سیاسي لېکنې

سوله څه ډول پدیده ده؟

ليکوال: عزام حقاني

سوله یو داسي کلمه ده چې نوم یې اورو خو نور یې ګټې او فایدې د مسلمانانو په چم کې نه تر سترګو کیږي ، د هر ماشوم ، ځوان ، بوډا ، ملا ، معلم ، استاد او د ټولنې د ټولو قشرونو په ژبو کښته پورته کیږي خو یوه یې هم څرک او رڼا ونه لیده ، عنقاء مرغه ترې جوړ شوی یوازي نوم یې شته نور چا لیدلی نه ده چې څنګه رنګ او څومره تنه یې ده ، سوله هم د مسلمانانو له هیوادونو بیا خاصتاً له افغانې جامعې څخه د لسګونو کلونو راهیسي کډه شوې ده.

«خلاصه»:

خو له دي ورستیو تحرکاتو داسي معلومیږي چې نور الله جل جلاله د افغانانو زارۍ او قربانۍ قبولي کړې دي.

چې څرک او رڼا یې په رارسیدو ده ، هغه په دې ډول چې څو ورځې مخکې په اصطلاح د کابل ادارې مشر د روژې له ۲۷ څخه د اختر تر ۵ ورځي پوري اوربند اعلان کړ ، چې امریکایانو هم تائید او ملاتړ ترې اعلان کړ .

بلخوا طالبانو هم د افغانانو د اطمنان په خاطر خپلو ځواکونو ته د اختر په اوله ، دویمه او دریمه ورځ دا اعلامیه خپره کړه چې په افغان امنیتي ځواکونو دي په دغو دریو ورځو کې تعرضي حملې نه کوي خو بل تر ټولو زیات یې چې د افغانانو زړونه خوشحاله کړل هغه د جنګي بندیانو خوشي کول وو چې په پراخه پیمانه د طالبانو دا کار وستایل شو ، او عامو افغانو د کابل ادارې له چارواکو هم وغوښتل چې طالب بندیان هم په دې ورځو کې ازاد کړي ، خو تر ټولو زیات د خوشحالۍ ځای داده چې په تیرو اولسو کلونو کې داسي کوم اقدام نه وو شوی او دا به دسولي لپاره یو ښه پیلامه وي. ټول افغانان هیلمند دي چې دا اوربند به د دائمي سولي لپاره د یو پُل حیثیت ولري.

دا هم ولولئ  د نشنليزم عقاید

«یادونه»:

بله نوې او هیله بښونکې خبره هغه د امریکا مخامخ حاضریدل دي د مذاکراتو میز ته ، چې دا حاضریدل دسولي په پروسه مثبت تاثیر او اغیز درلودلی شي ، ځکه دلته جګړه امریکا پیل کړې ده خاتمه کې هم د امریکا رول مهم دی ، ځکه د افغان ولس په پوره میړانه او قرباني امریکا اوس په دي باوري شوې ده چې جنګ د حل لار نه ده ، باید مذاکراتو او خبرو له لاري د افغانستان قشالې ته د پای تکی کیښودل شي.

اوس باید طالبان له دې ستر او لوی اقدام څخه د امریکا لخوا چې په تیرو کلونو کې یې ساری نه وو لیدل شوی د خپل ځان او هیواد لپاره مثبته استفاده وکړي. او دوی باید دوه قدمه تر امریکا مخکې لاړ شي څو افغانانو ، ګاونډیانو او نړیوالو ته وښیي چې موږ تر هر چا زیات سولي ته لیوال یو.

همدارنګه په دې اعلان کې د طالبانو لپاره لوی سیاسي بری پروت دی هغه داچې موږ ( طالبان) پخوا دا په کراتو مراتو ویلي وو چې جګړه دحل لار نه ده ، خو امریکا د زور له لاري جنګ ګټل غوښتل ، تر ټولو عجیبه داده چې همدې امریکا یو وخت د طالب نوم ژوندی نه پريښوده او هغه ته یې د ترهګر خطاب کاوه او نن هغه طالب د یو سیاسي ځواک په توګه مني او د خبرو میز ته ور سره کیني.

دا هم ولولئ  بې اساسه دعوې اوجعلي خبرونه !!!

نو طالبان باید له دې فرصت څخه په افغانستان کې د یو ارام او سوکاله نظام چې ټول افغانان پکې ګډون ولري رسیده ګي او ښه استفاده وکړي.

هسې په عادي او سر سري توګه دې نه ورته وګوري بلکې په پوره ځیرکتیا او ابتکار سره دي مورد نظر ورباندي وکړي.

څو مو هیواد له څلویښت کلنې جګړې څخه د خلاصون ساه وباسي او افغانان په أمن او ډاډ په خپلو کورونو کې ژوند وکړي.

طالب قیادت باید د امریکا دي وړاندیز ته مثبت ځواب ووایي ځکه دا یو چانس دی چې هر وخت نه مهیا کیږي ، او همدارنګه په سیاسي ډګر کې باید په ډیر تدبیر او مهارت سره ګام اوچت شي ځکه وړه سیاسي اشتباه د لویو لویو مشکلاتو او ستونزو سبب ګرځي ، چې بیا جبران ډیره لویه قرباني غواړي.

طالبان باید اعلان وکړي چې موږ د سولي لپاره هر وخت تیار او اماده یو ، او دامریکا لخوا د شوي اعلان ملاتړ باید وکړي څو دا اقدام سولي ته د رسیدو یو شروع او پیلامه شي .

د واقعي او اسلامي سولي په هیله



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close