایو هغه جفاکارو او بې وفا مسلمانانو ته وایو چې د الله په خاطر باندې هغه امیر المومنین چې خپل هرڅه یې دالله په خاطر باندې د ولاء او براء په خاطر باندې د امت اسلامي په خاطر باندې صرف د افغان په خاطر باندې نه بلکه د امت اسلامي په خاطر باندې قربان کړي نن څنګه هغه امیر المومنین ته تاسې وایئ چې امیر المونین خو صرف د افغانانو امیر دی، ایا دا دافغانانو امیر دی؟ ایا دا امیر هغه امیر نه دی چې د امت اسلامي د عربو مجاهدینو د چیچین د مجاهدینو د ازبکو مجاهدینو د چین د مجاهدینو ایا ټاټوبی نه وو دده په وخت کې افغانستان ایا دهغه په خاطر د هغو باندې د ننګ په واسطه له ده نه هرڅه وانه خیستلی شول ایا ترننه ورځې پورې چې دهغه له ملګرو نه زندانونه ډک دي ایا جرم یې داندی چې دوی د امت اسلامي ترشا ولاړ دي دهغوی تایید کوي د عالمي جهاد تایید کوي نن څنګه ده ته دا پیغور ورکوې چې دامارت اسلامي امارت خو د افغانستان ترحدودو منحصر دی، ته ووایه پرون چې د افغانستان په دې جهاد کې د افغانستان د امارت اسلامي په دور کې ددنیا مسلمانان اوسیدل څوک خو دې ثابته کړي چې د کوم مسلمان مخې ته دې د یو خارجي مسلمان مخې ته دې د امارت اسلامي یو ادنی مامور ودریدلی وي ورته ویلي یې وي چې ویزه د راوښیه د افغانستان ویزه لرې چې دې حدودو ته راغلی يې وروڼو په ازاده ازادي څومره حقوق چې یوه افغان ته وو هغه نه زیات حقوق یوه مهاجر ته وو نن څنګه دغه پیغور امیر المومنین ته ورکول کیږي چې دده حکمراني به د افغانستان د حدودو پورې محدوده وي څنګه ایاد نن دهغه ترقیادت لاندې مجاهدین په یمن کې نه جنګیږي ایا ترمغرب او ترمالي پورې ایا تر عراق او تر شامه پورې دهغه لښکرې نه دي رسیدلې نن په کومه خوله باندې په کوم دلیل باندې امیر المومنین ته دا پیغور ورکول کیږي یا په امارت اسلامي باندې دا تنقید کيږي چې دا عالمي جهاد یا عالمي فکر نه لري که یې عالمي فکر نه لرلای نو په هماغه ورځ باندې به یې مجاهدین دا مهاجرین دښمن ته په لاس باندې ورکړي وو او خپله حکمراني به یې قوي کړې وه په رب مې دې قسم وي چې امیر المومنین په ولاء  او براء باندې قایل دی په ولاء او براء باندې حکومت جوړ کړی دی او په عالمي جهاد باندې قایل دی خو وروڼو د هرشي دهر مقال لپاره مکان موجود وي د وخت د رارسیدو نه مخکې چیغې وهل کومه فایده لري نه انسان پرې مکلف دی نه فایده پرې مرتبه ده خو عملي ژوند ته وګوری چې دامارت اسلامي تیر دور ته وګوری چې امارت اسلامي عالمي امارت اسلامي وو د امارت اسلامي اوسني وضیعت ته وګوري ددې ټولو مجبوریتونو باوجود د یو مجاهد مخه نده نیولې د یو خارجي مجاهد مخه یې نه ده نیولې او نه یې دښمن ته سپارلی یو خارجي مجاهد ته یې ځواب نه دی ورکړی چې زمونږ له وطن نه ولاړ شي نو وروڼو نن که دا عالمي امیر نه وي عالمي فکر ونلري او عالمي سوچ ونلري نو نور به یې څوک لري وروڼو په الله مې د قسم وي چې داسې وفادار داسې شجاع او داسې غیرت مند امیر به ونه مومی پام چې دا جفا ونه کوی دابې وفایي ونه کوي بلکه دا بې غیرتي ونه کوئ بلکه دا داسلام او شریعت خلاف ورزي ونه کوی په داسې وخت کې چې د امیر المومین دا لښکر چې د اته څلویښت دولتونو په خلاف یې وجنګولو خو دې اته څلویښت دولتونو سره ددې ټولې ټیکنالوجی او وسایلو په دې ونه توانیدل چې د امارت اسلامي په خلاف یوه وړوکي ډلګی را پیداکړي او ددوی په مقابل کې یې راپورته کړي نو وروڼو دا ظلم تاسو ونه کوئ دا بې وفایي تاسو ونه کوئ دا جفا تاسو ونه کوئ دا بد سنت دا دبې غیرتئ سنت تاسو پلي نه کړئ که نه په ټول تاریخ کې به امت اسلامي به درباندې لعنت وایي امت اسلامي به وروڼو په داسې چا باندې لعنت وایي چاچې دداسې امیر المومنین دداسې وفادار امیر او دداسې وفادار لښکر دماتیدلو کوشش کړی او د هغې د خسران کوشش یې کړی او هغه یې شاته کړی هغه لشکر چې اته څلویښت دولتونو ونه وهلو ددنیا ټیکنالوجی ونه وهلو ددنیا لښکرو ونه وهلو هغه ددې جفاکارو په لاس وهل کیږي نو پام چې وروڼو ددې جفاکارو سره یوځای نشئ مونږ ورته دهدایت دعا کوو مونږ ورته وایو چې الله رب العزت دې هغوی ته هم هدایت وکوي مونږ ته دې هم الله هدایت وکوي هغوی دې هم الله حق ته راجع کړي او مونږ دې هم الله په حق ثابت قدمه لري.
اقول قول هذا استغفر الله لي ولکم ولسائر المسلمین سبحانك اللهم وبحمدك اشهد ان لا اله الا الله استغفرك واتوب الیك
(زمونږ ارزو زمونږ هدف… شریعت یا شهادت، امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد… زنده باد)

د بیان پلي کونکی: خالد احمد نبیل

په غږ کې

http://yourlisten.com/Abdulhadi.Afghani/afobiloqood



2 thoughts on “د مولوي عبدالرحمن اخندزاده حفظه الله صوتی بیان (( أوفو بالعقود ))”

  1. اسلام وعلیکم ورحمته الله وبرکاته
    الله دی تاسو ته اجرونه درکړی زه یوه پوښتنه لرم هغه داچی نور داسی دجهاد صوتی بیانونه دکومی پاڼی څخه ترلاسه کړم هیله لرم هغه پاڼی راپه ګوته کړی.

    په درنښت

    1. علیکم السلام
      ان شاءالله نژدې راتلونکی کې به د صوتی بیانونه اکثره مجموعې زموږ له ویب سایټ څخه تر لاسه کړئ موږ پرې کار کوو .مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close