تازه او عاجل خبر

زابل : دشملزو په جګړه کې ۵۵ مزدورعسکر قتل ۱۰ ژوبل ۷ وسائط یې ویجاړ ګڼ شمېر مهمات نیول شوي

له زابل ولایت نه په  وروستي رارسیدلي خبرکې ویل شوي : هغه  وسلوال بریدچې بیګاه شپه ۲ بجې د الفتح عملیاتو په لړکې دزابل ولایت دشملزو ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ او داستخباراتو پر مدیریت پیل شول  ترسهاره یې دوام وکړ

برید چې پکې سپکې ، درنې اولیزري وسلې وکارول شوي په پایله کې یې دولسوالۍ مرکز او یاد مدیریت  په بشپړه توګه فتح شول

دوروستي معلوماتو له مخې په دې برید کې ۵۵ تنه مزدورعسکر ځای پرځای قتل ۱۰ تنه ژوبل اوپاتي یې په تېښته ولاړل

همداراز ددښمن څلور عرادي رینجر موټر ، یوه شوبله او ۲ موټرسایکلونه سوځول شوي  ، څلور امریکایي ثقیلان ، ۲ کارمولي ټوپکونه ، ۲ راکټونه ، ۱۱ میله  کلاشینکوفونه اوګڼ شمېر مرمۍ اونور مهمات دمجاهدینولاس ته ورغلل

سهار  مهال  بیرته مجاهدین د ځانګړي تکتیک له مخې له یادو مرکزونو راپه شاشول

په پېښه کې ۴ تنه مجاهدین زخمیان او ۳ تنه  نور دشهادت لوړمقام ته ورسیدل . تقبلهم الله تعالی

دا هم ولولئ  جوزجان: دوکوه او شبرغان کې د دښمن رژیم ۵ کارکوونکي تسلیم شول

2019/5/15



Close