پیغامونه اورسمي بیانونه

د نیکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د محترم مولوي صاحب انوارالحق مجاهد د مبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

۞ إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُور۞ٍ أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ۞ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِم بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا ۗ وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ ۞ الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ ۗ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ ۞

ټولو مسلمانانو خصوصا دافغانستان مؤمن او مجاهد ولس، د حق په لاره کې د شهداؤو رحمهم الله ورثه وو، دجهاد په تاوده سنګر کې ملاتړلو غازیانو، د هجرت په دیار کې بې وزلو مهاجرینو او د ظلم او وحشت په زنځیر تړلو زمریانو، د محبس او زندان اتلانو ته د زړه له کومې د ۱۴۴۱ ه ق کال د رمضان د مبارکې میاشتې، د روژو او نورو ډیرو عباداتو په ترسره کولو مبارکي وایم، د الله تعالی نه ورته د هغه په لاره کې د مشقتونو،  شکنجو، تکلیفونو او ستړیاوو دقبلیدو او د فتحی دعاء غواړم.

په داسې حال کې چې د اسلامي امت د وحدت د ړنګیدو سل کاله( پیړۍ)  پوره كيدونكي ده  او د څو لسیزو نه په امت کې اسلامي ویښتیا سر راپورته کړی، چې د افغانستان له جهاد څخه سرچینه اخلي او داسلامي امت د ښمنان هم ددغې ویښتیا د ټپ کولو په غرض شپه او ورځ په کوشش کې دي ، خو که وګورو یقینا اوسنی حالت هغه وخت ته ورته ښکاري چې په حقیقي اسلام منګولې لګول به په لاس کې د اور د سکروټو د نیولو مترادف وي، نو په دغسې زمانه او حالاتو کې چې کافران ، منافقان، او په اسلام ناپوهه مسلمانان ټول سره د اسلام په خلاف یو موټی او متحده ټلواله تشکیلوي د اسلامي نظام او اسلامي حکومت د قیام او حاکمیت لپاره جهاد،  مبارزه، دعوت،  او ریشتینی غږ دومره لوي کار دی چې د اسلام روح تمثیلوي، ځکه دا حقیقت دی چې اسلام اصلا راغلی د حاکمیت  لپاره دی او مسلمان پیدا شوی او مکلف شوی ددې لپاره دی چې د ژوند په ټولو فردي او اجتماعي برخو کې اسلام د قانون او اصولو په توګه عملي کړي ،  او همدا مفهوم د (لا اله الا الله) دی ،او همدا دعوه د ( رَبّْنَاالله)  ده چې له کبله یې مسلمانان د هجرتونو ، شهادتونو،  زخمونو، شکنجو، زندانونو او کړاوونو تحمل کولو او منلو ته اړ شوي دي، نو هغه مسلمانان چې ددغې هدف لپاره هڅه او کوشش کوي یقینا دالله تعالی د بندګۍ په مقصد او خوند پوهیدلي، خو دې کې هم شک نشته چې دا لاره د ډیرو ستونزو برداشت، قرباني ،صبر ،حوصله او ثبات غواړي، خو دا ثبات او بریا د ظاهري هوښیارۍ او سیاسي چالاکۍ په برکت نه بلکه د الله تعالی په رحم او حقیقي تقوا  یو چاته په برخه کیږي ، که نه مونږ په خپل ماضي قریب کې ډیر پوه او هوښیار خلک ولیدل چې همداسې د لویې دعوا دبیرغ او غږ  پورته کوونکي د انسي شیطانانو او غرور په لومو  ولویدل  او ددې پر ځاي چې اسلام حاکم کړي خپله نن د اسلامي حکومت په خلاف له قلم ، توپک او ژبې څخه کار اخلي،  انا لله و إنا الیه راجعون. دا ځکه چی هر کله چا کوشش کړی او یا یې ذهن دا منلې چې په غیر اسلامي طریقه به اسلام ته خدمت وکړي، اویا به د کفر په چوکاټ کې د اسلامي حکومت د قیام ارمان پوره کړي، نو نظام یې نه دی  بدل او اصلاح کړی، بلکې دوي ور بدل شول او له خپل اصلي مسیر څخه یی انحراف کړی دی، نو اوس چې بیا  د اسلام د شمنانو کوم جالونه خواره کړي، ډیر خطر ناک او طویل المدت دي، نو ځکه ټول مسلمانان افراد او جماعات، خصوصا هغه خلک چې په دې لاره کې یې جهادونه کړي،  قربانۍ یې ورکړي متوجه واوسي چې د زینو  مخکینیو په څېر  بیا ددښمن په لومو کې ګیر نه شي عیاذا بالله.

دا هم ولولئ  څه تیر شول؟!

له موقع څخه په استفادې غواړم د محترمو مسلمانانو او ګرانو افغانانو سره د نړیوال ناورین کورونا covid-19 په اړه بحث او نظر شریک کړم، دومره باید ومنو چې مونږ د تاریخ په اوږدو کې د ډیرو وباګانو شاهدان یو او هیڅ کوم مذهب او انساني سالم فکر له وبایي امراضو انکار نه لري، نو ځکه مونږ هم دا منو چې کورونا يو خطرناک وبایي مرض دی چې د انسانانو ژوند ګواښي، نو د خپل ځان، کورنۍ، ټولنې او بشریت د خوندیتوب او حفاظت لپاره هر څوک باید خپل انساني،  اسلامي او اخلاقي مسؤلیت اداء کړي، خو په دې باید هم و پوهیږو چې یهود او د اسلام خلاف نورې ډلې له موقع څخه په استفادې غواړي زمونږ د ټولنو په عقلونو، ټولنیزو عاداتو او مذهب  مسخرې او ملنډې ووهي، زمونږ اسلامي شعائر تعطیل کړي،  یا زینې مافیایي ډلې زمونږ د مالونو د لوټلو لپاره غلط، جعلي علاجونه او درمل را وارد او پر مونږ یې خرڅ کړي، او یا د زینو اوازو له لارې مو تر رواني او اعصابي فشارونو لاندې وساتي،  او یا هم زمونږ ټولنیز او اجتماعي معقول روابط په دې بهانه قطع کړي او په جامعه کې نفرتونه ایجاد کړي،  مونږ باید د یوې عقلمندی اجتماع په څېر له دی وباء سره له مسؤلیت نه ډک برخورد وکړو،  دا ضرور نه ده چې په دې لاره کې دی د دشمنانو له رسنیو متأثر شو، او یا دې د  خپلو دیني شعائرو په  پریښودلو او یا د ټولنیزو روابطو په قطع کولو کې دې خپل ژوند وساتو! مونږ باید  د اسلام د لارښودنو او معقولو تدابیرو په نیولو سره چې اجتماعي ژوند او روابط مو متضرر  نه شي،  په اجتماع کې  مو نفرتونه را مینځ ته نه شي ،  دخپلې وسعې او مسؤلیت تر سرحده باید برخورد وکړو، دا باید ونه وایو چې یو بل ته لاس  مه ورکوۍ، یو زای ډوډۍ مه خورۍ، جنازه کې شرکت،  د مریض عیادت،  غم او ښادي، تعزیت او مبارکي مه کوۍ ، دا زمونږ ټولنې لپاره له یوه مصیبت څخه د ساتنې په فکر سل نور مصیبتونه زیږوی،  تر ټولو مخکې باید ورځني مسنونه اذکار او حفاظتي دعاګانې د کور ټول غړي پاباندۍ سره ووایي، او بل  مونږ باید خپل ماحول ددې مرض نه دومره ونه ترهوو چې له رواني مرضونو سره مخ شي او په محض تبه نور د مرګ په تمه پریوزي، دا سالمه خبره ده چې غیر ضروري اجتماعات  باید ونه کړو، که نزدې واټن کې سره اوسیږو او زر زر سره مخ کیږو،  هر وخت مخ کیدلو کې به مصافحه( په لاس روغبړ)  کفایت کوي، غاړه (معانقه )ضرور ونه بولو،  هغه صورت کې چې یو څوک یقیني یا شکي په مرض اخته وي د مجلس په وخت کې دې د حضرت عمر رضی الله عنه په دې سنتو عمل وکړي چې د جذام مریض ته یې ویل (  اجلس مني قید رمح)  يعنې تقريبا يوگز لرې را نه كښینه،  خو هغه نفر یقینا مریض وو،  او هسې په هسې د مسلمان سره لری والی نه معقوله ده نه طبی ،او نه شرعي اساس لري، البته د احتیاط لپاره  لازمه ده په لویو اجتماعاتو، یا د مریض سره د تماس په وخت کی د خولی پوزی ماسک استعمال شي،لاسونه هر وخت صفا شي، څوک چې عادي زکام وي هم باید د اخلاقي مسؤلیت له مخې اجتماعي زایونو ته لاړ نه شي،  خلک په مشکل او تشویش کې وانه اچوي، د تجربې له مخې ثابته شوې چې د سورة انعام ۱۸ او ۱۹ شمیرې آیتونه او له دې نه مخکې او وروسته درود باندې ځان او خپل متعلقین دمه ول ډیر مؤثر دي، اول او آخر په الله تعالی  توکل د مسلمان لپاره بهترینه وسیله ده، متوجه به اوسو چې مونږ باید په لوي لاس خپله اجتماع د بې اعتمادۍ، کرکې نفرتونو او تیت و پاشۍ له  تباهۍ سره مخ نه کړو،  البته د باطلو عقایدو پیروان کولاي شي خپل مذهب او ذات البیني تعلقات تعطیل کړي، خو مونږ باید د هغوي په اقتداء خپل عبادات او روابط ترک نه کړو،  مونږ همیشه روابطو ته ډیره اړتیا لرو، مونږ باید خپله اجتماع ړنګه نه کړو او ټول په ټوله په هغه قدم لاړ نه شو چې نور مذاهب او ټولنې یې زمزمه کوي،  د فاصلې پر ځاي داسې  مشکل حالت کې یو د بل په درد دواء شو او دردمند هم باید د نورو د حفاظت او ساتنې اخلاقي مسؤلیت په نظر کی ولري.

دا هم ولولئ  شهادت پالې کورنۍ، د منبع الجهاد سټوډيو په زړه پوري اصدار

په پای کې چې ډیره اهمه ده هغه نن سبا د بندیانو مسأله ده،  مونږ به له دښمن څخه څه د ترحم غوښتنه یا تمه ولرو چې په ښکاره مو زنانه، کوچنیان او سپین ږیري بمباردوي، او له هغه چا نه به څه د ملاتړ او په بندیانو د انساني شفقت توقع او هیله ولرو چې شل کاله مخکې یې زمونږ په حریم باندی   امریکایانو ته په قاطع اکثریت آراؤو سره د ظالمانه تجاوز حق  ورکړ چې تراوسه مو په سینه کی زخمونه جوړوي،مونږ به خپل مقتدر او منتقم رب ته زارۍ کوو چې زمونږ په مظلومو بندیانو ورحمیږي اودغه حالت به په ډیره حوصله تحمل کوو ، یوه  خبره چې ضرور راته ښکاری هغه داده چې اسیر چې هر څوک وي د اسارت په وخت کې بیچاره وي، مجرم که مجاهدینو سره اسیر وي هم باید که د بښنې قابل نه وي مجازات دې شي، خو اسلامي او انساني حقوق یې باید پایمال نشي، څلویښت کلونو کې مونږ ولیدل  اکثره په دې ارتباط له احساساتو ډک چلند کیږي او د الله تعالی د نارضایت سبب ګرځي،رازۍ په خپلو لاسونو کې په محتاجو رحم وکړو کیداي شي په نتیجه کې زمونږ په مظلومو اسیرانو د الله تعالی له لورې د نجات لارې او وسیلې راخلاصې شي .  وما ذلک علی الله بعزیز. مونږ باید په یاد ولرو چې زمونږ د جهاد اهداف ډیر عالي دي، نو دهغې اهدافو تر تحقق شهادت ، جراحت ، اسارت او هجرت په پوره حوصله او متانت برداشت کړو . والله ولی التوفیق.

په پای کې مې له شتمنو وروڼو دا هیله ده چې په خپله ټولنه کې ناچاره وګړي د اختر په شپو ورځو او د وبا په دې سختو  حالاتو کښې هیر نه کړي.  کان الله فی عون العبد مادام العبد فی عون اخیه.

مولوي انوارالحق مجاهد د اسلامي حزب د محترم امير مولوي صاحب محمد يونس خالص بابا رحمہ اللہ زوي او ځای ناستی

۰۳/۰۳/۱۳۹۹هـ ش

۳۰/۹/۱۴۴۱هـ ق

2020/5/23م



مهم ټکي
Close