تازه او عاجل خبر

غازي آباد کې د طالب العلمانو ترمنځ تقریري سيالي ترسره شوه

د کونړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ اړوند د هیګل درې مرکزي مدرسې دارالعلوم غازي آباد کې د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د ربیع الثاني پر ۱۳ چې د لیندۍ(قوس) له ۲۹ مې نېټې سره سمون خوري، تقریري مسابقه ترسره شوه.

دغه مسابقه د دریمې درجې د طالب العلمانو ترمنځ “اسلام کې د ښځو حقوق” تر سرلیک لاندې سهار مهال پر ۹ نهو بجو د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه.

د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسیون د تقریرونو د ارزونې لپاره د علماء کرامو درې کسيزه هيئت ټاکل و، تر څو د ټاکل شویو معیارونو له مخې ویناوې وارزوي او د هغو په تناسب نمرې ورکړي چې په پایله کې یې، محمدطاهر د شیخ نجیب الله زوی، د هیګل د کلي د دارالعلوم غازي اباد د مدرسې زده کونکي لومړی مقام خپل کړ، محمدنعمان د باچاخان زوی، د ګنه کويي د سېمې د دارالعلوم تعلیم القرآن د مدرسې طالب العلم دوهم او سیف الله د غزوان زوی، د هیګل د دارالعلوم غازي اباد د مدرسې طالب العلم دریم مقام خپل کړ.

دا هم ولولئ  زابل : شینکۍ کې خلکوته د څښاک دپاکو اوبو لپاره اسانتیاوي برابري شوي

یادو ويناوالو ته د تعليم او تربيې د ځايي مسوولینو له لورې د ستاینلیکونو تر څنګ  یوه اندازه نقدي جائزې هم ورکړل شوې.

دا سیالي د پنجشنبې په ورځ مازدیګر مهال د دعا په غوښتلو سره پای ته ورسېدله.



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close