محترم خالص بابا (رحمه الله ) دولسم تلين

د ننګ او غيرت مينار مولوي محمد يونس خالص بابا «رحمه الله»

ليکنه: اسماعيل خوږياڼی

اخ څنګه به دې هير کړم او څنګه به دې نه ستايم!

ای د ننګ او غيرت ميناره! ته به خبر وې که يا، ستا د څنګ هاغه ملګري مفتيان او تش په نام جهادي رهبران چي عمرونه يي تر سلو او له سلو په تېرېدو دي بياهم په لوڅو فلمونو شرابونو او رنګا رنګ عياشيو اخته دي.

ای د ننګ اوغيرت ميناره! ستا هاغه ملګري چې تا ورته د شجاعت او غيرت لاره ښودله او ستا له وجې يې د افغانستان تمام باتور ملت قدر کاوه نن هغو د ولس پروړاندې وشرمېده.

ای د ننګ او غيرت ميناره ستا د څنګ تش په نامه جهادي رهبران د هاغه شهيدانو له وينو هم ونه شرمېده کومو شهيدانو چې د دوی په قومنده د اسلام او د وطن د ازادۍ په خاطر ځانونه قربان کړه.

ای د ننګ او غيرت ميناره! تش په نامه جهادي رهبران د هاغو کمکيو ماشومانو او کونډ له وچو شونډو او لوڅو پخو هم ونه شرمېدل د چا پلرونه او ورونه يا خاوندان چې د دوی په قومنده شهيدان شوي دي.

دوی ته د هاغو باباګانو هم شرم نه ورځي، څوک چې دخپلو تنکيو ځوانانو بچيو له مينې محروم او سرګردانه شوه.

ای د ننګ او غيرت ميناره! ستا له هاغې ورځې هم دوی ونه شرمېدل کله چې تا د همدوی د بادارانو مشر بادار ته مخامخ د اسلام او وطن د ازادۍ په خاطر د شجاعت او غيرت خبرې کړې وې.

ای د ننګ او غيرت ميناره! ستا هڅې او وياړونه د تمام ملت په وړاندې داسې روښانه دي لکه د اسمان ستوري او هيڅوک داسې نشته چې ستا د ننګ او ميړانې له تاريخ خبر نه وي.

زما په آند ستا د تاريخ وياړونه پوره ليکل خورا ګران کار دی او نه ليکل کيږي، خو افسوس چې ستا د څنګ تش په نامه جهادي رهبرانو ولې ستا له ننګ، غيرت او نه هېريدونکي تاريخ څخه سبق وانخسته.

جنت الفردوس دې نصيب شه ګران اتل او بابا جانه!

(ستا خادم اسماعيل خوږياڼی)



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close