الاماره سټوډیو

زابل کې د (۲) ولسوالیو د فتحي په اړه د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

دالفتح عملیاتو په لړکې د روان ۲۰۱۹مېلادي کال د مۍ میاشتي په ۱۵ تاریخ د شپې مهال ۱۲ بجې مجاهدینو دزابل ولایت دسیوري ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ ، او امنیه قومندانۍ پراخ وسلوال بریدونه ترسره کړل چي په پایله کې یې دولسوالۍ مرکز اوامنیه قومندانۍ په بشپړه توګه فتح شول.
همداراز د بورګۍ په سیمه کې ددښمن له هغو کومکي عسکرو سره درنه جګړه وشوه چي په ولسوالۍ کې د محاصره عسکرو د خلاصون په هدف له مرکز قلات څخه راروان وو.
په دې جګړه کې دمزدوري ادارې د زابل لپاره د عمومي عملیاتي کنډک قومندان ( قیس هلمندوال) په شمول ۱۹ تنه مزدور عسکر ځای پرځای وژل شول او لسګونه ټپیان شول.
د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ تر فتحي یوه ورځ وړاندي د همدې ولایت دشملزو ولسوالۍ مرکز او داستخباراتو مدیریت د وسلوال بریدپه ترځ کې فتحه شول .
دوروستيو معلوماتو له مخې په شملزو ولسوالۍ کې ۵۵ تنه مزدورعسکر ځای پرځای قتل شوي ۱۰ تنه ژوبل شوي اوپاتي عسکر په تېښته بریالي شوي دي.
د زابل ولایت دسیوري او شملزو ولسوالۍ د فتحي په مهال مجاهدینو ته له دښمن څخه په زیاته اندازه سپکې او درنې وسلې، مهمات او پوځي نقلیه وسایط په لاس ورغلي دي چي د الاماره سټوډيو په همدې (زابل کې د (۲) ولسوالیو فتحه) تر عنوان لاندي تازه نشر شوي ویډيويي راپور کي یې کتلی شئ.

الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل:
https://t.me/joinchat/AAAAAEDxKwak6tW42fAVwg 
دالاماره ویب پاڼي د ویډيو څانګه
http://www.alemarahvideo.org

دا هم ولولئ  د استقلال د سلمې کلیزې په مناسبت د الاماره سټوډیو ځانګړی اصدار نشر شو


Close