سیاسي لېکنې

د نیویارک څوکیدار او د زرمت قاتل

جاوید علي خېل

کیسه کا، وایي یو کوچی و، د غره لمن کې یې کیږدې لګولې وه او شاوخوا تړو کې به یې رمه څروله. د رمې د ساتنې لپاره یې یو غټ سپی هم ساتلی و. یو ماښام چې شپانه د خپلې کیږدې نه لږ بېرته رمه څروله، ناڅاپه د غره لخوا لیوان راښکته شول، په رمه ګډ شول او د میږو په ماتولو او وژلو یې پيل وکړ، د شپانه تمه وه چې د رمې سپی به اوس د لیوانو سره مقابله شروع کړي او د خپل توان په اندازه به میږې له لیوانو وژغوري خو چې ګوري سپي لکۍ د پښو تر منځ تخته کړې، د غره خوا ته تښیدلی او د هماغه غره لخوا چې لیوان ترې را کوز شوي دي، د رمې خوا ته راغاپي.

شپون لالا لاسونه خولې ته کړل، شپیلکي او او چیغې یې شروع کړې، تر څو په کیږدۍ کې خپل زوی را خبر کړي، غږ یې تر کیږدۍ ورسید او په اشاره یې پوه کړ چې په رمه لیوان ګډ شوي او ژر ترژره دې ټوپک راورسوي. د شپانه زوی په یوه منډه خپل ملخی ټوپک تر پلاره راورساوه او لیوان لا هم د میږو په وژلو او څیرلو بوخت دي.

ټوپک چې د شپانه لاس ته ورغی مرمۍ یې ورتېره کړه او د دې په ځای چې په لیوانو کار ولري اول یې سپي ته برابر کړ، رمې ته راغپیدونکی سپی یې د ټوپک په دیدوان کې پټ کړ، ماشه یې راښکله، سپی په ځیګر ولګید او ځای په ځای بوڅ راواوښت.

د شپانه زوی له پلاره پوښتنه وکړه، وای اکا!  رمه خو لیوانو تباه کړه او تا سپی وواژه، په دې فیصله خو مې سر و نه رسید!؟

شپانه ځواب ورکړ:  دا سپی ما د خپلې رمې د ساتنې لپاره لوی کړی و، د غره د ساتنې لپاره خو مې نه و لوی کړی، ما چې په ده باندې د پسو لمان خوړل، خو په دې تمه چې که کومه ورځ له غره لیوان راکوز شي، دی به د رمې ساتنه کوي. هغه چې نن لیوان راغلل  ده لکۍ په پښو چخ کړه، د غره خوا یې ونیوله او له هغې خوا یې رمې ته راغپل. دی چې زما او زما د رمې څوکیدار نه دی او د لیوانو اړخ یې نیولی، نو تر لیوه مخکې باید ووژل شي، ځکه هم غدار دی او هم یې نمک حرامي کړې ده.

اشرف غني پرون ویلي دي چې زه د افغانستان د روانې جګړې په مټ د نیویارک او واشنګټن ساتنه کوم. څه معنی؟ مطلب دا چې افغانان دې هره شپه ووژل شي. د ننګرهار، غزني، کندهار، هلمند، پکتیا او میدان وردګ د اوسیدونکو د  وینو لښتي دې همداسې څپاند او روان اوسي. خو نیویارک او واشنګټن دې په امن وي.

اشرف غني چې ځان د افغانستان پاچا بولی او طبعا پاچا د خپل ملک ساتونکی، پاسبان او څوکیدار وي. خو ده د دې منل شوي عرف خلاف د خپلو وطنوالو د ساتنې او خیرخواهۍ دنده هیره کړې، د امریکایي لیوانو اړخ یې نیولی دی. د ننګرهار او کندهار په ځای د نیویارک او واشنګټن د ساتنې خبره کوي او ځان د امریکایي ښارونو څوکیدار بولي. نوموړي د نیوریارک د ساتنې په خاطر دوه ورځې مخکې د اختر په دوهمه د پکتیا په زرمت کې یوولس تنه عام کلیوال چې ۹ تنه یې محصلین وو، ووژل.  اشرف غني یوازې د امریکا له اړخه خپل وطن ته راغږیږي نه، بلکې د لیوانو سره عملا په وژلو او داړلو کې هم برخوال دی. هره شپه د ده تر حکم لاندې داخلي عسکر د افغانانو په کورونو داړې اچوي. پرته له پوښتنې خلک وژني، کورنه لوټوي او خلک تعذیب او تحقیروي.

دا چې اشرف غني د نیویارک څوکیداري د ځان لپاره ویاړ بولي، موږ ورباندې نوره تبصره نه کوو. خو په دې باید پوه شي چې د نیویارک څوکیدار کله هم د کابل محافظ نه شي بلل کیدای. چا چې د لیوانو اړخ نیولی وي، ضرور به د رمې دښمن او د خونریزۍ په جرم و جنایت کې شریک حسابیږي. بیا که کله د شپانه د ملخي ټوپک وار ته سیخ شو، نو د شکایت حق شاید ونلري.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close