سرمقالې

زموږ هدف د امپراطوریو ماتول نه بلکې اسلامي نظام دی

سرلیکنه :

له نن نه پوره اوه دیرش کاله مخکې کله چې شوروي امپراطورۍ یو نړۍ وال قوت بلل کیده او د ایټمونو په ګډون یې پر مخ تللې ټکنالوجې، وسائل او اسلحې درلودی، دپنځلسو دولتونو دغه مجموعه چې د اتحاد جماهیر شوروي په نامه یا دیده او د ډیر  وحشت او حیوانیت له کبله یې د سور ښامار او قطبی خرس لقبونه خپل کړي وه هغه مهال یې د دقیقې احصائیې له مخې ٢٩٣ مليونه نفوس درلود، چې د نړۍ په کچه ستر نفوس لرونکي هیواد ګڼل کیدو ،د هیڅ مذهب ،عقیدې او مقدساتو قائل نه وه ، په اشتراکیت او لادینیت ولاړہ مفکوره یې د توپک په زور په مستعمره ملیتونو تپلې او منلې وه له افغانستان څخه پرته بله د مقاومت او مقابلې تاریخي او د یاد وړ کرښه یې نه درلوده ،همدغه په مادي لحاظ ستر ځواک د خپل ټول ځواک پر مټ د خپلو لاس پوڅو کمیونستانو (خلق او پرچم)په اشارہ او مشورہ او علني بلنه په ګران او مظلوم افغانستان په داسې حال كې يرغل وكړ ،چې افغانان د ټینګې اسلامي عقیدې لرونکي او دتاریخ په اوږدو کې د غیرتي او شجاع قوم د مډال حاملين وه ،دافغانستان نفوس دغه مهال په تقریبي ډول ۱۵۵۰۰۰۰۰ پځلس ملیونه پنځه لکه اټکل شوې، چې د شوروي د نفوس نزدې شلمه ګڼل کیږي ، په مادي لحاظ یې نه دشوروي د مقابلې امکانات درلودل او نه هم کوم پر مخ تللې دفاعي او اسلحاتي سیستم ،خو د لوی الله جل جلاله په توکل د خپلې مقدسې عقیدې ،خاورې او عزت په دفاع کې د سرو لښکرو مقابلې ته ودریدل .

كله چې دنياوال وپوهيدل چې افغانان كولاي شي د سور ښامار ومخې ته  خنډ او ددې بې سرحدہ سیلاب په وړاندې بند شي، نو بیا یې ددې مجاهد ملت ننګه وکړہ ،خوکله چې د شوروي یووالی د قوام پښې په لړزان شوی، نو نړۍ خصوصاً غرب د شورویانو په مقابل کې د مجاهدینو په تسلیح او سیاسي او اقتصادي ننګې سره له ساړه جنګ څخه د جګړې ښکارہ ډګرته یوہ اندازه راووتل او په پائیله کې د لوي الله په رحم او مهربانئ قطبی خرس یوازې دا نه چې په  افغانستان کې ساه ورکړه، بلکې په لینن ګراد کې د عصر د لوي فرعون او د شوروي امپراطور لینن مجسمه را ونړیده ،دشوروي اتحاد په نامه یوه کتله د جهان له نقشې محوہ شوه او شوروي د ماضې یوه کیسه وګرځیده ،یواځې دانه چې افغان ولس خپل ټاټوبی ازاد کړ ،بلکې نوره نړۍ یې هم د شوروي له یرغال څخه وژغورله ،یوه له هغوپائلو څخه چې ددغه مقدس جهاد له ثمراتوشمیرل کیږي په نړیواله کچه مستضعفو ملیتونو ته د استعمار او یرغلګر پر خلاف دجهاد فکر او روحیه ده، له همدې کبله په دې روانه نیمه پیړۍ کې هر جهادي مقاومت او حرکت دافغان جهاد زیږنده بلل کیږي، ځکه چې سرچینه او الهام یې له دې سپیڅلي جهاد څخه اخستې
،د یادونې وړ دہ چې ووایو شوروي یرغل یواځې دا نه چې د هغوي په نابودئ تمام شو، بلکې شورویانو او د هغوئ لاس پوڅو کمیونستانو دبې ګناہ افغانانو وینې په ډیرې بې رحمئ او بې باکئ سره تویې کړی ،په لکونو ژوندي انسانان یې تر خاورو لاندې کړل، په ۱۳۵۷/۱۲/۲۴ نیټه یې شپږویشت زرہ بې سلاح او بې دفاع افغانان د هرات (شهرخون و قیام) په سیمه کې په یوہ ورځ کې په شهادت ورسول ، د هیواد سترې علمي،دیني،مسلکي ،سیاسي او قومي هستئ او د کار وړ کدرونه یې دزندان تورو کوټو ته واچول او تر نن ورځې یې مړی ژوندی ورک دی ، هیواد یې دپرمختګ او دیموکراسئ په عنوان له لوي سیاسي اواقتصادي اوږد مهاله مشکل سرہ مخ کړ ،د کور،کالي،اوډوډۍ پر ځای یې ملت ته بمونه ،بارود او زندانونه وړاندې کړل، د یو نیم ملیون افغانانو سپین سری او تور سری یې د غم په ټغر کښینولې .
افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې ددومره ډله ئیزو قبرونو شاهد نه وو ،لکه د کمیونستانو په کرغیړنه دوره کې ،په هیواد کې دا څولسیزې دګډوډئ او انارشیزم حاکمیت او یوځل بیا دبهرني ځواک یرغل دکمیونستانو او د هغوي د بادارانو د هغو ناسمو او ناوړه پالیسیو او وحشتونو پائلې دي چې د ۱۳۵۷ د ثور په اوومه یې د وینې بهوونکې سرې کودتاہ له لارې پلې کړی .
دافغانستان مسلمان او مجاهد ملت باید خپل دښمن وپیژني او نوي ځوانان باید دتاریخ په مطالعې سره دخپل ولس دښمنان، دښمنان وبولي، دیو نیم ملیون افغانانو قاتلین خپل قاتلین او مجرمین وګڼي او پرینږدي چې یو ځل بیا ددې مظلوم ملت په سرنوشت لوبې وكړي، کومو کمونستانو چې پرون شورویان رابللي وه، نن یې د امریکایانو سره بې پایانه اوږد مهاله د اشغال تړون لاس لیک کړ ،دا هیواد پلورونکي هم باید په دې پوه شي چې انجام او پائیله به یې د نجیب په څیر وي او هیڅکله به د تاریخ له قضاوت او د ملت له محکمې برائت تر لاسه نه کړي ان شاالله .

نن چې د امریکا او ملګروپرخلاف یې کومه مقدسه مسلحانه مبارزه روانه ده او دا دی ،دغه جهادي خوځښت مو د ځوانۍد شپاړس کلنۍ په پوړۍ پل ږدي او ورځ تربلې بریا وي وینو،الحمدلله ددې بشارت راکوي چې ددې جهاد پائیله به ان شاءالله د یوه بل جهاني طاغوت راپرځیدل وي،مونږ ګورو چې تاریخ تکراریږي، هغه د عربو خبره التاریخ یعید نفسه ، نوځکه په پوره ډاډسره ویلای شو چې، ډیر ژربه ان شاءالله  متحده ایالات هم دشوروي اتحاد په څیر یوه تاریخ تیره کیسه وګرځي او افغانان به وتوانیږي چې په یوه پیړۍ (سلیزه ) کې ددوو امپراطوریو د راپرځرولو ویاړ تر لاسه کړي ، وماذالک علی الله بعزیز.

خومونږ باید هم له تیر څخه په استفادې سره داومنو،چې دامپراطوریو ماتول او د جنګ په میدان کې دښمن راپرځول هدف ته د رسیدو په معنی نه ده، بلکې په هیواد کې داسلامي نظام په سهې توګه پلې کول اود سرتاسري امن او استحکام راوستل اوددې مسلمان او غیرتمند ولس یوپیوند ساتل د روان جهاد له اساسي اهدافو څخه دي .

 



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګورئ

Close
Close