سیاسي لېکنې

زما د وطن بچیه!

م. مالک حبيبي

د افغانستان او افغانیت شریکه ځوانه، د عسکر، اربکي، پولیس، جنرال، وکیل او نورو په نوم په خوږه لهجه او جالبو رنګونو پوښلې خبیثې جګړې، ناولي هدف او پردي چوپړ ته استخدام شوی ځوانه! څو واره مې د هغې مور، خوندو او خپلوانو ژړا اورېدلې او د دوی زار حالت مې لیدلی، چې ستا په څېر د یو ویل شوي زوی (چې د تن په غوښو یې رالوی کړی و، شپې یې په ویښه ورسره تېرې کړې وې او بیا ترې ازاري شوی او تښتېدلی وو) په غم یې ژړل. همدارنګه ډېرې هغه مېندې او پلرونه هم پېژنم یا مې لیدلي، چې په هغه طالب زوی پسې ژاړي او آن په سترګو ړانده شوي، چې تا ورته په دې تور وژلی چې د امریکا دښمن دی!!!

طبعي ده چې څوک د چا ګټې تر سوال لاندې نیسي، هغه سړي ته خپل دښمن ښکاري، خو ته یقین ولره چې زه له تاسره ذاتي دښمني نه لرم، زه دې غم ته نه خوشحالېږم، زما درباندې بد مرګ نه دی پېرزو، زما ستا په اولاد دا ذلت نه لورېږي، چې د کافر رحم ته انتظار وي او وایي چې څه وخت به امریکایان زما پلار ته معاش ورکړي، چې موږ ته غوښه او مېوه واخلي. ستا په مېرمن مې دا نه لورېږي چې د کلي د ښځو په منځ کې عذرونه وایي چې: زه په زړو جامو کې راغلې یم، اولادونه مې وږي دي، یا د ځان او اولادونو د تداوۍ پیسې نه لرم؛ ځکه خاوند مې عسکر دی او امریکایانو څو میاشتې کېږي، چې تنخوا نه ده ورکړې، او بیا د هغو خانانو ښځې ورپورې وخاندې چې ازاد تجارت لري.

زه خپل ځانته دا خوښوم چې که دین مې خرابېږي؛ نو بیا باید دنیا ورته خرابه کړم، خو دین او ایمان مې له خرابۍ وژغورم؛ ځکه نو تا ته هم دغه خوښوم. زه ځان ته دا نه خوښوم او پېغور یې ګڼم چې د مرګ د خبر په اورېدو مې دې د کلي ملایان تري تم شي، له جنازې مې انکار وکړي او که کوي یې نو هم د جنازې نیت پکې نه کوي او وايي چې: خدایه زما خو یې نه منله اوس دا دی درغی، که بښې یې هم او که رانیسې یې هم، زما پکې کار نشته.

اوس هغه د ۲۰۰۱ کال دور نه دی چې زه تا په دې پوهوم چې تا ته دوکه درکړل شوې، دا جګړه ستا د دین او مقدساتو په خلاف ده او ته ورته په مزدورۍ نیول شوی یې، دا صلیبي او د اسلام ضد جګړه ده، دا جګړه به نسلونه او ملتونه وخوري او دا په ګران هیواد د نړیوال کفري استکبار تحمیل دی.

دا هم ولولئ  امنیتي تړون، که د جرائمو د جواز وثیقه؟

هغه وخت هم نه دی چې ته نه خبرېږې، بلکې موږ ته ضرورت وي ترڅو تا ته امریکا او زما او ستا شریک نور دښمنان در وپېژنو او په اوږدو داستانونو کې درته ووایو چې امریکا او د نړیوال کفر ټلوالې (ناټو) خلک ووژل، کورونه او کلي یې هوار کړل، د وطن ذخائر یې لوټ کړل، تعلیمي او فرهنګې یرغل او پټ پلانونه په مخ بیایي، ستا د اسلام پر ځای یې عیسویت حاکم کړ، ستا او ټولې اسلامي نړۍ ازلي دښمنان اسرائیل یې ستا د چارو واکداران کړل، دوست او دښمن یو ډول وژني، د هیواد ځمکه او فضایې په خپل واک کې اخیستې او ګڼ نور….

هغه وخت هم نه دی چې تر دې وروسته به تا څوک د جګړه کټونکي په رول کې ومني او ته به دې ډونرانو ته هدف وګټې، هغه تمه هم اوس یوازې ستا لپاره نه، بلکې د افغانیت او اسلامیت د تسخیر په هوډ وتلیو ټولو ته یو خوب دی، چې ګواکې د کامیابۍ مخ به ګوري او د غرب تراشلي اسلام او شرمېدلې ډیمکراسۍ د پلې کېدو ارمان به یې پوره کېږي. همداراز هغه د ځنګله د تر ټولو وحشي ځناورانو د وحشت ریکاډ به هم اوس مات  شوی وي؛ ځکه حیوان چې ډېر وحشي شي؛ نو یوازې دوه انسانان خوړلای شي او دې خلکو خو هر یوه تر لسو د زیاتو انسانانو غوښې وخوړلې.

له بلې خوا هغه زمانه هم نه ده چې طالب دې د امریکا په ژبه تعریف شي، طالب دې بې نومه، بې نښانه، بې ملګري، خالي لاس ترهېدلی انسان وي او ورځ په غار او شپه په غره کې عمر دې ولري.

هغه وخت هم تېر دی چې ملت او طالب ستا د میچنې غنم ول او تا ته ګوته نیول به ورته د ژوند په بیه تمامېدل، بلکې طالب اوس په ډګر ولاړ ولس پېژندلی او ازمویلی اډیال دی، طالب اوس یو نړیوال نه ماتېدونکی قدرت دی، طالب اوس د قربانیو، وفاداریو او هیواد پالنې شاهکار دی، طالب اوس د نړۍ تر ټولو د لویې او پېچلې جګړې، دعوې او اقتدار وارث دی، طالب اوس د محکوم نه، بلکې د حاکم مرال په بنسټ خپلې او د هیواد چارې سمبالوي، طالب اوس د سولې، اوربند او نورو په برخه کې سوالګر نه، بلکې هغه ادرس دی چې د هیواد د جګړې اصلي لوبغاړي او  مستکبرین به دوی ته زارۍ او ننه واتې کوي.

دا هم ولولئ  له غور او بادغیس څخه د سترګو لیدلي حالات

نو دغسې یو بد حالت دې ولې د خپل برخلیک په سوچ کې نه اچوي، ستا په وړاندې د ټوټه – ټوټه شوو ځوانانو غړي، په بده لاره کې مرګ، د دوی له جنازې او تعزیت څخه اولسي انکار، تر شا پاتې ببرسري یتیمان، ستا په مېرمن او عزت ستا د هغه جنرال لخوا تېری، چې تا یې په دفاع کې ځان قربان کړی، په قبر او اخرت کې حساب کتاب، د قیامت په ورځ د امریکایانو په ډله کې راپورته کېدل، له دوی سره یو ځای جهنم ته تلل او ګڼ نور….. تا ولې خپل نجات ته نه متوجه کوي او ولې دې د ازاد او خپلواک ژوند خوند څکلو ته نه هڅوي.

ته داسې مهال د صلیبي جګړې او کفري اهدافو قرباني کېږې، چې امریکایانو په دغه جګړه کې ماته منلې، آن عسکرو یې د مرګ پر مهال مېرمنو ته په ځانګړو پیغامونو کې لیکلي چې دا یوه بې کټې جګړه وه، د ناټو ډېری هوادونو خپل ځواکونه کم کړي او بېرته ورغوښتي، تر څلوېښت سلنې په زیاته برخه د طالبانو واکمني ټینګه شوې، دولت د اعتبار او اقتصاد په اعتبار تر پخوا ډېر لوېدلی او نړیوال باور یې له لاسه ورکړی، جګړه له غرونو ښارونو او دفترونو ته رارسېدلې او  کابو درې میاشتې کېږي چې امریکا ستا د روزي دروازه تړلې او د عسکرو او پولیسو معاشونه یې ګرځولي دي.

نن چې د الله پاک ځمکه هم ستا لپاره پراخه ده او د عفوي دروازه دې هم پر مخ خلاصه ده، له امریکایانو سره ستا د ملګرتیا او بد مرګ هیڅ توجیه پر ځای نه ښکاري، دوی ستا او نورو افغانانو له مرګه یوه نړۍ خوند اخلي، حال دا چې ته یوازينی څوک یې چې د دوی د جګړې بار دې په اوږو اخیستی او له همدې امله د هیواد ټولې ناخوالې ستا له وجوده ریښه اخلي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close