سرمقالې

زموږ دشهیدانو وینې مجاهدین او فدایان زيږوي

بسم الله الرحمن الرحیم 
الحمدلله رب الارباب ، القائل ان ربک لبالمرصاد ، انه لا یخلف المیعاد ، امرعباده بالدعوة والاعداد للجهاد ، ووعدهم بالنصر والتمکین والامداد ، والصلاة والسلام علی خیرالعباد ، اللذی حرض الامة علی الجهاد ،ورغبهم فی الاستشهاد ، واباد بجهده وجهاده صنادیدالکفر والالحاد ، محمدواله والاصحاب ، ومن تبعهم باحسان الی یوم المعاد والحساب .
قال تعالی : اذن للذین یقاتلون بانهم ظلموا وان الله علی نصرهم لقدیر
وقال وما تقموا منهم الا ان یؤمنوا بالله العزیزالحمید 
دافغانستان مسلمان او مجاهد ولس په دفاعي جهاد مجبور شوی، د نړیوال صلیبي ځواک لخوا په افغانانو جګړه تحمیل شوی، د هیواد ځمکه او هوا د بهرني استعمار تر مستقیم تیري لاندې ده د افغانستان سیاسي سرنوشت ، اقتصادي منابع ، مذهبي او دیني فکر او افغاني عنعنات او کلتور دامریکايي اشغالګرانو له خوا تر تسلط او واکمنۍ لاندې راغلې نه د چا سر ، نه کور ، نه مال او نه عزت خوندي دی او نه دازادۍ حق ورکول کیږي . په دغسې ناوړه حالت کې افغانان په غیر له جهاد او مسلحانه مقاومت څخه بله لاره نه لري، له دغه حالت څخه د هیواد او ملت د نجات لاره یواځې وسلواله مبارزه ټاکل شوې ، ددغې مبارزې په اوږدو کې زولنې، هجرتونه،ستړياوې،ټپونه او شهادت هغه څه دي چې دافغانستان مسلمان او مجاهد ملت پر ځان منلي ، نو ځکه یې دې هري غمیزې ته په غیر له کوم ځنډ څخه لبیک ویلی .
یرغلګرو او ملحدو ملګرو یې په افغانستان کې د جګړې هیڅ اصول او انساني سلوک نه دی مراعت کړی ، د وحشت او ظلم مخکښانو دکابل په مزدوره اداره کې ټول مهم ارګانونه نیولي او غواړي له دې مجاهد ملت څخه دکمونيزم د رانسکورولو کسات او انتقام واخلي ، خو دوئ ګمان نه کوي چې اوسني باداران به یې د شورویانو او دوي به هم د تیر په څیر له شرمیدلي ماتې سره مخ شي او د اریانا په چوک کې به یې مشران د نجیب په انجام اخته شي ، نو ځکه یې په همغه وحشت لاس پوری کړی چې څو لسیزی وړاندې یې ددې ملت پر وړاندې په کار اچولي وو.
د بې دفاع بندیانو وژل او زورول کومه میړانه  نه ده او نه  د ځواکمنو خلکو کار دی ، د بندي وژل د هر کمزوري او بې مرؤته انسان په وسعه پوره ده ، که دوي غواړي چې په دې سره روان جهادي خوځښت له پښو وغورځوي خو داسې نه ده ،بلکې څو چنده د جهادي خوځښت دپیاوړتیا سبب به وګرځي ځکه چې زموږ دشهیدانو وینې مجاهدین او فدایان زيږوي .
مونږ په دې اړه د ټولو شهیدانو او په ځانګړي توګه دپلچرخي دزندان شهیدانو وروڼو رحمهم الله کورنیو او داسلامي امارت محترم مشر تابه او دمجاهدینو نورو محترمو مشرانو ته د زړه له کومې د مسنونه تعزیت مراتب وړاندې کوواو له لوي الله جل جلا له څخه غواړوچې دشهیدانو شهادتونه قبول کړي او په خپله رضا یې ونازوي او زموږ د ټولو مجاهدینو خصوصا د اسیرو مجاهدینو حفاظت او ساتنه دې الله رب العزت په خپل قوت او قدرت سره وکړي .
له موقع څخه په استفادی سره له خپلومجاهدینو وروڼو غواړو چی باید ددښمن له بندیانو سره خپل ښه اسلامي او انساني سلوک ته ادامه ورکړي او د خپلو شهیدانو انتقام دې له بندیانو څخه نه اخلي ځکه په داخلي بندیانو یواځې د هغوي کورنۍ دردیږي او د کابل اداره یې د کوم درد احساس نه کوي .
اودبندیانو سره ښه چلند زموږ د دین لارښود نه ، اسلامي اخلاق او دانساني عاطفې مهمه برخه ده .
دا چې ددغو بد مرغیو شاته ددافع او قوت په توګه خارجي یرغلګر فعاله برخه لري نو ځکه باید مونږ دملحد رژیم ټول امنیتي ارګانونه او خارجي یرغلګر د خپل انتقام هدف وګرځوو او کوښښ وکړو چې مونږ په انتقام کې له هغه حده تجاوز ونه کړو چې شرعا مونږ ته جواز ونلري ، دملکي وګړو او بې ګناه انسانانو د وژنې مرتکب نه شو ، ځکه دافغاني ټولنې غړي زموږ د بدن او جامعې غړي دي او تر څو چې زموږ د ټولنې لپاره د مهلک مرض وضعیت خپل نه کړي او له پریکولو یې بله چاره نه وي نو تر هغو باید د خپلو اندامونو د حفاظت او ساتنې په فکر کې و اوسو ، اوهمدا مو اسلامی او انسانی وجیبه ده ،د بې ګناه افغانانو وژل ددښمن له اهدافو څخه یو دی او کوښښ کوي چې څنګه ددې جګړې په اوږدو کې عام افغانان هم مړه او معیوب شي ، متوجه واوسوچې نه باید  د هغوي هدف زموږ په لاسونو پلي شي .
په پای کې بیا هم وایو چې ددښمن دا بزدلانه او ناوړه اقدام به هیڅکله هم زموږ د جهادي بهیر په مخکې خنډ نه شي.
ان شاءالله و ماذلک علی الله بعزیز



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close