تازه او عاجل خبر

غزني: شلګرکې ۲ ټانګونه، ۱ موټر ویجاړ، ۱۳ عسکر مړه اوټپیان شول

د الخندق عملیاتو په ګړندي جریان کې تیره ورځ مازدیګر ۵  بجې د  غزني ولایت شلګر ولسوالۍ اړوند ملکانو او یرګتو سیمو کې  کابل ــ کندهار په لویه لاره د مزدور دښمن په کاروان د اسلامي امارت مجاهدینو بریدونه ترسره کړ.

د معلوماتو له مخې دبریدونو په جریان کې د دښمن ۱ ټانګ، ۱ عراده موټر په ملکانو سیمه په بشپړه توګه ویجاړ شول او ۱ ټانګ په یرګتو سیمه کې له منځه لاړ.

دغه راز د دښمن   ۱۰ تنه عسکر  هم مړه او ټپیان شول.

همدارنګه ۳ تنه عسکر هغه مهال ووژل شول، چې تیره شپه ۳ بجې د یادې ولسوالۍ اړوند بدوانو سیمه کې د مجاهدینو تر لیزري بریدلاندې راغلل.

په نښته کې ۱ تن مجاهد هم ژوبل شو.

2018/7/17



دا هم ولولئ  دایکندي: اجرستان کې قرارګاه فتح ۲۵ کمانډویان اسیران ګڼ شمېرمړه اوژوبل شوي

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close