پیغامونه اورسمي بیانونه

د نیکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د محترم مولوي صاحب انوارالحق مجاهد د مبارکۍ پیغام

الحمد لله اللذي من علينا بالإيمان، ووفقنا لصيام و قيام رمضان، ونسأله أن يعيده علينا،وعلي الأمة بالسلامة والأمن والأمان . والصلاة والسلام علي الحبيب اللذي ارشدنا لمافيه خير البشرية، و حذرنا عن الظلم علي الحيوان والانسان، و أمرنا أن نكون كالجسد الواحد يا أهل التوحيد أهل الإيمان يا امة الإسلام.
وبعد . قال تعالي : ولتكلموا العدة ولتكبروا الله علي ما هداكم ولعلكم تشكرون . صدق الله العظيم .
محترمو مسلمانانو ، مجاهدينو او د افغانستان زوريدلي ولسه!
دې کې شك نشته چې زموږ د ژوند هره لحظه هغه که اسانتیا ده که سختيا، راحت دی که زحمت، د امتحان یوه مرحله ده، نو امتحان د بریالیتوب او ناکامئ دواړو چانسونه او احتمالات لري ، نو ځکه د ناكامئ، غفلت او دبرياليتوب په وسائلو او امکاناتو غرور او اتکاء نه ده په کار، مونږ په خپل لږ ژوند کې ولیدل، ډیرګټلي میدانونه او لاس ته راغلي چانسونه مو له لاسه ورکړل، د اسلام ددښمانو مکر او فریب، چالونه اوجالونه دومره پراخه او جنجالي دي چې لوی الله جل جلاله یې په قرآن عظیم الشان کې حکایت کوي ( وان کان مکرهم لتزول منه الجبال) دځینو مفسرینو په وینا )
دا د دوئ د مکر ، چل، فریب او هنر له لوي والي او پراخوالي څخه حکایت دی، خو بیا سره ددې که د دوي دسېسې ډیرې پراخه او دجالي دي، خو دنجات او خلاصون لاره یې مؤمنانو ته ښودلې، لكه چې فرمايي ( وان تصبروا وتتقوا لايضركم كيدهم شيئا ) مطلب په تقوا او صبر ددښمن له مکر او کېد څخه نجات میندلی شو، خو چې تقوا او صبر په سهي معنی سره خپل خط وسیر او مسیر وگرځوو، که خپله بعیده او قریبه ماضې کې د تاریخ پاڼې وگورو،د خپلې پرلپسې ناکامئ علتونه ولټوو، پوه به شو چې موږ د تقوا او صبر په معنا یا پوهیدلي نه یو یا مو د پوهې سره سره زان تیرایستلی او ریشتیا هم تیروتلي یو او د هغې د بدو نتائجو مزه مو څکلی، لوی الله چې وايي(( ولنبلونکم حتی نعلم المجاهدین منکم والصابرین ونبلو اخبارکم)) (( ام حسبتم ان تدخلوا الجنة ولما يعلم الله اللذين جاهدوا منكم ويعلم الصابرين)) د پورتنیو ارشاداتو په رڼا کې ویلای شو، چې موږ بایللې د صبر په میدان کې مو بایللې، د حقیقي تقوا په میدان کې پاتې راغلي یو او دا دې څوک نه وایي چې په صف کې خو به هرقسم خلک وي پروا نه کوي، دا غلطي د صف خرابیدل دي چې د مخلصینو د قربانیو نتایج یې په سیند لاهو کړل. په ماضي قریب کې مو د یو نیم ملیون پاکو او مخلصو شهیدانو ارمانونه په صف کې د نا اهلانو د موجودیت له کبله له لاسه ورکړل، اهل قوماندانان، رهبران، علماء او مخلصین د سختو مشکلاتو، ستونزو او توهینونو سره مخ شول انالله و اناالیه راجعون.
مونږ له تیر څخه په عبرت، قیادت او ملت، عوام او خواص ټول ددې مسئول يو چې له صلاحیت او استعداد ، قلم او ممبر نه په استفادې سره راروان بریالیتوب وساتو، تر څو دا ستر امانت د نړیوالو سیاستونو او منافقو پالیسیو په څپو کې له لاسه ور نه کړو ، د امریکایانو مکمل خروج ، په پوره معنی د اسلامي نظام حاکمیت ، د مجازات او مکافات په عادله نظام کې د ملت ددښمنانو او مدافعینو تفکېک، زمونږ د جهاد او قربانیو ستر اهداف دي،
الله تعالی دې د افغانستان مسلمان ملت پرې ونازوي.
د روژې مبارکې ورځې پوره شوي، لکه آیت کریمه کې موږ تلاوت کړل( لتکملوا) نه ترپایه دا عطف دی په( یریدالله بکم الیسر باندې ) مطلب الله تبارک و تعالی غواړي، چې تاسې شمار دروژو د ورځو پوره کړئ، نو هغه چاته چې الله توفیق ورکړو دا د رمضان روژې یې پوره کړی، اوس دوهم حکم د تکبیراتو پوره کول دي.
او بیا د الله تعالی شکر اداء کول چې د آیت په پای کې راځي، (لعلکم تشکرون) او همدا شکر په وینا او عمل کې ددې زیری او تضمین دی، چې په راتلونکي ژوند کې به هم روژه دارانو او په دې رمضان کې عبادت کوونکو ته الله تعالی د بندگئ او عبادت چانس ورکوي، لکه الله تعالی چې وعده کړی، لئن شکرتم لازیدنکم . الآية .
سبحانك اللهم وبحمدك أشهد أن لا اله الا انت استغفرك وأتوب إليك.
پہ پای کې عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله ، ټول مسلمان ملت او خصوصاًمجاهدینو، مهاجرینو، اسیرانو، او د شهداؤو ورثه وو، او انصاروته د خپل زان او کورنئ او مجاهدینو لخوا د زړه له کومې مباركي وړاندي كوم او له الله تعالي نه مو د اداء كړو عباداتو او دعاګانو دقبوليت سوال كوم او لوي الله نه غواړم چې راتلونکی اختر مو د اسلامي نظام، امن او سوکالئ او خوشحالئ او اتفاق په سیوري کې په خپل هیواد کې راشي، امین وماذالک علی الله بعزیز.
مولوي انوارالحق مجاهد د اسلامي حزب د محترم امير مولوي صاحب محمد يونس خالص بابا رحمہ اللہ زوي او ځای ناستی

دا هم ولولئ  د ځينو دښمن پلوه رسنیو په اړه د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون خبرتیا !

۲۹ /۰۹/ ۱۴۴۰ هـ ق
۱۳۹۸/۰۳/۱۳ هـ ش
۲۰۱۹/۰۶/۰۳ م



Close