د نړۍ او هیواد تودې پیښې

سيد اکبر اغا: افغان حکومت دې هم بنديان خوشې کړي

وروسته له هغه چې طالبانو او حکومت دوه اړخيز اوربند اعلان کړ، او د طالبانو لخوا د اوربند ترڅنګ د بنديانو د خوشې کولو پرېکړه هم رسنيزه شوه، په ټولنيزو رسنيو کې يې په پراخه کچه استقبال وشو.

په دې اړه د خلاصون شورا مشر سيد اکبر اغا رسنيو ته په استول شوي پیغام کې وويل چې افغان حکومت دې هم د جنګي بندیانو د خلاصون په اړه فکر وکړي.

ښاغلي سيد اکبر اغا د دواړو خواوو د اوربند ترمنځ توپير په ګوته کړ چې  اشرف غني یو لنډمهاله اور بند اعلان کړ خو طالبانو ترهغه لنډ مهاله اوربند اعلان کړ خو ښه والي او بد والی یې دا وو چې د طالبانو په اوربند کې حسن نیت ډېر ترسترګو کېږي «د جنګي بندیانو په تضمین خلاصول، د حکومت خلکو ته دا اجازه ورکول چې کولی شي د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو ته ولاړ شي، او بنديانو سره خپل قريبان په اسانۍ کتلای شي».

دا هم ولولئ  ویکلي سټنډرډ: امریکا افغان جګړه بایللې ده

د خلاصون شورا مشر په پای کې له  اشرف غني غوښتي چې د طالبانو په څېر دې د مظلومو بنديانو په اړه ښه ګام اوچت كړي که نه د طالبانو اوربند به د ده اوربند ترسیوري لاندي راولي ځکه د طالبانو اوربند واضح، عملي او ګټور دی.



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close