تازه او عاجل خبر

د کنړ غازي اباد ولسوالۍ کې شانداره تعلیمي غونډه وشوه

تېره ورځ د کنړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ د څوکۍ درې په مرکزي لیسه کې د پوهنې د بهیر د لاچټکتیا او د کیفیت د ښه والې په موخه لویه علمي غونډه جوړه شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

یادې غونډې ته ګڼ شمېر علماء کرام، قومي مخور، د مکاتبو سرمعلمین ، مدیران او عام هیوادوال راغلي وو.

غونډې ته ویناوالو د خپلو ویناوو په ترڅ کې وویل چې پوهنه رڼا او د هر قشر روح او ژوند دی، همدارنګه یې د ماشومانو پر پلرونو او استاذانو ږغ وکړ چې د اولادونو او شاګردانو حقونو او روزنې ته اولویت ورکړئ او د هغوی راتلونکی په علمي او روحي هستۍ جوړ او روښانه کړئ .

د مکاتبو مدیرانو او معلمینو ته د تعلیم او تربیې اصول بیان شول او د هغوی غوښتنې واورېدل شوې.

دا هم ولولئ  زابل : دسیوري ولسوالۍ دفتحې او دمزدور دښمن دتلفاتو وروستي جزئیات

وروسته غونډه د دعاپه ترسره کولو سره پای ته ورسېده.

جمعه / ۱۴ / شعبان / ۱۴۴۰ ه ق



دا هم ولولئ

Close