سیاسي لېکنې

د کفارو ملګرو ته! / ابو یاسر افغان

دوی په خپله د کفر غلامي کوي، کفر ته خدمت کوي، د نړۍ د ګوټ ګوټ نه یې کفار راوستي دلته پرې د خپلو افغانانو ویني تویوي، کورونه یې ورانوي، نسل یې ختموي، ځمکه، هوا او اوبه یې زیانمنوي، خو دا هر څه د وطن دوستۍ، وطن یا کفن، بیا رغَونې او پرمختګ په پلمه ترسره کیږي.
دا ډېره عجیبه ده چې په خپله د امریکایي کافر غلامي کوي دې ترې وروسته او مخکې کیږي، د امریکایي ساتنه ده ته تر خپل ایمان، وجدان، ژوند، خلکو، خاورې او غیرت نه ډېره مهمه ده، دی مخکې وي امریکایي کافر ورپسې وي، د خپل افغان مسلمان په کور په توره شپه کې په ډېر وحشت او ظلم سره داړه اچوي، مظلوم ماشومان ژړیږي، د کور میرمنې په فریادونو سر وي او په ډېر مظلومیت سره دغه خونړي او پس فطرته غلام ته وایي: ای وروره ای وروره! دا خاوند یا زوی مې مه نیسه دا بې ګناه دی او هغه دې ورته د ټوپک شپیلۍ نیغه کړي، غلې شه د پنجابي لوري دا ځکه نیسو چې د پنجاب د غلامۍ شک لرو پرې، نور دې غږ وا نه ورم کنه نو دلته دې په دا سر ولم…
ای کاش د ده سره دومره وجدان خو وای چې د یو مسلمان په کور ورختل، د هغه میرمنې او ماشومان ویرول، د انګریز کافر په لاسونو د هغوی بې عزتۍ ته خړ خړ کتل اخر دا خو هم غلامي ده کنه، دا خو هم ذلت او دهشت دی، پرون به کمونیستانو دوکاندار، معلم، دهقان، تجار او… رانیولی و د پلیګون په وحشت خونه کې به یې له تیغه تیر کړ ویل به یې پنجابی دی، امریکا ته کار کوي او… نن ده خپله د امریکایي کافر غلامي منلې خو دا چې د ده جیب ته د میاشتې یو نیم سل ډالر راځي، نو دی د وطن یا کفن زمری شو، خو که بل افغان د خپل دین، وطن، ناموس او خاورې د دفاع په خاطر د صلیبي اشغال خلاف له له خولې غږ وویست بس هغه پنجابی شو!!
 
غلام عسکره!
 
دا څومره عجیبه ده چې د پنجابي په شک دې لسګونه زره افغانان له تیغه تیر کړل، زندانیان دې کړل، زخمیان او در په در دې کړل، خو یوه ورځ دې هم په خپل ګریوان کې سر ښکته نه کړ چې زه خو هم غلام یم، دا سره کفار چې په دې وطن کې راته ګرځي، زما د خلکو د عزت او ژوند دښمنان دي، نو د دوی سره کار او دوی ته غلامي خو زه هم کوم آیا دا غلامي فقط همدې ته وایي چې څوک دې د کفر او اشغال خلاف غږ پورته کړي نو هغه د پنجاب یا بل چا غلام شو خو که زه د امریکایي او ناټو عسکرو سره یو ځای د اسلام، وطن او خلکو خلاف جګړه کوم دا غلامي نه شوه؟؟
 
فکر وکړه غلامه!
ته چې د کافرو په څنګ کې، شاته او مخکې روان یې نو په داسې حالت کې د مرګ او مرګ نه پس د حساب او کتاب په نوم په کوم څه باور لرې او کنه؟؟ دا څنګه وطن یا کفن دی چې ته یې د اسلام، خپلو خلکو، وطن او آزادۍ خلاف د سرو کافرو په صف کې ودرولی یې؟!!
غلامي و پیژنه! بس دی نور نو د کفر ملګرتیا مه کوه، د کفارو خلاف د جهاد او مبارزې د غږ پورته کوونکي هغه څوک دي چې ته یې غلامان ګڼې خو هغوی د غلامۍ پرضد را پورته شوي او دا هم ده چې ته به د الله جل جلاله محکمې ته ضرور وړاندې کېږې نو هغه حالت او ورځ در په زړه کړه، هلته بهانې او پلمې، واسطې او پیسې نه چلیږي او نه هلته بي بي سي او آزادي راډیو شته چې تاته د ۴۸ ملکونو د کافرو په غلامۍ کې هم اتل ووایي او هغه چاته چې ستا د بادارانو د اشغال او ظلم خلاف یې جهاد پیل کړی وي، د پنجابي استخباراتو مربوط خلک.
فکر وکړه! ته غولیدلی یې، په یو نیم سل ډالرو دې خپل دین، ایمان، وجدان، وطن او انسانیت دا هر څه پلورلي او لګیا یې د خپلو مسلمانو خویندو میندو، ورونو او مشرانو په بې عزته کولو، وژلو، اسیر کولو او کړولو درته انګریز شاباسی در کوي همدا به نو ستا وطن یا کفن وي؟؟؟
 
د ګران هیواد د بشپړې خپلواکۍ او دلته د یو سوچه شرعي اسلامي نظام د قیام په هیله


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
دا هم ولولئ  د تقوى چاپيريال

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close