سیاسي لېکنې

د کابل اداره د آنارشیزم پر لور

د بروکسل په غونډې کې له شرمناک سیالي کوونکي ګډون وروسته د کابل ادارې دواړه واکداران، بیرته کابل ته په داسې حال کې را غبرګ شول، چې دلته په هیواد کې د بلیک واټر بهرنیو او کورنیو وحشیانو د ولسي خلکو په قتل عام سره یو ځل بیا په دردونکو او بوږنونکو اعمالو لاس پورې کړی، د ننګرهار، پکتیا، لوګر، هلمند، کندوز او داسې نورې پیښې یې بیلګې دي، چې په دې لنډو څو ورځو کې ولسي خلک د کورني او بهرني بلیک واټر د بمبارونو او چاپو له لاسه قتل عام شول.

د دې ترڅنګ بله جالبه دا وه چې د غني په امر د کمپاین په نوم کمانډویي ملیشو د ارګ د لومړي مرستیال ټوپکسالار دوستم د پلوي کسانو پرضد په شمال کې عملیات پیل کړي، یوه ویډیویي صحنه یې پر خواله رسنیو را برسیره شوې، چې ښیي د غني ملیشې د دوستم پلویان په ډېر وحشت سره شکنجه کوي، په وینو لړلي لاس تړلي انسانان پراته دي او د غني بلیک واټر ملیشې یې په ډېر وحشت او بې رحمۍ سره وهي.

بلخوا په کابل کې د سیاسي ګوندونو مشران، چې ځینې یې د غني پلویان او ځینې ترې ناراضه دي، راغونډ شوي وو او د راتلونکو ټاکنو د شفافیت او سموالي په اړه یې ارګ ته نوې سپارښتنې کولې، د انتخاباتو روانه پروسه یې لغوه او ناقانونه وګڼله.

دا هم ولولئ  و یشف صدور قوم مومنین …!

پر دغو پیښو د رڼا اچولو په غرض د ارګ د ودانۍ مشر غني پرون د خبریالانو په مخ کې را څرګند شو، لومړۍ ګوتڅنډنه یې د ارګ په خوا کې د سیاسي ګوندونو مختلف النوع غونډې ګډنوالو ته وه، نوموړي وویل: تاسو څوک یاست چې ماته لارښوونې کوئ، تاسو هیڅ حق نلرئ، چې د هیواد په مسائلو کې سپارښتنې وکړئ، زه د ملت مشر یم او تاسو چا نه یاست ټاکلي.

د ده د خبرو په ځواب کې که څه هم د هغې غونډې د ګډونوالو ردعمل نه دی څرګند شوی، خو د حال په ژبه کیدای شي هغوی غني ته دا ووایي چې موږ خو تر تا او ستا تر امریکایي بادارانو وړاندې دلته موجود سیاسي او جنګي قوتونه وو، چې پخپلو کې مو کابل لوټې لوټې کړ او قریب نیم نسل افغانان مو ووژل، مګر ته خو هغه ورځې ناوخته د جانکیري په سپارښتنه ارګ ته ننوتې، بیا ته څنګه د ملت مشر او موږ دلته هیڅ حق نلرو؟

غني د خبریالانو په وړاندې، په شمال کې د خپل مرستیال د پلویانو پرضد د ده په امر د خاصو ملیشو لخوا ترسره شوي جنایت ته هم پرته له غندنې اشاره وکړه او د څیړلو ژمنه یې وکړه. د نور ملت د عام وژنې په اړه خو هسې هم دا ګډ سری حکومت همیشه پټه خوله وي او نه د عام ولس وژل دوی ته کومه ګناه ښکاري؛ ځکه یې د هیواد د نورو پیښو په اړه د خواخوږۍ هیڅ ټکی ونه کاراوه.

دا هم ولولئ  اتلس کلنه جګړه کې ټول جنرالان امریکا ایران او پاکستان وژلي!!

په هرصورت، د کابل د ګوډاګیانو تر منځ دا ناندریز حالات له ورایه بریښوي، چې دا اداره نور د یو بد ترین انارشیزم پر لور روانه ده، چې په ټس کې به یې ان شاءالله ډېر ژر خپل سر وخوري، ولې متاسفانه چې زموږ د بیچاره مسلمان ملت په کړاوونو کې به هم ډېرښت ورسره رامنځ ته کیږي.

پکار دا ده چې د ځان د حفاظت لپاره نور ملت هم لاس پکار شي او په رژیم کې د ننه د شعور، عقل او احساس خاوندان هم باید نور له دغه ناعاقبت اندیشه څیرو څخه ځان رابیل او د آزادي غوښتونکي مجاهد ملت ترڅنګ د هیواد د نجات لپاره ودریږي، چې دا یې یو الهي فریضه او ملي مسئولیت دی.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close