تازه او عاجل خبر

روزګان : ترینکوټ کې ۴ ټانګونه تخریب ۱۶ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي

د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د پای ناوې د سرخوم په سیمه کې نن مازدیګر ۵ بجې  له مزدورو عسکرو اوپولیسو سره هغه مهال سخته جګړه ونښته چې  دمجاهدینو په سنګرونو یې د تعرضي برید هڅه وکړه

جګړه چې پکې سپکې  اودرنې وسلې وکارول شوي  کابو دوه ساعتونه یې دوام وکړ

دجګړې په مهال  ددښمن ۳ ټانګونه دخښ کړی شویو ماینونوپه مټ  ویجاړ  او ۷ تنه  مزدورعسکر اوپولیس قتل ۶ تنه نور ژوبل اوپاتي یې په تېښته  سره  ولاړل

همداراز تېره ورځ  مازدیګر ۶ بجې  دهمدي سیمي د  زمان جان اغا د کوتل په سیمه کې  یوه شوبله  دخښ کړی شوي ماین په مټ ویجاړه اوپکې سپاره ۳ تنه مزدورعسکر ځای پرځای ووژل شول



دا هم ولولئ  بلخ کې ۷۲ عسکر، پولیس او اربکیان له مجاهدینو سره یوځای شول

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close