تازه او عاجل خبر

سرپل، سنچارک ولسوالۍ کې پنځه دیني نهاریه مدرسې او یو دار الحفاظ پرانيستل شول

د سرپل  ولایت د تعلیم او تربیې د ولایتي اوسیمه يیزومسوولینو په زیار د تېرې چهارشنبې په ورځ ددې ولایت د سنچارک ولسوالۍ د ګذر او ګجواه  په کليو کې پنځه نهاریه  مدرسې او یو دارالحفاظ افتتاح شول.

دغه مدرسې د ( خاتم النبیین )، (ابوذرغفاري)، ( امام مسلم)، ( شهداء خندق)، ( تعلیم القرآن) په نومونو او یو باب دارالحفاظ د امام بخاري په نوم پرانيستل شول.

څو ورځې وړاندې په یاده ولسوالۍ کې تشویقي غونډې ترسره شوې چې په  کې ددې ولسوالۍ د تعلیم او تربیې مسئول،  ولایتي مسئول، د سیمې علماءکرامو، مسوولینو او د سیمې مخورو او عامو خلقوګډون کړی وو.

د علماءکرامو له خوا د دیني ادارو د جوړولو او پاللو په اړه ګټورې ویناوې وشوې او همداراز د تعلیم پر ضرورت او اهمیت خبرې وشوې چې په دې سره خلکو د مدرسو د جوړولو په برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه چې په پايله کې یې یادې مدرسې او دارالحفاظ جوړ او د خلکو د خدمت لپاره پرانيستل شوې.

دا هم ولولئ  ننګرهار: حصارک ولسوالۍ پر ودانۍ توغندیز برید وشو

پرانيست غونډې چې د قرآن مجیدد مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشوې، د اسلام د بریاپه دعا پای ته ورسېدلې.

چهارشنبه (۹ دشوال المکرم ۱۴۴۰) هق ۱۲/۶/۲۰۱۹ م



Close