پیغامونه اورسمي بیانونه

د وروستیو ورښتونو په اړه د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون اعلامیه

دا چې په ګڼو ولایتونو کې ورستیو ورښتونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، لویې او وړې مواصلاتي لارې یې تړلې دي، ولسي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، حفظ الصحي، خوراکي او د سون توکیو ته اړتیا لري.

د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون له روان وضعیته ځان با خبره ساتي، پر مرستندویه مؤسسو، خیریه ټولنو او اهل خیر اشخاصو باندې ږغ کوي چې په پوره همغږۍ سره هغو سیمو ته مرستې ورسوي چې ورښتونو زیانمنې کړې دي او خلک یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د لارو په خلاصولو کې دې له لازمو امکاناتو څخه کار واخیستل شي چې د همدغه لوی ناورین مخه و نیول شي.
همدا ډول د مؤسساتو کمیسیون د اسلامي امارت په مجاهدینو هم ږغ کوي چې په خپلو سیمو کې له اړمنو خلکو سره د خپلو امکاناتو په تناسب مرسته وکړي او عام خلک هم د یوبل مرستې ته تشویق کړي.
مرستندویه ادارې او مؤسسات دې زموږ له کمېسیون سره په لاندې شمېرو اړیکه ونیسي څو د اسلامي امارت تر واک لاندې سیمو کې هم دوی ته په خلاص مټ د خدمت زمینه برابر کړي او نوموړو ته د دوی د کارمندانو، وسآئطو او وسآئلو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

دا هم ولولئ  ۲۶دلو روز شکست ننگین قوای اشغالگر شوروی از افغانستان

د موبایل شمېره:0093708187228
0093797659205
د واټساپ شمېره:0093703764730

و السلام

د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون

۱۷/۵/۱۴۴۱هـ ق
۱۳۹۸/۱۰/۲۲هـ ش ــ 12/1/2020م



Close