پیغامونه اورسمي بیانونه

د وروستیو جنایاتو په تړاو د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو کمیسيون اعلامیه

د تیرومیاشتوپه شان امريکايي اشغالګرو اوکابل ادارې نظامیانو د خپل معمول سره سم یوځل بیا د ملکي خلکو په وړاندې خپل جنایات تکرارکړل.

په  روانه لړۍ کې د  (۲۰۱۸)  کال دسپتمبر مياشت  د ملکي تلفاتو په رابطه يوه خونړۍ مياشت وه چې له مخې یې د افغانانود قصدي عام وژنې پروسه په ډير وحشت سره روانه وه.

د امريکايي اشغالګرو عسکرو  بې رحمه هوايي بريدونو، شپنيوعملیاتو اوچاپوله کبله د هيواد په ګوټ ګوټ کې  خورا ډير مظلوم هیوادوال شهیدان او ټپيان کړل شول.

په ننګرهار ، لوګر ، لغمان، پکتيا، هلمند، کاپيسا، میدان وردګو، کندهاراو کابل ولایتونو کې (۲۳۵) ملکي کسان شهیدان شوي،  چې په دې جمله کې ۱۸ميرمنې او(۱۰) ماشومان هم شامل دي.

همدا ډول (۱۶۲) کسان ټپيان شوي چې (۸) پکې ماشومان دي.

ورسره  (۳۰) بابه ملکي کورونه، (۲۲) شخصي موټرسیکلان، (۵) عرادې واړه موټران اویوه عراده غټ مازدا موټر، ۱۷۹۰مثمرې ونې او خورا ډير زراعتي فصلونه او باغونه یې تخریب کړي دي.

دا هم ولولئ  افغان عسکر دې د امریکایي جنرال خبري په غور واوري…!!

په شپنيوعملیاتو او ظالمانه چاپوکې يې په يادو ولاياتو کې تر (۷۵)کسانو پورې عام وګړي  بنديان کړي  دي.

د اسلامي امارت د ملکي تلفاتود مخنیوي او سمع شکاياتوکميسيون همیشه داسې پیښې اوجنایات د بشر د حقوقو ادارو او نورو بشرپاله خیریه تولنوسره وخت په وخت شریک کړې دي، ترڅو د داسې جنایاتو په مخنیوي اوغندنه کې اقدام وکړي؛ خوتراوسه چا د داسې جنایاتوپه مخنیوي کې کوم مثبت اقدام ندي کړي.

د ملکي تلفاتو د مخنیوي کمیسیون د اسلامي امارت د مشرتابه د محترم مقام په نمايندګۍ، يادې ټولې پيښې  چې زموږ بې ګناه هيواد وال پکې شهيدان يا متضرر کیږي،  په کلکو ټکوغندي او يو لوی بشري جنايت يې بولي، ورسره  متضررو کورنیو ته د تسلیت اوخواخوږۍ مراتب وړاندي کوي .والسلام

د ملکي تلفاتو د مخنیوي اوسمع شکایاتو کمیسیون

۱۴۴۰/۱/۲۶ هـ ق

۱۳۹۷/۷/۱۴هـ ش ــ 2018/10/6م

دا هم ولولئ  په غربي نړۍ کې د جهادي ترانو انعکاس


دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close