اسلامي لیکنېروغتيا

روژه د طب له نظره

جبیر افغان

روژې ته په نورو ژبو یا اصطلاحاتو کې برت، صوم او اپاس هم ویل کیږي. د دې بیا ډېر قسمونه دي دبیلګي په توګه د نیت روژه، مذهبي روژه، د سزا روژه ،طبي روژه ، پر یو بل چا د څه منلو روژه، د لوږي روژه او داسي نور…

د روژې دستور د حضرت آدم علیه السلام له وخت څخه راپیل شوی دی او هیڅ یو څوک داسي تیر شوي نه دي او یا شتون نه لري چې له دې پاک قانون څخه دې استفاده نه وي کړې. له ټولو وړاندې حضرت آدم علیه السلام روژه ونیول له هغه وروسته چې څومره پیغمبران او انبیاء کرام راغلي دي ټولو د خپل شریعت په لحاظ کولو سره روژې نیولې.

دلته په ځينو کرښو کې د روژې پر طبي فایدو باندې هم یو ځغلند نظر کوو چې دا نه یوازي یوه مذهبي طریقه او له ګناهونو څخه د ژغورنې لامل دی بلکي له بې شمیره ناروغیو څخه د خلاصون موندلو یوه په زړه پوري نسخه هم ده. له مذهبي نظره چې روژه څومره اهمیت لري، همدومره له طبي نظره هم مهمه ده.

ابوالطب بقراط وایي چې داسي درد چې بې کچي تکلیف ورکونکی وي هغه مهال ضروري ده چې له انتهایي ستر او باریک تدبیر څخه کار واخیستل شي او کله چې دا ناروغي اوج ته ورسیږي نو هم باید انتهایي باریک تدبیر اختیار کړای شي.(طبیبان د غذا د استعمال بندولو ته «انتهایي باریک تدبیر» وایي)او تر ټولو لږ یا د بیخي ژر هضمېدونکي غذا استعمال ته باریک تدبیر وایي.

د بقراط قول

د بقراط له دې قول څخه د روژې طبي فایدې څرګندي شوې، تفصیل یې داسي دی چې د ناروغۍ په حالت کې غذا یوازي طبعیت ته د طاقت ورکولو لپاره وي تر څو بدن کمزور او د ناروغۍ له امله ناتوانه نشي، مګر که د مرض په حالت کې په بدن کې طاقت وي نو بیا د غذا ضرورت نشته ځکه چې کله چې خواړه معدې ته داخل شي نو بدن د هغو په هضمولو بوخت شي چې له امله یې د بدن یعني طبعیت توجه د ناروغۍ له مقابلې کولو څخه واوړي او یا هم کمه شي. که خواړه ډېر یا ژر نه هضمېدونکي وي نو پر معدې بوج او د پرېشانۍ سبب ګرځي. نتیجه به یې داوي چې طبعیت کمزور او د ناروغۍ له مقابلې کولو څخه بې وسه شي او نوي ایلوپیتهي هم همدا ښیي ځکه په زړو ناروغیو کې ویټامینونه هم زیات استعمالیږي تر څو د ایلوپیتهي دواوو په مټ د زهرجنو اثراتو اصلاح هم وي او بدن طاقتور شي او د ناروغۍ مقابله وکړای شي. معلومه شوه چې باریک تدبیر داسي څه دي چې په مرسته یې طبعیت او بدن تل مرض ته ماته ورکولای شي.

د حکیم جالینوس قول

نه یوازي بقراط بلکي تر ټولو ستر حکماء لکه جالینوس، بوعلي سیناء، رازي رحمه الله، مسیحي صاحب کامل سمرقندي او داسي نورو هم په متفقه ډول د روژې د دې قانون ډېره زیاته ستاینه کړې ده. بوعلي سینا په حمیات قانون کې د عنب غیر خالصه ؤ په بیان کې وایي چې داسي ناروغانو ته هره ورځ خواړه ورکول یا هغه چې د غذا په څیر وي، تاواني دي بلکي مناسبه داده چې یوه ورځ هغوی ته بې انتهاء سپک خواړه ورکول شي او بیا یوه ورځ وږي وساتل شي. وروسته وایي چې د تبي په پیل کې په ډېرو سپکو خواړو ورکولو سره که صرف تلطیف مطلوب وي هم ښه ده. وروسته په حمی بلغمیه کې بوعلي سینا وایي چې په دغه تبه کې ناروغ وږی ساتل، وږی ویدول او ریاضت یا ورزش ورکول ډیر غوره تدبیر دی.

(مآخذ: د روژ فضائل او مسائل)



Close