سیاسي لېکنې

روژه او تازه بریاوې

د ورځي خبره:

د مبارکې روژې میاشت چې فرض عبادت پکې یو په اویا او نفلي عبادت دفرضو هومره ثواب لري. داسلامي امارت اتلو مجاهدینو فرض عین جهاد جاري پکې ساتلی، دروژې په لوږه  او تنده کې یې ددین او وطن ددفاع سنګرونه ټینګ کړي او دیرغلګرو او دهغو دګټو ساتونکو ټوپکیانو پر ضدیې الفتح عملیات ګړندي ساتلي دي.

 مجاهدین ډير نیکمرغه دي چې په فرض روژه کې دجهاد ستړیاوې زغمي،ددښمن ددهشت او وحشت په اوج کې جهادي مسؤلیت ترسره کوي او دمظلوم ولس دعزت، سر او مال ساتنې ته دخپلو سرونو په بیه لومړیتوب ورکوي.

د مبارکې روژې په میاشت کې قهرمانو مجاهدینو د ډیرو پراخو سیمو دفتحې سربیره درې ولسوالۍ هم په بشړه توګه ونیولې،ولس یې دیرغلګرو او کابل رژیم دوسله والو له ظلم څخه وژغوره او مثالي امن یې تامین کړ.

تازه خبر دی چې داسلامي امارت فاتحو ځواکونو د زابل ولایت دسیوري ولسوالي فتحه کړې،دښمن ته یې دسر او تجهیزاتو لوی زیان اړولی او  همدې سوبې په مهال مختلف النوع وسایل او وسایط دمجاهدینو لاس ورغلي دي.

بل خبر دی چې دیادشوي ولایت دشملزو ولسوالي کې هم دښمن ته خورا لوی ځاني زیان او ښتی، پوستې ترې نیول شوې او ډير غنیمتونه دمجاهدینو په برخه شوي دي.

همداراز په یو بل تازه خبر کې ویل شوي چې: «د ددښمن هغه  لویه  قوه چې دجنرال میلر او اسدالله خالد په ځانګړې سپارښتنه د غزني- پکتیکا د لارې خلاصولو په موخه سیمې ته روانه شوې وه،  د اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا د غزني مرکز او دهیک ولسوالۍ تر منځ په لویه لاره له شپږو ورځو راهیسې راګیر وه.په یادو شپږ ورځو کې يې هيڅ ډول پرمختګ نه لاره بلکې ځاي پرځای ولاړه وه، نه بیرته شاته تلای شوای اونه يې هم پرمختګ کولای شوای.

خو تیره ورځ ناوخته او بیګا شپه يې هڅه وکړه چې بیرته شاته وتښتي، چې د مجاهدینو له کارنده ګوزارونو سره مخ شوه.د نښتې په جریان کې ۱۰ عسکر وژل شوي چې د ځينو جسدونه يې په سیمه کې پاتې دي، ۱۶ تنه ټپيان دي، ۴ هاموې ټانکونه يې په راکټي برید او انفجارونو کې له منځه تللي.نور باقي عسکر په خورا سخته ویره او وارخطايي سره بیرته د غزني مرکز ته وتښتیدل».

له تېرو څو میاشتو راهیسي ګډ دښمن دمظلوم ولس پر ضد خورا دروند او پراخ وحشت ته ملاتړلې ده، هره ورځ دهیواد په مختلفو برخو کې دګډو ځواکونو په بمباریو او چاپو کې دښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ ولسي هیوادوال شهیدان او ټپیان کیږي او ګډ دښمن  د یو پلان له مخې دمظلوم ولس د کورونو، دوکانونو، روغتونونو،مدرسو او نورو عام المنغعه بنسټونو نړولو ته ملاتړلې ده.

اسلامي امارت ددښمن وحشتونه غندلي او دخپل مظلوم ولس سره یې ژمنه کړې چې له دښمن سره به حساب کوي او ستاسي دوینو او مالونو غچ ترې اخلي، په دې لړ کې بغلان او کابل کې دمجاهدینو وروستي کارنده بریدونه د یادونې وړ دي چې دښمن یې خورا لوی زیانونه واړول.

د روژې په مبارکه میاشت کې به داتلو مجاهدینو بریدونه په لا ښه  او قوي ډول روان وي،له دښمن څخه به دخپل مظلوم ولس انتقام اخلي اود خلګو دعزت، ځان او مال  ژغورنې فاتح عملیات په ښه او موثر ډول روان وي.

ان شاء الله العزیز



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close