پیغامونه اورسمي بیانونه

د کابل ادارې لخوا د مذاکراتو د آوازو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

له پرون راهیسې بیا د کابل ادارې په اصطلاح د سولې شورا غړو او ځینو نورو ولایتي مسئولینو آوازې اچولي چې ډير ژر به له اسلامي امارت سره مذاکرات پيل کړي.

موږ دا ادعاوې یوځل بیا ردوو، اسلامي امارت داسې پروسه په کوم ځای کې نه لري، د کابل ادارې بیلابیل ارګانونه او افراد غواړي په داسې آوازو سره اذهان مغشوش کړي، اسلامي امارت د مذاکراتو په اړه څرګنده پالیسي لري چې په کراتو اعلان شوی، اساسي مسئله له اشغالګرو سره د اشغال په سر ستونزه ده چې د ټولو ستونزو مور بلل کیږي.

د اشغال غوندې په مهمه او کاملا بهرنۍ مسئله باندې له بې اختیاره جهتونه سره خبرې بې ګټې دي.

هیوادوال دې په دې اړه د کابل ادارې د بې وسۍ او وارخطايۍ څخه ډکو راپورونو خپرولو ته هيڅ اعتنا نه کوي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

دا هم ولولئ  د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور د امریکایانو په خوښه ترتیب شوی او یو اړخیز دی

۲۲/۱۰/۱۴۳۹هـ ق
۱۵/۴/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/7/6م



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close