اسلامي لیکنې

د میاشت لیدل (رؤیت هلال)

حافظ  منصور الرحمن غزنوي :

د روژې د میاشتي په راتلو سره یو وار بیا دا خبرې تر غوږو رسیږي چې آیا د سعودي عربستان د میاشت په لیدلو سره په ټولو مسلمانانو روژه لازمیږي او که څنګه؟ آیا د مطالعو اختلاف اعتبار لري او که یا؟ او ډیری داسي نوري پوښتني، دا او دې ته ورته د ځینو پوښتنو ځوابونو ته مو په لاندي لیکنه کې په مختصر ډول اشاره کړي.

د میاشت د ليدلوحکم په دوه ډوله کېدای شي:

لومړی: چې کله په خپلو سترګو ولیدل شي .

دوهم: د فلکیاتو د علم د حسابونو په رڼا کې، چې کله د میاشت ليدل ممکن وي باید د رؤیت فیصله وشي که څه هم چا په سترګو نه وي ليدلي .

شرعا باید لومړۍ طریقه استعمال شي ، د دې طريقې حاصل دا دی چې که څه هم د حسابابونو په رڼا کې د میاشت ليدل ممکن وي خو د څه بهرني مانع له کبله و نه ليدل شي نو شرعا د داسي امکان اعتبار نشته .

دلائل : په حديث شریف کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : لا تصوموا حتی تروا الهلال و لا تفطروا حتی تروه فان غم علیکم فاقدروا له ( متفق علیه )

ژباړه : تر هغه روژه مه نیسئ څو چې میاشت و نه وینئ ، او تر هغه یې مه ماتوئ ( مه اختر کوئ ) ترڅو چې میاشت و نه وینئ ،او که ستاسو څخه (په وریځ کې) پټه شي بیا حساب ورته وکړئ ، یعني په حساب ۳۰ ورځي پوره کړئ.

 لکه څنګه چې په بل حديث کې په صراحت سره راغلي : فان غم علیکم فاکملوا العدة ثلاثین.

 یعني که میاشت ( په وریځ کې )پټه شي نو ۳۰ ورځي پوره کړئ.

د پورتنۍ طريقې ګټه دا ده چې هر څوک عمل پرې کولای شي ، ځکه چې اسلام یو عام  دين دی،او د مسلمانانو غالب اکثریت په کلیو او بانډو کې اوسېږي نو هغوی په فلکي حسابونو مکلفول د مشکلاتو سبب ګرځي، همدا لامل دی چې شرعا د رؤیت لومړۍ طریقه معتبره ده .

که څه هم د رؤیت د فیصلې مدار په حساب نه دی ، لیکن په فیصله کې د حساب څه نه څه اعتبار لاندي ګټي لري :

لومړۍ: کله داسي هم پېښه شي چې د حساب له مخي د میاشت ليدل امکان نه لري ، خو بیا هم ځيني خلک د میاشت د ليدلو شاهدي وايي نو په داسي حال کې به د هغه په شهادت فيصله نه کېږي ، ځکه چې په دې حال کې رؤیت هیڅ امکان نه لري .

دوهمه : د فلکي حساب له مخي دا مالومېږي چې د میاشت شکل څنګه دی؟ هغه به د لمر کومې خوا ته وي ؟ نری والی او پنډوالی به يې څومره وي ؟ د دغو معلوماتو په رڼا کې قاضي د خلکو د شاهدیو په حقیقت او بطلان کې مرسته ترلاسه کولای شي .

د پورته کرښو خلاصه دا را وځي چې کله د فلکیاتو ماهرین ووايي چې میاشت ليدل ممکنه ده خو د څه عارض له امله و نه لیدل شي نو د رؤیت فیصله به نه کېږي ،لیکن که د حساب په رڼا کې دا معلوم شي چې شاهدي ویونکی په غلطي ده ، او حقیقتا د میاشت ليدل په هغه ورځ نا ممکن دي نو تر دغه حده له فلکیاتو مرسته اخیستل هیڅ حرج نه لري.

د رؤیت حسابي څېړنه :

دمیاشتي په اړه د حسابي معلوماتو لپاره د دوه ډوله حرکاتو پېژندل اړین دي :

اول: د ځمکي شاوخوا د سپوږمۍ حرکت  .

دوهم : د لمر شاوخوا د ځمکي حرکت

سپوږمۍ خپله دوره په ۲۷ ورځي او ۷ نیم ساعته کې پوره کوي ، او ځمکه خپله دوره په ۳۶۵ ورځو کې پوره کوي ، نو ځکه خو چې کله سپوږمۍ خپله دوره پوره کړي ځمکه د خپل حرکت له امله  څه مخته تللي وي ، چې سپوږمۍ بېرته د لمر او ځمکي مابین ته د راتلو لپاره څه وخت ته اړتیا لري ، له همدې امله میاشت کله ۲۹ او کله ۳۰  ورځي شي .

دلته له  دوو اصطلاحاتو هم ځان خبرول ضروري دي:

لومړۍ: ولادت قمر ( د میاشت زېږېدنه ):  له هلال څخه څه وخت مخکې لمر، ځمکه او سپوږمۍ په یوه قطار کې سره  برابر شي ، له همدې حالت شېبه وروسته چې میاشت د خپل حرکت له امله قطار مات کړي ، او مخته ولاړه شي ، همدې ته ولادت قمر ویل کېږي.

دوهمه: عمر القمر ( د میاشت عمر ) : له پورتني حالت څخه بیا د رؤیت تر ګړۍ چې څومره وخت تېرېږي دې ته عمر القمر وايي ، مثلا له ولادت څخه ۱۷ ساعته وروسته میاشت وليدل شوه نو موږ به وایو چې د رؤیت په وخت د میاشت عمر ۱۷ ساعته وو .

لنډه دا چې د نوي میاشت د ليدلو تر وخته باید دا دری مرحلې ترسره شوي وي:

اوله مرحله :  میاشت باید خپله دوره پوره کړي وي .

دوهمه مرحله : د ځمکي د وړاندي تګ له امله باید سپوږمۍ هغې ته بیا ځان ور رسولی وي .

دریمه مرحله : له ولادت وروسته باید څو ساعته وخت تېر شوی وي .

دا وخت باید څو ساعته وي ؟

په دې اړه څه یقیني خبره نه شي کیدای ځکه چې په دې خو د ټولو پوهانو اتفاق دی چې په رؤیت کې دوه شيان ډېر مهم دي :

لومړی : د میاشت د ارتفاع زاویه ، یعني میاشت له افق څخه څومره هسکه ده .

دوهم : د میاشت د انحراف زاویه ، یعني میاشت د لمر لوېدلو له ځای څخه څومره ليري ده.

د پورتنيو دواړو شیانو د معلومولو لپاره کمپیوټري پروګرامونه شته چې ډېر مشهور يې دmoon 60 calculator  په نامه دی، له هغه څخه استفاده کولای شئ .

د انحراف او ارتفاع  په زاویه کې هره میاشت بدلون راځي ، ځکه پوهانو ورته مختلف معیارونه ټاکلي، خو تر ټولو زیات  د البیروني معیارونه استعمالېږي، موږ هم دلته هغه را نقلوو:

لومړی : که د انحراف زاویه صفر درجه وه  نو د ارتفاع زاویه به لږ تر لږه ۱۰.۴ درجې  وي .

دوهم : که د انحراف زاویه ۵ درجې وه نو د ارتفاع زاویه به لږ تر لږه ۱۰.۱ درجې وي .

دریم : که د انحراف زاویه ۱۰درجې وه  نو د ارتفاع زاویه به لږ تر لږه ۹.۴ درجې  وي .

څلورم : که د انحراف زاویه ۱۵درجې وه  نو د ارتفاع زاویه به لږ تر لږه ۸.۱ درجې  وي .

پنځم : که د انحراف زاویه ۲۰ درجې وه  نو د ارتفاع زاویه به لږ تر لږه ۶.۲  درجې  وي .

شپږم : که د انحراف زاویه  ۲۲.۵ درجې وه  نو د ارتفاع زاویه به لږ تر لږه ۴.۹ درجې  وي .

له پورتنیو معیارونو دا جوته شوه چې په بېلابېلو احوالو کې له ولادت قمر وروسته د ارتفاع او انحراف په زاویه کې خاص توازن ښکاري، د دې توازن لپاره عموما ویل کېږي چې باید په ولادت لږ تر لږه ۱۷ ساعته وخت تېر شوی وي .

له پورته مراحلو سره د هغه ځای طول البلد هم په رؤیت کې ځانګری رول لوبوي چې له لاندني مثال څخه به نور هم روښانه شي :

سعودي عربستان زموږ د هیواد لوېدیځ لور ته موقعیت لري ،او وخت یي له موږ سره یو نیم ساعت توپیر لري، ځکه چې په افغانستان کې د مازیګر ښپږ نيمي بجې وي نو په سعودي کې دا مهال څلور بجې وي، نو کله داسي هم کېږي چې په افغانستان کې د لمر لوېدو په وخت کې د میاشت عمر ۱۶ ساعته وي او و نه لیدل شي خو په سعودي کې د لمر لوېدوپه وخت هغې ۱۷ نیم ساعته وخت پوره کړی وي نو ځکه هلته وليدل شي .

دا چې اختلاف مطالع معتبر دی که نه ؟ په دې اړه د فقهاوو څخه دری قولونه منقول دي:

لومړی: هر ځای ته خپل مطلع معتبر دی .

دوهم : په هیڅ حال هم اختلاف مطالع نه دی معتبر، بلکې که یو ځای میاشت ولیدل شي باید ټول مسلمانان روژه یا اختر وکړي .

دریم : په بلاد بعیده ( لیري ښارونو) کې معتبر او په قریبه کې معتبر نه دی.

د احنافو متقدمینو دوهم قول ته ترجیح ورکړي، او عموما په فقهي متونو کې هم همدا قول تر سترګو کېږي، لیکن د فلکیاتو پوهان وايي چې په دغه قول عملا مشکل دی، ځکه چې د اسلامي هیوادونو په وختونو کې خورا زیات توپیر دی، هغه داسي چې اندونیزیا یو اسلامي ملک دی چې د ختیځ په انتها پروت دی او بلي خوا ته مراکش چې اسلامي هیواد دی، د لويديځ په انتها کې پروت دی، د دواړو په مابین کې تقریبا ۱۰ ساعته فرق دی، نو داسي هم پېښېدای شي چې په مراکش کې د میاشت ليدلو اعلان داسي وخت وشي چې په اندونیزیا کې د سهار وخت تېر سوی وي ، نو ځکه متأخرینو په دریم قول باندي فتوا ورکړي ده . ( البحر الرائق ، کتاب الصوم ، فصل بما یثبت شهر رمضان ).



Close