الاماره سټوډیو

زابل مرکز او شاجوی کې فتوحات، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

دالفتح بریمنو عملیاتوپه لړکې د هیواد د نورو ولایتونو په شان زابل ولایت هم د دښمن د شکست او د جهادي بریاوو شاهدي ورکوي.
په تېرو څو ورځو کې دمرکز قلات اړوند د کابل ادارې د عسکرو ۲۸ پوستې او دهمدي ولایت دشاجوی ولسوالۍ مرکز ته څیرمه ۱۳ پوستې فتح او دښمن تخلیه کړي دي
دهمدې لسګونو پوستو او مرکزونو د فتحي په مهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات دمجاهدینولا سته ورغلي او دښمن ته پکې درانه زیانونه اوښتي دي.
په زابل مرکز او شاه جوي کې د یادو پوستو او قرارګاوو تر فتحي وروسته د مجاهدینو د فعالیت ساحه نوره هم پراخه شوي او دکابل کندهار ترمنځ غزېدلی عموي سړک چې لسګونه کلیومټره اوږد والی لرې د مجاهدینو تر بشپړ کنټرول لاندي راغلی دي.
د الاماره سټوډيو همکارانو د زابل په مرکز او شاه جوی ولسوالۍ کې د فتحه شویو پوستو لنډ لنډ ویډيويي کلیپونه ثبت کړې دې چې په همدې تازه نشر شوي ویډيويي راپور کي یې د لاندي لینکونو له لاري لیدلی شئ.

دا هم ولولئ  د استقلال د سلمې کلیزې په مناسبت د الاماره سټوډیو ځانګړی اصدار نشر شو


Close