ابدي ژونديسیاسي لېکنې

د ټولنیز فکر خاوند، مشفق او زړه سوانده مشر ملا محمد نسیم مشفق

قدرت الله مدنی

۱۳۹۶ کال و، د دوهم سمستر په آخر کې چې د درسونو ختیمدو ته لږ وخت پاتې وه، یو شپه مو له ملګرو سره بنډار وه، یو ملګري راڅخه د پروان د ټولنیزو ستونزو په اړه پوښتنه وکړه.

ما ورته وویل په دې کې شک نشته چې پروان ولایت خورا مشکلات لري، ځکه د ناټو مرکزي نکته د پروان بګرام ده او هلته د نړیوالو توجه هم زیاته ده، د شورای نظار د لنډغرو ځالې هلته دي، د کفري بلاکونو استخباراتي او نظامي توجو زیاته ده، خو د ټولنیزو مصیبتونو او ستونزو پر وړاندې ټولنیزو هڅو او مبارزې ته اړ تیاده او ټولنیزه مبارزه او هڅې د ټولنیز شعور، ټولنیز فکر څخه پرته نه شي کیدای، لله الحمد د پروان ولایت نظامي مسؤل ملا محمد نسیم مشفق په ډېر متانت سره دا ستونزې حل کړي.

مشفق صیب هغه مسؤل دی چې په مجاهدینو کې يې د ټولنیز شعور او د یووالي د خصلت را ویښولو سره سره د مجاهدینو ذهني انتشار او ګډوډي ختمه کړه چې په اوسني حالت کې یې زمونږ مجاهدین له ډېر لوی خطر څخه وژغورل.

له ټولنیزو مصیبتونو او دردونو سره د مقابلې لپاره چې کوم ټو لنیز شعور او کردار ته اړ تیا وه هغه مشفق صیب را منځته کړ، ما لا خبرې نه وې ختمې کړې چې په واټساپ کې د مشفق صیب مسج راغی، لیکلې یې وه: سبا ته زمونږ ځای ته راشه.

دا هم ولولئ  اشرف غني او که د واشنګټن ځانمرګی سکورټي کارد

سبا ته له درس ویلو وروسته ورغلم، په څنګ کې ورسره ناست وم، له نورو میلمنو سره یې چې کله مجلس پای ته ورسېد، ماسره یې مجلس پیل کړ، د یوې خبرې په ځواب کې ما ورته وویل چې زما خو لا درسونه پاتې دي، نوموړي راته وویل:

په نړۍ کې د ظالم او مظلوم کیسه ډیره پخوانۍ ده، د انسانیت په درمند ډیر ځله ټکې را لویدلې دي، د سړیتوب پر بڼ ډیر طوفانونه راغلي دي، د وحشت او بربریت لاسونو ډیر ځله د انسانیت مخ شکولی دی، خو د اور او وینو کومه لوبه چې امریکا روانه کړې تاریخي ساری نه لري، بیا یې زیاته کړه:

افغان ولس بې وسه دی، مجبور دی، د نړۍ عامه ذهنیت ته عرضونه کوي، بې طرفه څارونکو ته بلنه ورکوي چې د دوې مظلومیت وویني، خو غږ یې نه اورېدل کیږي، د دې ولس ټولې هیلې تر تاسې ځوانانو پورې تړلې دي، د دې ولس د لوټ شویو عصمتونو کسات باید تاسې ځوانان واخلئ، په دې ځوریدلي ولس غیرت ستاسو کار دی، د تقدیر په قانون کې د ولسونو د لوړ تیا او ځوړورتیا لارې معلومې دي، عزت او سر لوړي د هغو ولسونو لپاره ده چې د ژغورنې او پر مختګ پر لار روان وي…

دا هم ولولئ  خپلواکي به ولمانځو خو کومه خپلواکي؟! د هغه چانه د خپلواکي لمانځل کوو، کوم چې دلته میشت دي ؟؟؟؟

په نهایت کې مو په دې فیصله وکړه چې له لوی اختر وروسته به بیا سره وینوو، خو الهي مقادر، مخارق رامینځته کوي، مسلسل مسجونه مې ور استول جواب یې نه راکولو.

یو ملګري ته مې وویل مشر د مسج جواب نه را کوي.

هغه راته وویل مشر. بیا چوپ شو…

ما بیا ترې وپوښتل د خدای لپاره خبره وکړه، خو د هغه په مخ د غم له آثارو بل څه نه وو، له اوږو مې ونیو او په زوره زوره جټکې مې ورکولې، خو له هغه سره د اوښکو له باران او سلګیو پرته بل ځواب نه و.

د څنګ بل ملګري راته وویل مشر شهید شو.

ما ورته کړل: د خدای لپاره دا خبره رشتیا ده؟

خو د هغه ځواب په ژړا کې ورک شو او له سترګو یې د اوښکو سیلابونه را مات شول، اسمان ته مې وکتل د اسمان په ټټر ځای په ځای د شلېدلي څادر نه ستورو را کتل او په خپلو کې یې غلې غلې زمزمه کوله چې مشفق شهید شو، مشفق شهید شو، مشفق شهید، تقبله الله.



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close