پیغامونه اورسمي بیانونهتازه او عاجل خبر

د کابل ادارې د تش په نامه انتخاباتو په اړه د اسلامي امارت د تعلیم او تربيي او عالي تحصیلاتو د کمیسیون خبرتیا!

د ټولو ښونیزو او روزنیزو اداراتو مسئولینو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الله تعالی جل جلاله مو په خپلو دیني او تعلیمي امورو کې کامیاب او بریالي ولره.
البته د ګران هېواد افغانستان د موجوده وضعیت په اړه پوره معلومات لرئ چې اشغالګر او داخلي ګوډاګیانو که له یوې خوا د پوځي عملیاتو او وحشي بمباریو سلسله جاري ساتلې، له بلې خوا په سیاسي ډګر کې هم هڅې کوي چې خپلو اجیرانو ته په یوه ډول مشروعیت ترلاسه او عامه ذهنیت تیرباسي.
اشغالګر غواړي یوځل بیا د ولسمشرۍ ټاکنو ترنامه لاندې یو تش په نامه ولسمشر رامنځته کړي او بیا د خپل اشغال د تداوم لپاره زمینه برابره اوپر دې مظلوم ملت باندې دڅه وخت لپاره د وحشتونو لړۍ جاري وساتي.
د همدې هدف لپاره دوی هڅه کوي د ولسمشرۍ ټاکنو تر عنوان لاندې انتخابات ترسره کړي.
څرنګه چې دا پروسه له پيله تر پایه د اشغالګرو لخوا پلان شوې او نهایي ګټه به هم ترې اشغالګر اخلي، نو دا د هر مؤمن مسلمان او مجاهد افغان دیني او ملي وجیبه ده چې د اشغالګرو دغه د چل اوتزویر پروسه شنډه کړي او د ترسره کیدو مخه یې ونیسي.
دا چې د ټاکنو د پروسې ترسره کوونکي اراده لري چې په تعلیمي ادارو کې کامپاینیز او ټاکنیز مراکز جوړ کړي اوله دې مراکزو، تعلیمي منسوبینو او استاذانو څخه په دې لار کې ګټه واخلي.
د افغانستان اسلامي امارت د ښوونې او روزنې او لوړو زدکړو کمېسیون د هیواد په ټولو ښاري او اطرافي سیمو کې د معارف له کارکوونکو، معلمینو، مدرسینو او د مکاتبو له مدیرانو څخه غواړي چې په خپلو تعلیمي ادارو کې هېڅ ډول کمپاینیز او ټاکنیز مراکزو جوړیدو ته اجازه ورنکړي او نه دې هم ښوونکي او یا زده کونکي د ټاکنیزو کارکوونکو په حیث دنده اجراء کوي.
اسلامي امارت نه غواړي چې د مجاهدینو په بریدونو کې عام اولس یا د تعلیمي ادارو استاذانو او شاګردانو ته مالي او ځاني زیان ورسیږي.
د تعلیمي ادارو استاذان او ښوونکي باید د دښمن له سیاسي پروسو ځان کاملا لرې وساتي او اجازه دې نه ورکوي چې اشغالګر او اجیران یې له ښوونځیو څخه د خپلو شیطاني پروسو د اجراء لپاره کار واخلي.
په پای کې یو ځل بیا وایو چې د ټاکنو په نوم جعلي پروسه هیڅ اسلامي او افغاني ماهیت او مشروعیت نلري، بلکې د اشغال د تداوم، په پوځي یرغل د پردې اچولو او د عامه اذهانو د تیر ایستلو یوه هڅه ده، چې د کفري اشغالګرو لخوا تمویلیږي او نهایي نتیجه یې هم د هغوی په واک کې ده.
نو په دې اساس دا د هر واقعي مسلمان او افغان دنده ده چې په خپل ټول توان سره د دې دسیسې د شنډیدو هڅه وکړي.

دا هم ولولئ  هرات ښارکې داربکیانو عمومي قومندان قتل توپنګچه یې مجاهدینو راوړه

د اسلامي امارت د تعلیم او تربيي او عالی تحصیلاتو کمېسیون
۱۹/۱/۱۴۴۱هـ ق
۲۷/۶/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/18م



Close