پیغامونه اورسمي بیانونه

د کابل ادارې تسلیمدونکو منسوبینو ته د عفوې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

Alemarah Pashto:

د افغانستان د اسلامي امارت لخوا د یرغلګرو امریکایانو او د هغوی د داخلي ملاتړو په خلاف د الخندق جهادي عملیاتو په یوه میاشت تیریدو سره ډیرې بریاوې تر لاسه شوې او ډیرې سیمې د مزدور رژیم له واکه تصفیه شوې او دښمن یې په یوه کمزوري دفاعي حالت کې را وستی چې هره ورځ یې د جګړې په لومړۍ کرښه کې لسګونه عسکر تلف کیږي.
دغه امنیتي ځواکونه زموږ خپل هیوادوال دي؛ خو د تیر ایستنې او نورو بیلابیلو وجوهاتو له امله د امریکا په صف کې دریدلي، امریکایان غواړي چې په روانه جګړه کې د هغوی په نیابت باید افغانان ووژل شي.
دې ته په کتو چې د کابل د ادارې د عسکرو او نور ځواکونو تلفات سخت ډير شوي او لا به هم ډير شي او طبعي ده چې خورا ډيرې افغان کورنۍ ورسره د غم او ویر په ټغر کښیني، نو اسلامي امارت د اتمام حجت په ډول د رژیم په صف کې ټولو میشتو پوځي قطعاتو، ملی اردو، ملي پولیسو، اربکیانو او ټولو منسوبینو ته د هغوی د سر او مال د ژغورنې په خاطر د عمومي عفوې تر څنګ لاندې ټکي اعلانوي:
۱- د مجاهدینو د الخندق عملیاتو اصلي هدف یرغلګر امریکایان او د هغوی بهرني ایتلافیان دي، تاسو د دې لپاره د مجاهدینو هدف ګرځئ چې د بهرنیو یرغلګرو او د هغوی په لاس د جوړ شوي فاسد رژیم دفاع کوئ، دا چې بهرني یرغلګر او د هغوی په لاس جوړشوي فاسد رژیم نه ستاسي په خیر، نه د هیواد په خیر او نه هم ستاسي د دین او عقیدي په خیر دی نوراځي د هغوی له صف نه په راجلا کیدو سره هم خپل ځان وژغورئ او هم د خپل خدای ، عقیدي او خاورې په اړه خپل ایماني او اخلاقي مسؤلیت تر سره کړئ، د دښمن له لیکو څخه د راوتو په صورت کې د اسلامي امارت مجاهدین تاسو ته د عمومي عفوې په اعلانولو سره د سر او مال د ساتنې ضمانت کوي.
۲ـ تاسو پوهیږئ چې یرغلګر امریکایان د اسلام، قران او محمدي امت تاریخي دښمنان دي، په افغانستان، عراق، شام او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې په لکونو مسلمانان شهیدان کړي، په دې نږدې ورځو کې یې د مسلمانانو لومړنۍ قبله هم اشغال او سفارت یې بیت المقدس ته انتقال کړ چې دا یې د اسلام او مسلمانانو په وړاندې تر ټولو ستر دښمنانه اقدام و. د اسلام او قرآن له دغسې سرسخته دښمن او محاربو کفارو سره په یوه صف کې دریدل، د هغوی لپاره جګړه کول او د هغوی د اهدافو لپاره خپل مسلمان وطنوال وژل، هغه نه بښونکې ګناه او جنایت دی چې که په دې لار کې ووژل شئ، په قیامت کې به له سخت عذاب سره مخ شئ او د بوش، اوباما او ټرمپ سره به یوځای د الله تعالی حضور ته دریږئ.
نو بناء تاسو باید خپل اخروي انجام او ابدي ژوند ته نظر وکړئ، د ګناه او انحراف له دې ډنډ څخه ځان راوباسئ، تر اوسه چې ژوندي یاست او د الله تعالی په حضور کې د توبې دروازه درته خلاصه ده له همدې فرصته استفاده وکړئ، په خپلو کړنو پښیمانه شئ، الله تعالی غفور او رحیم دی، ډیر امید شته چې د الله تعالی په نزد به هم د ګناه له عذابه خلاص شئ.
۳- مجاهدین هیڅ کله له تاسو دا نه غواړي چې د رژیم له صف نه په راوتلو سره تاسو خامخا بیرته د مجاهدینو په صف کې جګړه وکړئ، بلکي دا غوښتنه درڅخه لري چې د یرغلګرو د دفاع له صف نه په را وتلو سره خپل عادي ژوند ته را وګرځئ، خپلې کورنۍ له غم او مصیبته وژغورئ، اولادونه مو له یتیمتوب او میرمنې مو له کونډتوب څخه وساتئ، مجاهدین به له خپلو ټولو امکاناتو سره ستاسي لپاره د هوساژوند برابرولو په لټه کې وي.
۴ـ د یرغلګرو امریکایانو او د هغوئ د فاسد رژیم د دفاع لپاره جنګیدونکو ځواکونو!
ایا تاسو نه پوهیږئ چې ستاسي فاسد چارواکي ستاسي وینې اوسرونه د خپلې فاسدې واکمنۍ د بقاء لپاره څرنګه په لاپروايي سره کاروي؟ هغوی خپل اولادونه او کورونه په بهرکې په مزو چړچو کې ساتي او له تاسو څخه هغه امتیازات هم غلاکوي کوم چې د یرغلګرو د نیابتې جګړې پرمخ وړلو لپاره تاسو ته درکول کیږي.
ایا تاسو نه پوهیږئ چې ستاسي فاسد چارواکي هم ستاسي په ژوند لوبې کوي او هم ستاسي تر وژل کیدو وروسته ستاسو د ناموسونو عفت لوټي؟ نو تاسو ولي د دغسي فاسدو او بي مروته چارواکو لپاره هم خپل ژوند له لاسه ورکوئ او هم د خپلو فامیلونو او اولادونو آینده تباه کوئ؟
راشئ د خپل ژوند او خپلو اولادونو د ژغورنې په خاطر، د خپل اخروي انجام د سمون په خاطر د امریکایانو د ملګرتیا په پريښودلو سره اسلامي امارت تاسو او ستاسي فامیلونو ته د یوه آبرومن او آرام ژوند بلنه درکوي.
۵ـ د اسلامي امارت مجاهدین د الله تعالی په توفیق مصمم دي چې نور هم د یرغلګرو او د هغوی په ملاتړو خپل جهادي ګوزارونه توند او ګړندي کړي، مجاهدین به تر هغو خپل جهاد جاري ساتي ترڅو افغانستان په بشپړ ډول له خارجي اشغال څخه آزاد او اسلامي نظام راوستلو ته زمینه مساعده شي.
نو مخکې تر دې چې تاسو د هیواد د آزادۍ په دې جګړه کې د اشغالګرو په صف کې په بی عزتۍ سره ووژل شئ، اسلامي امارت یوځل بیا درته د

یرغلګرو له صف نه د راوتلو بلنه درکوي اود دښمن د صف په پریښودو سره د عمومي عفوې اعلان درته کوي، البته باید نور تعلل ونه کړي او دا زرین فرصت له لاسه ورنه کړئ. والسلام
دافغانستان اسلامی امارت
۲/۹/۱۴۳۹هـ ق
۲۸/۲/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/5/18م

دا هم ولولئ  د الخندق عملیاتو نشراتي انعکاس


دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close