سیاسي لېکنې

سعودي کې کيدونکې غونډه او واقعيتونه

لیکوال:عطاءالله مبارز

ټاکل شوې چې د راتلونکې سې شنبې او چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغان بحران د حل په هدف يوه غونډه جوړه شي، چې د نژدې ۳۷ اسلامي هیوادونو ځینې دیني عالمان او مذهبي سکالران پکې ګډون کوي.

که څه هم په ښکاره د غونډې اجنډا د افغانستان د روانې غمیزې لپاره د سياسي حل موندل په ګوته شوي، خو د تېر په څېر به يې ګډونوال د ۵۶ اشغالګرو ملکونو په خلاف د مشروع مقاومت (جهاد) له سرلاري د افغانستان اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د اشغالګرو په شتون کې له مبارزې لاس واخلي.

خو راځئ لږ واقعیت ته سر ورښکاره کړو او افغان بحران د عقل او انصاف له ليدلوري وګورو. د اشغال په وړانډې مقاومت کوونکي ملت په کوم بهرني هيواد يرغل نه دی کړی، د کوم هيواد په بې دفاع ولس يې ناترسه او ړوند بمبارد نه دی کړی، د کوم هيوا وګړي یې په سپیو نه دي داړلي او نه يې هم د چا عزت او ناموس لوټلی.

دا هم ولولئ  زرمت؛ به کدامین گناه به خون کشیده شد؟

د دې برعکس اشغالګرو د افغانانو په هيواد يرغل کړی، مشروع نظام يې له منځه وړی، په زرګونو افغانان يې شهيدان کړي، په کورونو يې چاپې وهلي، ماشومان، ميرمنې او سپين ږيري يې شهیدان کړي، ځورولی او بې عزته کړي دي.

نو بیا ولې د اسلامي هيوادونو یاد عالمان له طالبانو د جګړې بس کولو غوښتنې کوي؟
ولې مشروع مقاومت په ترهګرۍ او ارهاب تعبيروي؟
ولې له صلیبي اتحاد سره د اسلامي هيوادونو په اشغال کې مرسته کوي؟
ولې د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو لخوا د افغانستان په مظلوم او مسلمان اولس په روانو وحشتونو سترګې پټوي؟

که رښتیا هم یاد ديني عالمان د افغان غمیزې د حل هوډ لري؛ نو بيا ولې اشغالګر نه محکوموي؟
ولې يې له لوري روان ظلمونه او وحشتونه نه غندي؟

همدا د دوی اصلي مسؤليت دی، چې له اسلام، مسلمانانو، اسلامي خاورې او دیني ارزښتونو څخه دفاع وکړي، نه دا چې په له منځه وړلو کې يې له کافرانو سره مرسته وکړي.

دا هم ولولئ  پر سعودي توغندویي بریدونه او د تاوان نه ډک حالت

واقعیت دا دی چې دا ډول کېدونکې غونډې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال نېکولسن د هغې فارمولې د تطبيق هڅې دي، چې غواړي له دیني لارې د افغان ملت مشروع مقاومت تر سوال لاندې راولي.

د دې ډول غونډو هدف دا دی چې په طالبانو فشار راوستل شي او د یوې معاملې له لارې د کابل د اجیر حکومت سره هوکړې ته ورسیږي او د اشغالګرو په شتون کې ټوپک په ځمکه کیږدي. له دې مخکی په اندونیزیا او کابل کې هم دا قسم مرموزې غونډې جوړې شوې وې، خو په دې ډول غونډو هيڅکله د افغان ملت مشروع مقاومت نشي کمزوری کېدای او نه به هم د دې فشارونو په نتيجه کې یوه داسې معامله وکړي، چې ازادي او اسلامي ارزښتونو ته پکې زيان ورسيږي.

د یو خپلواک او ازاد افغانستان په هيله!



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close