ابدي ژوندي

د پغمان دغرونو زمری شهيد خانمير

لیکوال: ابوبلال مجاهد
د شهيدلنډه پيژندنه
الحاج شهيدقومندان خانميرڅوک ٶ؟
الحاج شهيد قومندان خانمير د الحاج شهيد الله نورخان زوى په کال ۱۳۴۵ هـ ش کې د کابل ولايت پغمان ولسوالۍ د نادرخيلو کلي په يوه اسلامپالې، روشنفکره او مجاهدې کورنۍ کې زيږدلی ؤ، له ماشومتوب څخه تر ځوانۍ پورې تربیت یې د خپل کلي په جومات او تعلیمي مراکزو کې ترسره شوی ؤ.
د شوروي ديرغل په وړاندى د افغان ولس د ستر جهادي پاڅون په لړ کې شهید خانمیر د مرحوم مولوي یونس خالص رحمه الله تر قیادت لاندې په اسلامي حزب کې خپله جهادي فریضه اداء کړه، چې په دې لاره کې د هغه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او جهادي قربانۍ له هیچا او خصوصا د پغمان مجاهدینو څخه پټې نه دي.
د شوروي لښکرو له شکست او خروج او ډاکټر نجیب الله په مشرۍ د کمونیستي نظام د سقوط نه وروسته په کابل او ګران هېواد کې د تنظیمي جګړو پرمهال یې د بې طرفۍ او په کور کیناستل هم یوه لویه کارنامه یادیږي، چې د فتنو په دغه دور کې یې خپل ځان پاک وساتلو.
د مرحوم ملامحمدعمرمجاهد(تقبله الله)ترمشرۍ لاندى د طالبانو د اسلامي غورځنګ له قیام سره سم د خپل ولس ترڅنګ د اسلامي امارت په چوکاټ کې د شر او فساد د پاتې شونو په وړاندې خپل ایماني مسئولیت او جهادي دنده د کابل، پروان، کاپیسا او بامیان په شمول یو شمېر ولایتونو کې په پورته متانت او اخلاص سره ترسره کړه.
د چور تالان د مخنیوي تلپاتې خاطره!
د ۱۳۷۵ کال د میزان په شپږمه نیټه چې کله د طالبانو اسلامي غورځنګ لښکرو په ورېښمین تنګي کې د شر او فساد دفاعي خطونه مات کړل او کابل ته په فاتحانه توګه را ننوتل، نو استاد سیاف هم د شر او فساد د نورو مشرانو سره یوځای غوښتل چې له پغمانه د شکردرې له لارې پنجشیر ته وتښتي.
استاد سیاف نه یوازې چې له خپلو زرګونو مسلحو افرادو سره یې تېښته کوله، بلکې له ځان سره یې په لسګونو موټره وسلې، مهمات او نور دولتي املاک هم غلا کول، چې په مخ کې یې همدغه شهید قومندان خانمیر د غره په څېر ودرېده او په پوره میړانې سره یې ټول دولتي املاک او د جهاد د وخت غنیمت شوې زرګونه میلې او مهمات له استاد سیاف نه را وګرځول.
شهید خانمیر ښه په ځغرده پرته له دې چې د هغه له دښمنۍ او شر څخه وویریږي استاد سیاف ته وویل: چې استاده! ته تللای شې؛ خو د بیت المال د املاکو او وسلو د وړلو اجازه نه درکو، نه یوازې زه اجازه نه درکوم بلکې دا ولس یې هم در کوي، په همدې توګه کله چې په کابل کې حالات عادي شول او د طالبانو په مشرۍ اسلامي نظام رامنخ ته شو، د بیت المال ټول املاک او وسلې یې بیت المال ته وسپارل.
شته دي په د وطن کې داسې شازلمي اوزخمي زمريان چې د هر طاغوت په وړاندى د سپيڅلي دين ننګه وکړي، د هر غاصب، ظالم، جابر، په ستوني پښه ټينګه کړي او ددې ځوريدلي ملت حق يې له ستوني راوباسي.
الحاج قومندان خانمير په کال ۱۳۸۸کب د مياشتې په ۲۸مه نيټه د پاکستان په ايبټ آباد ښار کې د څو اجرتي قاتلانو په لاس په ډيره ناځوانمردانه توګه په شهادت ورسيد.
انالله وانااليه راجعون
پرون سه شنبه ۲۸/۱۲/۱۳۹۷هـ ش نيټه د شهيد الحاج قومندان خانمير د ۹ تلين ورځ وه، داچې په هېواد کې د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو د جبر او ظلم له کبله د هغه د تلین ورځ په شانداره مراسمو لمانځلای نه شو، نو يو ځل بيا يي د تسليت او ډاډګيرنې پيغام د زړه له کومې د پغمان غيرتي ولس، مجاهدينو، او په ځانګړي ډول د شهید خانمیر له درنې او پتمنې کورنۍ ته وایو، الله جل جلاله دې د شهيد ټولې هلې ځلې او قربانۍ په خپل عظيم اوسپيڅلى دربارکى قبولې او منظورې کړي او ددغو شهیدانو د پاکو وینو په برکت کې الله جل جلاله نور په افغانستان کې تل پاتې صلحه او خپلواک اسلامي نظام رامنځ ته کړي.
آمین

دا هم ولولئ  اشرف غني او که د واشنګټن ځانمرګی سکورټي کارد


Close