تازه او عاجل خبر

زابل : دسیوري ولسوالۍ دفتحې او دمزدور دښمن دتلفاتو وروستي جزئیات

زابل:دسیوري په جګړه کې دقومندان قیس په شمول ۱۹ عسکرقتل۲۷ژوبل ۹ وسائط ویجاړ ګڼ مهمات نیول شوي

دالفتح عملیاتو په لړکې  بیګاه شپه ۱۲ بجې   دزابل ولایت دسیوري ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ ،  او امنیه قومندانۍ پراخ وسلوال بریدونه ترسره کړل

بریدونه چې پکې سپکې ، درنې اولیزري وسلې وکارول شوي  په پایله کې یې   دولسوالۍ مرکز اوامنیه قومندانۍ په بشپړه توګه  فتح شول

همداراز د بورګۍ  په سیمه کې  ددښمن له کومکي عسکرو سره جګړه  ونښته چې  ترسهاره یې دوام وکړ

په پېښه کې دمزدوري ادارې د  زابل ولایت د عمومي عملیاتي کنډک قومندان ( قیس هلمندوال) په شمول ۱۹ تنه مزدور عسکر ځای پرځای قتل ۲۷ تنه نور ژوبل ،  ۵ شوبلې او څلور عرادي رینجر موټر په بشپړه توګه ویجاړ اوسوځول شوي  اوپه زیاته  اندازه مهمات او وسلې دمجاهدینولاس ته ورغلي

مجاهدینوته لله الحمد هیڅ زیان  نه دی اوښتی

دا هم ولولئ  غزنی: قرباغ کې ۱ عسکر ووژل شو

داپه داسي حال کې چې وړمه شپه د همدي ولایت  دشملزو ولسوالۍ مرکز او داستخباراتو مدیریت  د وسلوال بریدپه  ترځ کې فتح ۵۵ تنه مزدورعسکر ځای پرځای قتل ۱۰ تنه ژوبل  ۷ وسائط یې ویجاړ ګڼ مهمات نیول شوي ؤ

2019/5/16



Close