سیاسي لېکنې

د کابل غونډه او جعلي فتوا

لیکنه: نوراني

آبله ورځ ځينورسنيو خبر خپور کړ چي دافغانستان زرګونو علماؤ دلويې جرګې په خېمه کې غونډه وکړه. د رسنيو په ويناغونډه سهار پيل شوه اوماپښين په داسي حال کي پايته ورسيده چي دروان مقدس جهاد په ضديې په ۲۶صفحوکې فتواهم ليکل شوي اوهم توثيق شوي صادره کړه .

که فکروکړوچي په دومره تعداد علماء دي په يوي مسئلې کې علمې مجلس کوې، مسئلې دي څيړې ،تحقيق دي کوي په ۲۶صفحوکې دې فتوا تسويد، تائيد او بلاخره اعلام هم کړي .

دا هيڅ شوني نه ده اونه هم علماء داسي کوي چي دجهاد په وړاندي دي داسي پريکړه وکړي چي امريکايي بمباري ،شپنۍ چاپي ،دعلماءبندي کول،شکنجه کول،دمدارسو او ښوونځيو معصوم شاګردان شهيدان کول دې روا او د غاصبو صليبيانو امريکايانو سره د دين ، ناموس، هيواد، او کلتور د ساتني په لار کي جهاد دې ناروا وګڼې.

بلکي دا د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ میاشتې په ۱۸ مه نیټه چي په کابل کې د یوه خبري کانفرانس په مهال نيکولسن وویل امریکا پلان لري چي په روان کال کې پر طالبانو مختلف فشارونه وارد کړي. نوموړي زیاته کړه موږ غواړو پر طالبانو پوځي، سیاسي، ټولنیز او حتی مذهبي فشارونه راوړو.

دا هم ولولئ  د افغان جګړې عاملين څوک دي؟

د مذهبي فشارونو نه مطلب دا دی چې د افغانستان او ځینو نورو هیوادونو د دیني عالمانو په نامه فرمايشي، غونډې به جوړیږي او په دې غونډو کې به د طالبانو په ضد فتوی صادره شي او له اولس کلن جهاد وروسته به د هغوی د مبارزې مشروعیت له دیني اړخه چیلنج کړي.

د نيکولسن دپلان سره سم د روان میلادي کال د می په ۱۱ مه نیټه د اندونیزیا په بوګور ښارکې غونډه ترسره شوه.

اصلا زه په دې باور يم چي غونډه يواځي معلوماتي او تشريفاتي وه، له مخکي دنيکولسن او د هغه د مريدانولخواپلان شوي وه، پريکړه او فتوا يې هم نيکلسن او پلویانو دامريکاپه سفارت کي کړي وه .اواجتماع يې بيا دکابل ادارې په اصطلاح دسولي تش په نامه شوری لخوا ترتیب شوې وه چې همیشه همدغسې جعلي غونډې جوړوي او بیا تبلیغات کوي چې دومره شمیر طالبان موږ ته تسلیم یا د سولې له پروسې سره یو ځای شول.

او ځيني علماء بياداسي هم کيدای شي چي راغوښتل شوي وي لاکن ديادي موضوع په اړه هيڅ خبرهم نه وي اونه يې هم نظرته کتل شوي وي .ځکه غونډه په داسي ځای اووخت کي جوړه شوي وه چي نه خو د نظر وخت و،او نه هم د چانظر ګټه کول .

دا هم ولولئ  د الخندق عملیاتو نشراتي انعکاس

بس د غونډي د پيل سره دمخکي نه دجوړي شوې او ليکل شوي فتوامتن لوستل شوی او غونډه بيله دي چي دچاڅخه نظر واخيستل شي پايته رسيدلي .

اوس پوښتنه دلته ده چي دنيکلسن او دکابل اداري دغسي جعلي سازشونه اوډرامي به دکابل اداري اونيکلسن لپاره څومره ګټوري وي ؟

زما په اند دغسي لوبې پرته له دي چي ولس به دکابل پر اداري نورهم بي باوره کړي نورهيڅ نه شي کيدلاي ځکه چي روان مقدس جهاد نه خو د سولې د شوری د ملایانو په فتواپيل شوی، اونه به ددې څوکرايه شویو په خوله پايته ورسيږي.

په مجاهدينو کي لله الحمد کافي اندازه سترعلماءشته چي د شرعي اصولوسره سم دروان جهادرهبرې اولارښوونه وکړي.

ان شاء الله



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close