پیغامونه اورسمي بیانونه

د ځينو دښمن پلوه رسنیو په اړه د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون خبرتیا !

 

د هیواد په مرکز کابل او ولایاتو کې له ځينو رسنیو څخه د تجارتي اعلانونو په نامه یو ډول اعلانونه اوریدل کیږي چې په هغو کې په روان جهاد، مجاهدینو او طالبانو پسې بد رد ویل کیږي، خلک يې په ضد را پارول کیږي، د کابل ادارې د امنیتي ادارو ځانګړې شمیرې نشريږي او هڅه کیږي چې د اشغال په ضد د روان جهاد په مخنیوي کې له همدې رسنیو څخه استخباراتي استفاده وشي، د عاموافغانانو ذهنیت تخریب شي او مخامخ دښمن ته د جاسوسۍ فعالیت تر سره شي.
د اسلامي امارت د نظامي چارو کمیسیون ټولو هغو تلویزیونونو، رادیوګانو او نورو نشراتي ادارو ته جدا خبرداری ورکوي چې له خپل دغه دښمنانه عمل څخه هرڅه ژر لاس په سر شي.
که چیرې د یوې اونۍ په دننه کې ټولې محلي او غیر محلي اف ام اونورې رادیوګانې، تلویزیونونه او باقي رسنۍ له خپل دغه راز ناوړه عمل څخه لاس وانخلي، بیابه د اسلامي امارت مجاهدین دغه ادارې د رسنیو په حیث نه؛ بلکې د دښمن د استخباراتي ځالو په حيث پيژني او د مجاهدینو لخوا به په مرکز او ولایاتو، ښارونو او اطرافو کې د نظامي هدف په توګه تر برید لاندې ونیول شي، هغه مهال به د دغه راز په اصطلاح رسنیو مراکز، خبریالان، کارکونکي او پرسونل هيڅ یو هم مصئونیت ونه لري.

دا هم ولولئ  خوست: علیشیرو کې د دښمن په پوسته برید وشو

 

د اسلامي امارت د نظامي چارو کمیسیون
۲۱/۱۰/۱۴۴۰هـ ق
۲/۴/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/6/24م



Close