تازه او عاجل خبر

غزني کې پکتیکا ته غزیدلې لار لاهم بنده ده، ۲ ټانګونه ویجاړ، ۱۳ تنه عسکر مړه او ټپیان شول

له اطلاعاتو سره سم  نن ۱۷ ورځ هم د غزني ولایت  مرکز او شلګر ولسوالۍ اړوندو  سیمو کې پکتیکاولایت ته غزیدلي لویه لاره  په بشپړه توګه د دښمن د هر ډول تحرکاتو په مخ بنده ده.

پرون سها ر ۹ بجې د شلګر ولسوالۍ مربوط  سردارکلا، خاني کلا او بدوانو سیمو کې د مزدور دښمن له هغه قوې سره مجاهدینو سختې نښتې ترسره کړې، چې هڅه یې کوله یاده لار خلاصه کړې.

خبروایي د نښتو په لړکې د سپیشل فورس عسکرو  ۲ غټ ټانګونه د ماینونو په وسیله ویجاړ شول.

دغه راز  ۷ تنه عسکر ووژل شول، ۶ تنه نور ټپیان دي.

په نښتو کې لله الحمد مجاهدینو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.

2018/5/20



دا هم ولولئ  ننګرهار: شیرزادو کې ګډ دښمن درييم ځل بیا ۱۹ تنه ملکیان په شهادت رسولي

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close