سیاسي لېکنې

روا نه جګړه طالبانو که یرغلګرو پیل کړې؟!

سید شریف

د روان کال  دجوزا په ۱۴مه دکابل حکومت ددیني عالمانو په نوم یوه فتوی پاڼه خپره کړه،په یاده شوې فتوی کې ټینګار شوي چې افغانستان کې روان جنګ ناروا دی. دروان جنګ څخه موخه دصلیبي یرغل پر ضددطالبانو جهاد دی. په فتوی پانه کې هغه جګړییز تکتیکونه چې طالبان یې کاروي ناروا بلل شوي،خو داشغالګرو پر ناروا شتون، د جنګ پر دوام،وحشت، ظلم،هراړخیز فساد او بلا نارواوو سترګې پټې شوې دي.

د یادې شې فتوی پاڼې له خپریدو سره  حکومت پلوه رسنیو او اشخاصو پر طالبانو سترګې برګې کړې چې نور نو باید تسلیم شي،دخپلې دفاع څخه لاس په سر شي، یرغلګر ځواکونه او حکومتي عسکر که شپنۍ چاپې وهي،ړندې بمبارۍ کوي، مدرسې، مسجدونه، ښوونځي او کلینیکونه ویجاړوي، ښځې، ماشومان او بوډاګان شهیدانوي، دطالب په مشري مظلوم ولس حق نه لري چې دخپلو حقه حقونو غوښتنه او ساتنه وکړي.

دلته ډيره لویه بې انصافي داده چې دطالبانو مقاومت  د مځکنیو واقعیتونو برعکس د روانې جګړې بنسټ بلل کیږي،ځیني ښایې په ناخبرۍ همدا تېروتنه کوي،خو زیاتره په عارفانه تجاهل سره د روان جنګ له اصل وریښې( دیرغلګرو ناروا شتون) څخه سترګې پټوي،ځکه همدغه ښاغلي او اغلي په روانه جګړه کې دشهرت، ثروت او بلواکي چوکۍ څښتنان شول،د یرغلګرو د بې دیغه چوپړ له امله ځینو ته دجنرالۍ او ځینو ته د پوهنوالۍ رتبې په برخه شوې،نو دوی به ولي دروانې جګړې بنسټ ته ګوته نیسي؟.

دا هم ولولئ  د ټوقانو حکومت!

اساسي پوښتنه داده چې روان جنګ چا پیل کړی، طالب او که امریکا او ملګرو یې؟!، ددې پوښتنې ځواب ډير اسان او روښان دی، دطالب واکمنۍ  په مهال دهیواد په ۹۵ سلنه کې داسي امنیت تامین و چې مثال یې دنړۍ په ډیرو پر امنو هیوادونو کې هم نه و، همدغه مثالي امنیت  دمهذبي نړۍ مور( امریکا)په روان جنګ تبدیل کړ؟.امریکا د سپټمبر د۱۱ مې په غبرګون کې بې له دې چې په پیښه کې داسامه بن لادن چې په طالب واکمنۍ کې یې ژوند کاوه دلاس درلودلو په اړه شواهد وړاندي کړي، پر افغانستان ناروا وحشیانه یرغل وکړ، جوړ نظام یې ړنګ کړ،افغانستان ته یې هراړخیز زیان واړاوه او په پایله کې یې اوسنی روان جنګ راته پاته شو.

کوم لوري چې روانه جګړه پیل او روانه ساتلې له هغوی باید وغوښتل شي چې همدا جګړه ودروي، دطالبانو مقاومت دهمدې ناروا جنګ مشروع غبرګون  دی، دطالبانو جګړه تهاجمي نه ده، طالبانو دمتحده ایالاتو مځکه او فضاء نه ده غصب کړې، د یرغلګرې امریکا داشغال څخه دخپلو ارزښتونو، نوامیسو او خاورې دفاع کوي. مګر برعکس له زرګونو کلومټر لیري څخه راغلي امریکایان او اروپایان افغانستان کې دتوپ او ټانګ په زور خپله واکمني غواړي.

دا هم ولولئ  طالبان ولی د افغان حکومت سره خبری نه کوی؟

په افغانستان کې روان جنګ چې علت یې د یرغلګرو ناروا شتون دی، په څلور مذهبه ناروا دی، یرغل ناروا، شتون یې ناروا، جګړه یې ناروا او دلته د یرغلګرو هر څه او هررنګه تصرف ناروا دی،هر چا چې همدا نارواجګړه پیل کړې، په ناروا شتون سره یې روانه ساتلې، هماغه اړخ دسترې ناروا مرتکب دی، ددې ناروا اړخ له منځه وړلو ته  بایدلومړیتوب ورکړو، تر څو چې مو همدا ناروا اوکرغیړن شتون لیري کړی نه وي، تر هغو به  دهمدې ناروا عمل عکس العمل روان وي.

روا ن جنګ اشغالګروامریکایانو شروع کړی او روان ساتلی دی، که دیرغلګرو ناروا شتون  ختم شي،دافغانانو غبرګون خپله ورسره له منځه ځي، دیرغلګرو موجودیت دروانې جګړې علت دی،د طالبانو مقاومت ددې علت معلول دی،چې علت محوه نشي، معلول له منځه نه ځي،نوکه امریکایان  وغواړي همدا نن  له افغانستانه په وتلوروان جنګ ته د پای ټکی ایښودلای شي. درباري ملایان که رښتیا له روانې جګړې ستړې شوي وي،پر مظلوم ولس یې زړه سوځي،نو باید تر هرڅه وړاندي  دروان جنګ دمبداء(د یرغلګرو دناروا شتون) پر ضد فتوی ورکړي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close