تازه او عاجل خبر

زابل: ارغنداب او شاجوی ولسوالیو کې د زده کونکو ترمنځ د سیرت، عقائدو او فقهي تقریري مسابقې وشوې

د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصيلاتو کميسیون تر سرپرستۍ او څارنې لاندې د زابل ولایت په ارغنداب او شاجوی ولسوالیو کې د نبوي سیرت، عقائدو او فقهې اړوند تقریري سیالۍ ترسره شوې.

د پوهنې کميسیون د زده کونکو د ذهني تنوير او وړتیا لوړېدو لپاره دا ډول سيالۍ په ټول هیواد کې په لاره اچولي دي.

په دې سیاليو کې د سیمې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مخورو، د ښوونځیو ښوونکو او زده کونکو برخه اخيستې وه.

د مسابقو ګډونوالو د اسلامي امارت د پوهنې له مسوولینو ددې ډول غونډو د جوړولو له امله مننه وکړه.

دا سيالۍ د معمول له مخې ددعا په ترسره کولو سره پای ته ورسېدې.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  فاریاب : میمنه کې دفاریاب دجزائي محکمې رئیس (قاضي غلام فاروق ) ووژل شو
Close