ټولنيزې ليکنې

رښتینې ملګرتیا..!!!

صفي الله رائد

په لومړیو کې د ملګري او ملګرتیا یواځې له نوم سره بلد وم، نور ورآخوا په هېڅ نه پوهېدم، چې هرځای به مې دوه ملګري جوړه لیدل، بس هم دې ته به مې د ملګرتیا نوم ورکاوه او بس!

ماته په ملګرتیا کې غم، زغم او درد ناشنا ښکارېده.
او دابه مې ویل چې ایا کله به هم په ملګرتیا کې غم، درد او خفګان راځي؟!!!

کلونه وروسته مې بیا فکر د ملګرتیا په باب لږ څه بدل او تغیر وخوړ.
هو دا ځلې به مې هغه دوه کسان ملګري بلل چې تل خوښ وي، تل یوځای سره ګرځي او هېڅ کله هم په ژوند کې یو له بل څخه جداکېږي نه.
همیش یې پر شونډو موسکا خپره او تل پر سکونه یو له بل سره د خپل ژوند څو خوندورې او بختورې شېبې تېروي او…

خو!
اوس دملګرتیا په باب په هغو زړو فکرونو ولاړ نه یم.
اوس مې بیا د ملګرتیا په باب فکر بلکل بدل دی.
اوس نو ملګرتیا سراسر خوښي نه بولم. له هغه وخته مې چې د یو خوږ ملګري د جدایي خوند څکلی، چې څومره زور لري!
فراق یې لکه د زهرو غړپ څومره تریخ وي!
هو! تر دغو څو ترخو شېبو او خاطرو وروسته په دې اند شوم چې ملګرتیا سراسر خوښي نه بلکې سراسر غم دی، اندیښنې دي، له جدایي سربېره یو لوی ژړونکی فراق له ځان سره لري.

دا هم ولولئ  ټرمپ د امریکا ولس ته د افغان جګړې اصلي حالت عکاسي کړ

ملګرتیا تر یو څو شېبو خوښیو او خوندونو وروسته ستړي، دردونکي او ژړونکي مزلونه لري.

څوک چې ملګرتیا یواځې خوښي، سکون او راحت ګڼي ناسم پوه شوي، دوی د ملګري د فراق مزه نده څکلې. هو! دوی یې د جدایي درد ندی لیدلی.



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close